کور / تازه خبرونه / افغان کرکټ لوبډلي قطر ته ماته ورکړه

افغان کرکټ لوبډلي قطر ته ماته ورکړه

د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلو تر منځ په روانو سياليو کي تېره ورځ افغانستان د قطر لوبډلي ته ماته ورکړه .
لومړى لوبه افغان لوبډلي پيل کړه او په ٤٧ اورو کي ئې ٣٠٨ منډي جوړي کړې او لس لوبغاړي ئې وسوځول سول. ورپسې مخالف لوري خپله لوبه پيل کړه او د ١١٧ منډو په جوړولو سره ئې ټول لوبغاړي وسوځل او لوبه د افغان نولس کلنو ځوانانو په ګټه په لوى توپير سره پاى ته ورسېده.