کور / کره کتنه / « سوچه پالنه » که ژب ورانَوَنَه ؟!

« سوچه پالنه » که ژب ورانَوَنَه ؟!

                              « سوچه پالنه » که  ژب ورانَوَنَه ؟!
له څو لسيزو راهيسي د ايران د پاړسي سوچه پالني تر اغېزې لاندي زموږ په خوږه او سپېڅلې پښتو کي هم داسي لېونۍ او بې هدفه لوبي رواني دي، چي د خپلي ژبي د پالني او روزني پر ځای يې په واقعيت کي د پردو ژبو و ظالمانه راج او تاراج ته لار هواره کړې ده . له پښتو ژبي څخه د پرديتوب په گونا داسي ټکي، اصطلاحات، ترکيبونه او عبارتونه ايستل کيږي، چي له سووکلو را په دې خوا زموږ د خلگو په ورځنييو خبرو او محارو کي دود دي . د داسي ټکو او عبارتو شمېر ډېر زيات دئ . دلې يې د« مُشت نمونۀ خروار» په ډول څو مثالونه او بولگې وړاندي کوو:
پښتو متنپوهان، لغتپوهان او ژبپوهان پوهيږي، چي« درياب » د پهلوي/ پاړسي « دريا » مغيره بڼه ده، چي د پښتو په ديواني ادب کي هر ځای د عربي « بحر » په مانا استعمال سوې ده؛ او تر اوسه پوري د زياترو پښتنو، په تېره بيا جنوب  –  لوېديځي لهجې په ورځنييو خبرو او مکالمو کي، په همدې مفهوم ژوندۍ او مستعمل ده . د« سوچه پالني » په خيالي هوا و هوس کي ډوبو ژبپوهانو او ليکوالو څو لسيزي مخکي د پښتو په رسمي او مطبوعاتي ژبه کي دا لرغونی، خو ژوندی او مروج  ټکی د پاړسي ريښې په گرمتيا يو مخ له چلنده وغورځاوه؛ او پر ځای يې د هندي ژبي و« سمندر» ټکي ته مخه کړه، چي پخوا يې د « درياب يا بحر » په مانا په پښتو ژبه کي هيڅ لرغونيتا او استعمال نه لاره؛ ځکه د پښتو ادب ومحققو او مدققو متنپوهانو، لغتپوهانو او ژبپوهانو ته څرگنده ده، چي« سمندر » کليمه زموږ په لرغوني ادب کي تقريباً هر ځای د هغي شرموښکۍ/ شرمښکۍ يا سوسمار په مانا راغلې ده، چي په اور او اوبو دواړوکي ژوند کولای سي؛ او په انگرېزي کې( کي يې) سَلَمندر (salamander) بولي . د پاړسي ادب په  زړو متنوکي هم « سمندر »  ټکی د همدې ذوحياتين (amphibious)  حيوان په مانا کار سوئ دئ .
« جنگ » کليمه له عمرو راهيسي په پښتو کي باب ده؛  عام و خاص يې په خپلو خبرو او محاورو کي وايي؛ مگر د « سوچه پالني » پر خرو سپورو ژبپوهانو او ليکوالو يې نن سبا د پښتو په رسمي او مطبوعاتي ژبه کي پر ځای « جگړه » کليمه درولې ده، چي په حقيقت کي د هندي  ژبي د« جهگړا » مفغنه بڼه ده . شک نسته، چي ډېر سنسکريت او هندي ټکي لکه « جگړه »، « دنده »، « ډُول »، « دوک »، « کړکۍ »، « اُرسۍ »، « کوټۍ »، « کوټ »او په سوو نور په پښتو کي ژوري او مزبوتي ريښې لري؛ او د همدې ژورو او پراخو ريښو له مخي اوس زموږ د ژبي، ادب او لغوي زېرمي نه بېلېدونکې برخه گڼله کيږي؛ خو سره له دې هم باید هيڅکله د هغو کليمو ځای اشغال نه کي، چي له پېړييو پېړييو څخه زموږ په ژبه او ادب کي پراخ استعمال لري . په بله وينا،« جگړه »، « سمندر » او داسي نور ټکي به هيڅکله د« جنگ »، « درياب » او داسي نورو مروجو ټکو د نابودۍ په بيه نه را مخ ته کوو، بلکي ټول به د مترادفو  يا متقاربو ټکو په شان د خپلي لغوي زېرمي ارزښتناکه برخه بولو؛ او په ژوندي ساتلو کي بې( به يې) د زړه له کومي زيار باسو . د « سوچه پالني » ړانده او تعصب لړلي ژبپوهان بايد په دې روښانه واقعيت سر خلاص کي، چي که د يوې  اشنا کلیمې په مرسته د بلي اشنا کليمې ناچلنده کول يا پيکه کول عملاً هيڅ گټه نه لري، د يوې نا اشنا او نامأنوسه پردۍ کليمې په  وسيله د خپلي ژوندۍ او مستعملي کليمې وژل او ناکاره کول حتا تر ورانکارۍ او خيانت په کمه نه دئ .


