کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١١٠م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١١٠م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١١٠ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٧١:- د علم زده کړه پر هر مسلمان نر اوښځه باندي فرض ده.
٣٧٢:- چا چي د علم لار خپله کړه هغه د جنت لار ونيوله.
٣٧٣:- مؤمن لعنت کوونکى نه وي.
٣٧٤:- چغلي کوونکى به جنت ته نه داخلېږي.
٣٨٥:- کله چي مداحان يعني چاپړوسان وينى ، مخونو ته ئې خاوري وشيندئ.
٣٨٦:- چا چي قصداً د ظالم مرسته وکړه هغه له اسلامه ووت.
٣٨٧:- رسول ا لله صلى الله عليه وسلم پر بډو اخستونکي او ورکوونکي دواړو باندي لعنت ويلى دئ.
٣٨٨:- مُړو ته سپکي سپوري ويل په کار نه دي ځکه هغوى خپلو عملو ته رسېدلي دي.
٣٨٩:- چا چي د علم د زده کړي په لار کي خپل ژوند له لاسه ورکړ هغه شهيد دئ.
٣٩٠:- کړه وړه په نيتو پوري تړلي دي ، هر چا ته به د هغه څه اجر ورکول کېږي چي نيت ئې کړى وي.
نور بيا…………….

غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هيوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هيواد کي وي.