شاجوى: د ناټو پر کاروان حمله سوې ده.
په شاه جوى ولسوالۍ کې وسله والو د ناټو ځواکونو پراکمالاتي کاروان وسله
وال برید کړى.
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ پر لویه لاره دشاه حسن خیلو په سیمه کې ایساف
ځواکونو ته پر وړونکي اکمالاتي کاروان باندي د وسله والو طالبانو له لوري
وسله وال برید سوى.
د دې ولایت د امنیتي قومندانۍ ویاند رفیع الله اندرابي د پیښي پخلی کوي
او وایي چي په برید کي د اکمالاتي کاروان دوه امنیتی ساتونکي ټپیان سوي.
ښاغلی اندرابی زیاتوي چې د پیښي وروسته سیمي ته د ملي اردو او ایساف
ځواکونه رسیدلي دي چي په ځوابیه برید کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي
او څلورتنه نور یې ژوندي نیول سوي.
نوموړي زیاتوي چي د نیول سویو وسله والو طالبانو څخه درې میله
کلاشنکوفونه او یوشمیر مهمات هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دده په خبره
چې په پیښه کي د ملي اردو او ایساف ځواکونو سرتیرو ته کوم مالي او ځاني
زیان ندی رسیدلی.
بل لوری بیا د شاه جوی محلي چارواکي وایي چي په یاده پیښه کې دوه تنه
وسله وال طالبان وژل سوي او دوه تنه نور یې ژوندي نیول سوي د شاه جوي
ولسوال غلام صدیق وایې چي په دې پیښه کې د اکمالاتي کاروان یوموټر هم د
وسله والو طالبانو له لوري سوځول سوى.
دولسوال په خبره چې د وسله والو طالبانو څخه د یوشمیر وسلو او مهماتو
ترڅنګ دوولس عرادې موټر سیکلان هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي.
د یوبل خبر له مخي په همدې ماښام د مرکز کلات په هزاري کلي کي یوتن وسله
وال طالب هغه مهال په ځوابیه ډزو کې ووژل سو چې کله یې په سیمه کي پریوه
پولیس ډزي کړي د زابل امنیه قومندان مل پاسوال فضل احمد شیزاد په وینا د
وژل سوي وسله وال طالب څخه یومیل کلاشنکوف هم د پولیسو لاسته ورغلی .