که څه هم  پښتنو« سوچه پالو »، په دې وروستييو لسیزو کي هر ځای « جگړه » کليمه د « جنگ » پر ځای درولې ده؛ خو سره له هغه هم د دې ټکي وځيني نورو مشتقاتو لکه : « جگړه مار » ته د هندي رنگ او جولې له اسيته په ښه سترگه نه گوري؛ او د هغه پر ځای بيا خپل بې خونده او بې رنگه ټکي ( اورپکی او داسي نور) کاريي . دا خبره سهي ده، چي « مار » د هندي ژبي له « مارنا » مصدر څخه اخيستل سوئ دئ؛ خو په پښتو کي له سوو کلو را پدېخوا په ډېرو پښتو –  هندي ترکيبي ټکو لکه : « نس مار »، « خړي مار »، « لوټمار »، « جرگه مار » او داسي نوروکي پراخ استعمال لري . په پښتو کي« جگړه مار » د جنگره، جنگ غوښتونکي، جگړاوو، شرير، پساتي او داسي نورو په مانا کاريږي، چي ناوړه او منفي صفت دئ؛ حال دا چي په هندي او اوردو کي و دغه راز شخص ته د « جگړه مار» پر ځای « جهگړالو» وایي . په دې ډول گورو، چي د « جگړه مار»  ترکيبي ټکي پر خپل هندي اصل او جولې سربېره، په پښتني محيط کي مانوي بدلون پيدا کړئ دئ . « نس مار »، « خړي مار »، « لوټمار »، « جرگه مار »او داسي نور گرده د پښتو ژبي د لغوي زېرمي ارزښتناکه او نه بېلېدونکې برخه ده . لکه څنگه چې( چي يې) زموږ عام خلگ په خپلو خبرو او مرکو کي کاریي، ژبپوهانو، ليکوالو، شاعرانو او ژورناليستانو ته هم نه ښايي، چي د پرديتوب په گونا يې له ژبي وباسي؛ او له دې لاري د ژبي پر لغوي زېرمه ظالمانه يرغل او گوزار وکي .


تاسي وگورئ، زموږ  خلگ ( پښتانه او پاړسي وانان) له پېړييو پېړييو راهيسي و هغه  ډگر يا ميدانۍ ته « چوک » وايي، چي د مخالفو خواووڅو سړکان/ سړکونه پر سپاره يي . په کابل کي« چوکِ سپاهیِ گمنام »، په کندهار کي « د شهيدانو چوک »، په پېښور کي « چوک ِ يادگار » او په زرو نور ټول زموږ په ملي ژبو کي د دې ټکي د لرغونیتا او تاريخي ريښې روښانه ثبوت ښيي . ايرانيانو په دې وروستیيو کلو کـــــي د انگــــرېزي ژبـــي د (crossroad, junction, intersection ect.) يا نورو اوروپايي ژبو و ورته ټکو ته د « چهار راه » ټکی را ويستئ، چي زموږ پېښه گرو لغت جوړونکو د سترگو په رپ کي توری په توری وژباړه؛ او « څلور لاره » يې ځني جوړه کړه؛ اما په دې حقيقت يې سد نه رسيږي، چي ايرانيانو خو په خپله پاړسي کي« چوک » کليمه نه لرله؛ ځکه يې نو دا اوروپايي ټکی په« چهار راه » ترجمه کئ . موږ ته څه اړتيا ده، چي د هغو پر تفاله شخوند ووهو؟!  نېخه زموږ « مبتکر او متفکر » نيولوجيستان په « چوک » کي څه بدي ويني؟!
–  ايا زموږ په ملي او رسمي ژبوکي تاريخي ريښه نه لري؟
–  ايا تر اوسه د خلگو په خبرو او محاورو کي ژوندۍ او مستعمله نه ده؟
–  ايا پر ټولو افغانانو سربېره يې د هندوستان، پاکستان، بنگله دېش او ځينو نورو هيوادو ميليونونه وگړي هم هره ورځ په خبرو او محاورو کي نه کاريي؟
–  ایا د ژبني جوړښت له مخي تر جعل سوي « چهار راه » او « څلور لاري » لنډه، اسانه او خوږه نه ده؟


درنو لوستونکو ته ښه مالومه ده، چي « قربان » او « قرباني » ټکي زموږ هيواد ته د اسلام د سپېڅلي دین د راتگ له زمانې څخه راغلي دي؛ خو په ډېري خواشينۍ سره د پردي پالني جاهلو او متعصبو مخکښانو نن سبا په ډېر وياړ او غرور د هغو پر ځای د « بلهار » او « بلهاري » کليمې را منځ ته کړي دي، چي په حقيقت کي  د هندي ژبي اصيل او سوچه ټکي دي . د ايتمولوژۍ له نظره، « بلهار » او « بلهاري » دواړه د « بل » له ريښې څخه مشتق سوي دي، چي هغه هم په خپل وار سره د سنسکريت ژبي له وليه (valaya) ټکي څخه راوتلئ دئ . بېشکه، دا ټکي د خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ –  ۱۱۰۰ هـ ق) په کلياتو کي راغلي دي، چي کله کله په اشعارو کي د قافيې د اړتيا او کله کله هم په هندي او سنسکریت ژبو کي د شاعر د لاس لرلو او تَبَحُر استازيتوب کيي( کوي) . تر دې آ خوا دا ټکي نه يوازي زموږ د عامو خلگو په خبرو او محاورو کي هيڅ ځای نه لري، بلکي ښايي له څو گوتو په شمار ژبپوهانو، متنپوهانو او لغتپوهانو پرته يې زياتره ليکوال او شاعران هم تر اوسه و نه پېژني . 


زموږ سترگه ور او اندېشمند لوستونکي دي په خپله قضاوت  وکي، چي د« قربان » او « قربانۍ » غوندي اشنا او مأنوسو ټکو پر ځای د هندي ژبي د« بلهار » او « بلهاري »  ټکو را برسېره کول څه منطق، تعقل او گټه لري؟! تاسي هندي فيلمونه وگورئ، حتا هنديان په خپله هم« بلهار » او « بلهاري » کليمې نه استعماليي، بلکي پر ځای يې د عربي ژبي« قربان » او « قرباني » ټکي وايي . تر ټولو لوی او مهم سَوَب يې دادئ، چي دا ټکي د اسلام له دين او دود ودستور سره مستقيم اړېکی لري . له همدې وجي يې په بله ژبه کي موزون او مناسب معادل ټکي نه پيدا کيږي . « اسلام »، « حج »، « زکات » او داسي نور گرده له دې ډلي څخه دي . په سنسکريت، هندي او نورو ژبو کي هم داسي ټکي لږ نه دي، چي په ترجمه کولو سره يې د کلیمو و مانوي ( معنوي)، فکري او تاريخي ارزښتو ته زيان رسيږي . عجبه خو دا چي موږ په پښتو کي پر « قربان » سربېره، « صدقه »، « نذرانه »، « سرښندنه »، « واری »، « جار/ ځار» ،« گرځيدل » او داسي نور ټکي هم لرو، چي ټول د همدې مفهوم او مانا دپاره کاريږي؛ مثلاً موږ وايو: « تر تا صدقه سم »، « ستا نذرانه سم »، « در واری سم »، « تر تا جار/ ځار سم »، « تر تا وگرځم » « پر وطن يې سر وښانده »، « د خاوري او ناموس په مورچل کي درېدل لو(لويه) سرښندنه ده .» او داسي نور؛ خو زموږ گمراه او غره ژبپوه دا ټول ساده، خواږه، اشنا او مستعمل ټکي تر خاورو لاندي کیي؛ او په پټو سترگو د هندي ژبي د« بلهار » او « بلهاري » و را ژوندي کولو ته ملا تړي .


د اسلام د راتگ له وخته ياني په قمري حساب څه دپاسه څورلس سوه کاله دمخه زموږ خلگ ( پښتانه، پاړسيوانان او نور) د عربي ژبي له صفت (adjective) کليمې سره اشنايي لري . سره له دې هم دا دئ زموږ « نابغه » ژبپوه د خپلو « عالِمانه » او « فيلسوفانه » کشفياتو په لړ کي وهغې ته د « ستاينوم » معادل راايستلئ دئ، چي په ريشتيا سره د خندا او مسخرو وړ دئ؛ ځکه :
–  عربي « صفت » پر پښتو سربېره په پاړسي، اوردو، تورکي او  نورو گاوڼديیو ژبو کي ډېره عامه او مستعمله کليمه ده؛  هر څوک يې په مانا پوهېږي؛ حال دا چي « ستاينوم » هيڅوک نه پېژني .
–  د ايتيمولوژۍ له پلوه « صفت » ساده او بسيط ټکی دئ، چي له يوې ريښې څخه را وتلئ دئ؛ حال داچي « ستاينوم » ترکيبي ټکی دئ، چي له دوو بېلو ټکو( ستای + نوم) څخه ترکيب سوئ دئ . له يوې ريښې څخه راوتلي ټکي په ژبپوهنه کي تر مرکبو ټکو ډېر غوره گڼل کيږي .
–  « صفت » د مانا له پلوه رسا، واضح او روښانه ټکی دئ؛ په داسي حال کي چي « ستاينوم » پېچلې، مبهمه، زموخته او ان ناسمه کليمه ده .  ما ددغه راز « نابغه » او « علامه » ژبپوهانو ډېر بې خونده او کمزوري لغوي بدعتونه اروېدلي او ليدلي دي، چي پر هر يوه يې اوږدې انتقادي خبري کيدای سي؛ خو په « ستاينوم » کې داسي شُوډنگ او اَلَماني کړې ده، چي پر بې خوندۍ، پېچلتيا او ابهام  سربېره مانوي او گرامري کمزوري هم لري .


که د« سوچه پالني » پر لېوني خره سپاره ژبپوهان، ليکوال، شاعران او ژورناليسان څورلس سوه کاله وروسته د عربي ژبي« صفت » نسي زغملای، بيا خو د دې کار دپاره د پښتو ژبي « ستاينه » تر « ستاينوم » ډېره اسانه، ساده، عامه، ښکلې او بامانا کليمه ده . زه نه پوهېږم، دې « نابغه » ژبپوهانو د څه شي ماغزه خوړلي دي، چي بې هيڅ دلیل او اړتيا يې د « ستايني » له لنډ يا اختصار سوي شکل ( ستای) سره د « نوم » ټکی هم  موښلولئ دئ؛ او په دې توگه يې وعام و خاص ته د يوې اسانه او ساده کليمې په پوهېدو کي لوی کړاو او جنجال پيدا کړئ دئ . « ستاينوم » ياني د ستايني نوم ( اسم) يا هغه نوم،چي ستاينه کيي؛ حال دا چي  صفت(adjective) د گرامر په لحاظ له نوم/ اسم (noun) سره مځکه او اسمان فرق لري؛ ځکه « نوم / اسم  » په گرامر کي هغه کليمه ده، چي د شخص، ځای، شي، کيفيت يا عمل د نومولو دپاره کاريږي لکه : احمد،  کندهار، غنم، رمه، مړانه، زړورتيا، سوچ او داسي نور؛ خو «  صفت » هغه کليمه ده، چي و يوه اسم يا ضمير ته ځانگړتيا ورکيي . په بله وينا د يوه اسم يا ضمير بېلوونکی خصوصیت او څرنگوالی ښيي لکه :  تور، سور، غټ، کوچنی، جوړ، ناجوړ ، هوښيار، ټمبل/ تمبل، ځلاند، تپاند او داسي نور . که څوک و وايي :  صفت هغه نوم دئ . . .  دا تعريف له همدې پيل څخه سم او دقیق نه دئ؛ ځکه په دې تعريف کي خو له ورايه « صفت » نوم يا « اسم » گڼل سوئ دئ، چي په حقيقت کي له نامه يا اِسم سره ډېر توپير لري . کور ښادو! په دې ترکيب کی د « نوم » و ټکي ته اړتيا وه؟! د « ستاينوم » په ليدو او اروېدو سره خو سمدلاسه وخلگو ته دستايني ( صفت) او نامه ( اسم) تر منځ د گډوډېدو او التباس مشکل پېښيږي . نتيجه دا چي اول خود عربي ژبي د اشنا او مأنوس ټکي( صفت) پر ځای د بل جعلي او خودساخته ټکي وجوړولو ته هيڅ حاجت نه ؤ، که مو د « سوچه پالني » جوش و ارام او کرار ته نه پرېږدي، بيا نو « ستاينه » په يوازيتوب سره د عربي « صفت » پوره جواب وايي، چي هم ساده ده؛ هم اسانه هم رسا . برعکس، « ستاينوم » نه ساده دئ، نه اسانه، نه رسا .


که زموږ له  متعصبو او احساساتي « سوچه پالو » سره دکليمو د سادگۍ، اسانۍ، خوږوالي، عموميت، لرغونتيا او داسي نورو معيارو څه غم وای، نو هيڅکله بې « لښکر » کليمه په « پوځ » نه  اليشولای .  زموږ  محقق ژبپوهان او اديبان ښه پوهيږي، چي « لښکر » کليمه له پېړييو پېړييو څخه تر اوسه پوري په پښتو ژبه او ادب کي ژوندۍ او مستعمل ده . د پښتو د ديواني ادب داسي شاعر نه موندل کيږي، چي په خپلو اشعارو کې د « لښکر» مفغن ټکی په حقيقي يا مجازي مانا نه يي استعمال کړئ . سره له دې هم په دې وروستييو کلو کي گورو، چي د پښتو په لغوړنه او زموخته مطبوعاتي ژبه کي هر چيري د دې ساده، اسانه، اشنا، لرغوني او خواږه ټکي ځای « پوځ » نيولئ دئ، چي ځيني يې د« فوج »، ځيني يې د« فوز » او ځیني نور يې د « پوز » په بڼه وايي . دا عربي ټکی اصلاً د اوردو ژبي له لاري په کوزو پښتنو کي جال سوئ دئ . د دې خوا پښتانه يې تر اوسه پوري ښه نه پېژني؛ خو زموږ بې خبرو او ناپوهو « سوچه پالو» لُوړه کړې ده، چي هر ځای به د « لښکر» او « اردو/ اوردو » پر ځای د« پوځ » ټکی وایي او ليکي؛ ځکه دوی ته « پوځ » د پښتو ژبي سوچه او سپېڅلې کليمه ايسي؛ په داسي حال کي چي و« لښکر » ته پر څه دپاسه زر کلني لرغونتیا سربېره هم د پرديتوب په سترگه گوري!  خبر نه دي، چي « پوځ » له عربي« فوج » څخه و پښتو ته راننوتلئ دئ؛ او « لښکر » کليمه د پاړسي « لشکر » مفغنه بڼه ده، چي له څه باندي زرو کلو راهيسي زموږ په خلگو کي باب ده .


زموږ بې خبره « سوچه پال » نه يوازي په پښتو کي د پاړسي، عربي او نورو ژبو له اشنا او مأنوسو ټکو سره داسي بې غَوْره او بې پروا چال چلند کیي، بلکي د خپلي ژبي ځيني اصيلي او پخوانۍ کليمې يې هم د همدې بې خبرۍ يا لهجه يي تعصبو تر سيوري لاندي د مرگ او زوال له خطر سره مخامخ کړي دي؛ مثلاً« دباندي » د پښتو ژبي پخوانۍ سوچه او سپېڅلې کليمه ده، چي د نورو لهجو پر خلاف يې په جنوب –  لوېديځه لهجه کي د استعمال ورشو خورا لواو اَرَته ده ( د ډيورنډ د کرغېړني او مردودي کرښي آ خوا پښتانه يې د هندي ژبي په پيروۍ «  بار/ بهر/ باهر » بولي؛ او د افغانستان په ختيځه او مرکزي لهجه کي د دې ټکي پر ځای زياتره د پاړسي ژبي له « بيرون » کليمې څخه کار اخيستل کيږي، چي عيب نه دئ .) . د « سوچه پالني » مدعيانو دا ټکی هم په پټو سترگوپه « بهر » اليش کئ، چي په حقيقت کي د هندي ژبي له «  باهر » څخه اخيستل سوئ دئ . نن  گورو، چي ټول بې خبره او پېښه گر مطبوعاتيان په خبرو او ليکنو کي دباندنييو يا خارجه چارو وزارت پر ځای د بهرنييو چارو وزارت وايي او کاږي .  دا ناوړه کار تر دې دوو حالتو دباندي نه دئ :
–  يا دا چي زموږ ځيني ژبپوهان، ليکوال او ژورناليستان له لويه سره په دې خبره نه پوهېږي، چي د عربي« خارج  » يا پاړسي« بيرون » دپاره په پښتو کي داسي اصيله او پخوانۍ کليمه ( دباندي) لرو، چي هره ورځ د جنوب – لوېديځي لهجې د ميلونو وگړو په خبرو او محاورو کي استعماليږي .
–  يا دا چي د لهجه پالني او ذهني گرييو له شامته د بلي ژبي نادوده او نا اشنا کليمه د خپلي ژبي د يوې بېلي لهجې تر مروجي او مأنوسي کليمې غوره گڼي . دا دواړه حالتونه دهغه چا و علمي شخصيت او مسلکي شهرت ته  لوی عيب گڼل کيږي، چي په پښتو ژبپوهنه کي د پوهاندۍ، استادۍ او ډاکټرۍ ادعاوي لري .


پښتانه ژبپوهان، اديبان، شاعران او ژورناليستان درست پوهيږي، چي موږ له اوږدو کلو راهيسي په پښتو کي « ادبي ټولنه »، « مدني ټولنه »، « کلتوري/  فرهنگي ټولنه » او داسي نور عبارتونه لرو؛ خو د پښتو ژبپوهني ځینو « نوابغو» د دغه راز اشنا او مأنوسو عبارتو پر ځای،په دې وروستييو کي د ايرانيانو« فرهنگستان » ټکی خوښ کړئ دئ . زه نه پوهېږم، چي د نورو پر ژوولو شخوند وهل تور دئ که سپين؟! او کاکا! « فرهنگستان » کليمه  خو حتا په ايرانۍ پاړسي کي هم تر ۱۳۱۴ش کال په آ خوا هيڅ سابقه او لرغونتيا نه لري . کې وهم لري، په موږ يې څه؟!  ايرانیان پوهيږي او خپله ايرانۍ پاړسي يې . که څوک دا سفسطه وايي، چي « فرهنگ » او « ستان » خو لرغوني آريايي کليمې دي، ځکه نو بايد په پښتو کي هم دود سي، زې ( زه يې) په جواب کي وايم، د علامه علي اکبر دهخدا، ډاکټر محمد معين او استاد حسن عميد فارسی فرهنگونه په دغه راز لرغونو آريايي ټکو ډک دي، ايا موږ کولای سو ټول مړه او وراسته آريايي ټکي د خپلي ژبي د ژوندو او مروجو ټکو پر ځای ودروو؟! کې په زور، سر زورۍ، دې يا هغه نامه وهم دروو، ايا خلگ به د دې مړو او نابللو ټکو و منلو ته غاړه کښېږدي؟!  موږ ولي په دې روښانه حقيقت سر نه خلاصوو، چي خلگ هيڅکله په آريايي، پاړسي، عربي، هندي او داسي نورو خبرو پسي نه گرځي . هغوی يوازي هغه ټکي، اصطلاحات، ترکيبونه او عبارتونه خوښيي، چي ساده، اسانه، اشنا او په زړه پوري يي؛ ځکه خلگ خو و ژبي ته د پوهولو او پوهېدلو يا اِفهام او تفهيم د وسيلې په سترگه گوري، نه زموږ ځينو بدمرغو ژبپوهانو، ليکوالو، شاعرانو او ژورناليستانو غوندي، چي له ژبي څخه د تعصبو، تنگ نظريو او ژبنييو شخړو د روزلو او خپرولو د وسيلې په توگه کار اخلي . هو، « فرهنگستان »، « دانشگاه »، « دانشکده » او داسي نور د ايرانۍ پاړسۍ ډېري ښې او ښکلي کليمې دي؛ خو په افغاني ژبو، په تېره بيا پښتو کي هيڅ ځای نه لري . زموږ خلگ تر دې ټکو له ټولني/ اکاډيمۍ، پوهنتون، پوهنځی/ فاکولتې او داسي نورو سره ډېر اُنس او اشنايي لري . که د ايرانيانو جعل کړئ « فرهنگستان » اخلو، بيا نو د هغو له « دانشگاه »، « دانشکدې » او زرو نورو ټکو څخه ولي نټه کوو؟!  زموږ « نابغه » ژبپوهان، ليکوال، شاعران او ژورناليستان بايد هيڅکله د خلگو اساني، هوسايي، خوشالي او ملي وياړونه تر خپل شخصي ذوق او ذهني قضاوت  جار نه کي .


دا څو مثالونه او بولگې ټول د دې ښکارندوی دي، چي زموږ په بې هدفه « سوچه پالنه » کي هم د ايرانيانو د سربدالونکي سوچه پالني په څېر د ژبپوهني، متنپوهني، لغتپوهني او تر ټولو مخکي  سليم عقل او منطق چندان څرک نه ښکاري؛ ځکه همدا سوچه پال ايرانيان (چي زموږ « نابغه » ژبپوهان يې هم په شعوري یا غيرشعوري ډول پېښې کيي) له يوې خوا « راديو تلوېزون  » غوندي نړۍ والو ټکو ته« صدا وسيما » وایي، چي هغه په خپله هم د عربي ژبي لغتونه دي . د انگرېزي ژبي و ايميل (e-mail) ته يې پُست اليکترونیک (electronic post) عبارت غوره کړئ دئ، چي له يوې خوا بيرته انگرېزي او له بلي خوا د « ایميل » ترلنډ، اسانه  او جهانشمول ټکي ډېر اوږد، بې خونده او نااشنا دئ . دغه راز، د خپلي ژبی ځيني اسانه او مروجي کلیمې (  برادر ، دشواری، زد وخورد، رويارويی)  يې په لوی لاس تر پښو لاندي کړي؛ او پر ځای يې بې دليله د تورکي ژبي و بې خونده او  زموخته کليمو ( داداش، چالش/ چاليش او داسي نورو) ته مخ نيولئ دئ .  تاسي وگورئ همدا په اصطلاح سوچه پال ايرانيان کامرې/ کېمرې (camera) غوندي جهانشمول ټکي ته « دوربين » وايي، چي پر هيڅ عقل او منطق نه برابريږي ( ځکه کامره/کېمره چيري او دوربين چيري)؛ خو د سبزي پالکو پر ځای بيا د « اسفناج » په بڼه، د انگرېزي ژبي د سپينيچ (spinach) يا نورو اوروپايي ژبو د ورته ټکي، اخيستل هيڅ عيب نه بولي . د داسي ټکو شمېر تر انده پاس دئ، چي را غونډول او تشريح کول يې د يوې يا دوو مقالو کار نه دئ .


دا چپه او راسته غوبلونه که ظاهراً د« سوچه  کولو» تر نامه لاندي کيږي؛ خو عملاً گورو، چي د سوچه کولو ( سوچه پالنه په خپله هم علمي او معقول اساس نه لري) پر ځای د ژبي و بې خونده کولو، گرانولو او بالاخره ورانولو ته لار هواريي . نور چي هر نوم پر ايږدي د دوی خپل کار دئ؛ خو ماته د ساده، اسانه، اشنا، خوږو او عام فهمه ټکو پر ځای د مړو، وحشي، نااشنا، گرانو او جعلي ټکو په را برسېره کولو او رواجولو کي د ژبي له پېچلتيا، گرانۍ، بې خوندۍ او بالاخره تباهۍ چپه بل څه نه ښکاري .
 
زموږ درنو مؤرخانو او ژبپوهانو ته روښانه ده، چي پاړسي ژبه يو وخت زموږ په پراخه سيمه کي د اسلامي دربارو رسمي او ادبي ژبه وه . تاجيکانو، ايرانيانو، هنديانو، پښتنو، بلوڅانو، تورکانو، کوردانو، عربو او داسي نورو قومو يې په وده او پرمختگ کي لو برخه اخيستې وه او ده؛ ځکه يې نو د ټولي سيمي خلگو په پوهېدو کي هيڅ ربړ او تکلیف نه ليدئ؛ خو اوس گورو، چي  شونيستو ايرانيانو په خپلو غيرعلمي لاسوهنو سره  له همغي خوږې او اسانه پاړسۍ څخه څه جوړ کړي دي؟! زه بېچاره پښتون يا کوم بل هندی مسلمان خو څه چي له پلار او موره اصيل دري ژبي يې هم په پوهېدو او هضمولو کي لوی مشکلات لري . علت يې روښانه دئ . ايرانۍ پاړسي ورځ په ورځ د تعصب او تنگ نظرۍ پر اساس له خپلي سپېڅلي، اسانه او خوږې تومني څخه بې برخي کيږي . د ژبو په بېلابېلو لهجو او زړو متنو کي د ژوري او هر اړخيزي پلټني پر ځای له لنډي لاري (شخصي ذوق، تعصب پالني او تنگ نظريو) څخه کار اخلي . د ايرانۍ پاړسۍ همدې مهلکي ناروغۍ اوس د ځينو پېښه گرو ژبپوهانو او ليکوالو پر لاس په افغاني پاړسۍ( دري) او زموږ د پلرو او نيکو په اسانه او خوږه پښتو ژبه کي هم پراخي ريښې ځغلولي دي .  


هيڅکله بايد هير نه کو، چي پښتو ژبه له پاړسي، هندي، عربي، تورکي او نورو سيمه ييزو او بين المللي ژبو سره نه شلېدونکي اړېکي لري . په دې توگه نو له دې ژبي څخه د نورو ژبو د مأنوسو او اشنا ټکو جبري شړل او ايستل ، له پښتو ژبي سره لو او نه بخښوونکې جفا ده . موږ به نه خپلي پښتو کليمې لکه « زيار »، « هڅه »، « هلي ځلي » له پامه غورځوو؛ او نه به د پاړسي او عربي مترادفي او متقاربي مستعملي کليمې لکه : « کوښښ »، « تلاښ »، « زحمت »، « محنت »، « خواري » او داسي نور . په « بسپنه »، « مرسته »، « تعاون »، « معاونت »، « اعانه »، « مدد »، « کومک »، « چنده » او داسي نوروکي به يو هم د پرديتابه په گونا نه کږو؛ هر يو به د زمان او مکان له غوښتني سره سم په خبرو او ليکنو کي کاروو. له « هيواد» ، « مېنه »،«  ټاټوبی »، « وطن »، « مَلْک »، « مملکت » او داسي نورو سره به هم دا چلند کوو. دا ټول لغتونه د پښتو ژبي د لغوي زېرمي ارزښتناکه برخه ده .  تاسي انگرېزي ژبه وگورئ د نننۍ نړۍ تر ټولو بډايه، پرمختللې او پراخه ژبه ده . ادبيات، سياست، سوداگري، سپورټ او نور اړخونه يې آ خوا پرېږدئ، د يوه اينټرنيت او کمپيوټر جواب يې په ټول جهان کي څوک نه لري . د دې ژبي د بډايني او ترقۍ راز په دې کي دئ، چي د نورو اولسو له ژبو ، علمي او فرهنگي ارزښتو څخه يې پراخه گټه اخيستې ده . پر لاتيني، يوناني، فرانسوي، جرمني، هالنډي، اسپانوي او نورو اورپايي ټکو سربېره يې د عربي، هندي او پاړسي ژبي پرېمانه ټکي هم خپل کړي دي؛ او په ډېر وياړ سره يې په خپلو ورځنييو خبرو او ليکنو کي کاريي . موږ هم بايد تر وسه وسه کوښښ وکو،چي د خپلي ژبي ټول مروج ټکي په ويلواو ليکلو کې ژوندي وساتو؛ ځکه هر څونه چي د ژبي لغوي ذخيره اَرَته او بډايه يي، په هغونه اندازه د تفاهم، ليکني، شاعرۍ او نورو ادبي – علمي هستونو ورشو پراخيږي . ژبپوهان، ليکوال، شاعران، ژورناليستان او نور قلموال يوازي دونه حق لري، چي د نورو ژبو دخيلي کليمي د سادگۍ اواسانۍ په خاطر د عامو خلگو په ژبه وکاږي، نه دا چي د بې رحمه او بې تجربې بزگر غوندي ناوړه او بېځايه پوجي پکښي وکي . په بله وينا، پردو ټکو ته يوازي افغاني رنگ او جوله ورکي؛ او په خبرو يا ليکنو کې د انتخاب حق و خلگو ته پرېږدي . ژبه دکينو، تعصبو، شخصي ذوق او قضاوت پالني وسيله نه ده، ځکه یې بايد د خلگو له ښې و نه باسو . د ژبي د بې ځايه او بې گټي سوچه کولو پر ځای بايد د هغې و اسانه کولو، ساده کولو، ښکلا، سمولو او علمي کولو ته پام وکو . يوازي په ژبه او ادبياتوکي د اولسي روح د ژوندۍ ساتلو او علمي زېرمو د پراخولو له لاري کولای سو خپله ژبه له ورکېدو او پيکه کېدو څخه و ژغورو . د کاميابۍ او سرلوړۍ بله هيڅ لار نسته!