دافغانانو ستونزي په راتلونکووختونوکي
د۲۰۱۴م کال نه ورسته څه ډول وي
لومړی : تر ۲۰۱۴م کال ورسته دافغانانو حالت.
دوهم:دامریکاپه مشری دناټواوایسا ف تروتلوورسته آسانتیاوي او ستونزي .
دریم : دافغاني مد ني ټولني را تلونکی دریځ .
مخکي له دې چي پردغه ستونزمنده مسئله رڼا واچول سي با ید پر دغه باندی په ډیرغورسره فکر وسي چي؛ دستونزو پیل دکومه ځایه دی ؟او موږ ولي تر اوسه په دې نه یو بریا لي سوي ترڅو په خپلو منځنوکی دحل یوه معقوله لاره پیدا کړو؟په داسي حال کی چي دغه یوولس کاله کیږي چي نړیوال قوتونه په افغانستان کي هلي ځلی کوي اوزموږمنورین هم په ټولو خپرونو کی دافغانستان په باب خپلي نظرې او تحققي څیړني کوي. خو بیا هم تر اوسه پوري موږ ټوله یا په تاریکوکی سرګردانه یو او یا هم بې وسه یو، چی خپل هیوادپاله نظرد قدرت پرچوکی کښینو.وایی:( که غرلوړدی خو!لاره پرسربیره ده) په دې شرط چی په لاره کي داړونکی حیوانات نه وی او یا هم لاره غلو نه وي بنده کړې.
د لته راځوبیا هم خنډونواو ستونزوته، مو ږ په دې اندیو چی هرعمل او کړنه شاته خپل علتونه لري ،انګیزه لري اودعمل عکس العمل لري. چی په ټولنیز لحاظ دې ته نتیجه دعلتونوویل کیږي.نو هغه وخت چی موږعلت پیداکی او په علت پسی وګرځیدو نو بیا نتیجه هم په آسانۍ سره ترلاسه کړای سو.
اوس که موږوګوروپه افغانستان کی جنګ مختلف علتونه لري او ددې علت یو نه دی موږ د موضوع دروښانتیا په خاطرعلتونه په لاندی ډول سره څیړو .
لو مړی:ترهرڅه نه مخکي! دخارجی نظامي قوتونو موجودیت دجنګ هغه اصلي علت دی.هرهیواد چي په پردیوعسکروساتل کیږي، دهغه هیواد حکومت ،دولت اوچارواکي،داشغال سونظامیانوتر امرلاندي وي. چي دې ډول حکومت ته مستقیل سیاسي خپلواک حکومت هیڅوک هم نه سي ویلای؛دې ډول حکو متو ته تراشغال لاندي حکومتونه وایی.
نتیجه دداسي حکومتو ضغیفه مدیریت ، ضعیفه حکومتداري، جنګ ،را کیټونه ، مرګ ،ژوبلي اودسي نوري ناخوالي به یې په سوغات کي خلکو ته ور په برخه وي.
دوهم : په دولت اوحکومت کي دنا اهلواوغیري مسلکي کسانوشتون اودتنظمي سیاسي مؤخي ته درسیدلو په خاطرددولتي قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستل .
دریم :هیواددپخوانیوجنګسالارانو،تفنکسالارانواو تندرومذهبی تنظیمونوپه وسیله چي په دولتي اوحکومتی ادارو کي واک لري چوراوچپاول کیدل یوه غمیزه ده.
څلورم : په ډیره بې انصافۍ سره داکلیت دیکتاتوري پراکثریت با ندی دژبي فرهنګ او په نوروروبنائی برخوکي یوه لویه ستونزه را منځته کړې ده .
پنځم : دولتی قدرت دڅومحدودوتنظیمونو له خوا اداره کیدل او ددولتی قدرت په اساس ونوموړو تنظیمونو ته دچوراوچپاول زمینه برا برول ستونزه ده.
شپږم :په اداري فسا د کی دلوړو چارواکو ښکیل او دهغوی نه محکمه کیدل .
اووم :د مخالیفنواوهغه کسانوسره چي ددولت پرضد جنګیږي دهم ږغی نه موجودیت او په دولتي واک کي دنه شرکت ستونزه .
اتم : دخصوصي مالکیت په پلمه د ټولنیزو ګټو شتني (ملي شتمني) پر بهرنیانو او داخلي غصیبنو با ندي په نه څه قیمت پلورل او په منځ کی جوړ جاړي یا ډیري پیسې دهمدغه لاري غلا کول یوه بله غټه ستونزه ده .
نهم : دانجو ګانو په وسیله یو لړ بدي یا ناوړه ګټي او دهمدغه لاري دافغانانو شخصي اړیکي دبهرنیانو سره اوغیري قانوني کړني.
لسم : دبهرنیانواونا ټودنظامي قوتونوخپل سري عملیات او دهمدغه لاري بیګناه انسانان په هغه کچه وژل چی په کورنۍ کې دنمونې دپاره یو ماشوم هم ژوندی نه وي ور پرې ایښی. اوپه بشپړه توګه یې نسل ور تباه کړی وي. چي ودې ته په اصطلاح کي ( اعیال تپه) هم وایی .
یوولسم : پرملکي ، مذهبی ځایونوبا ندي دتلاښۍ په نوم ورننوتل اوهلته دکلتور او مذهب سپکاوي کول، دهیواد بله ستونزه ده .دخارجي قوتونو (ای ساف او ناټودنظامي قوتونه سره) .
دوولسم :په هیڅ هیواد کي ډیمو کراسي پر جنګسالارانو او مذهبي افراطیونونه جوړه سوې ده او نه جوړیدای سي.ډموکراسي پر منورینو او متر قي ،تعلیم یافته خلکوجوړیدای سي.ځکه نوموړې اصطلاح (ډ موکراسي) آزاد فکرغواړي.
دیرلسم : دیرلسمه ستونزه چي دهیواد نه بهر دهمسایه هیوادونو اودامنیت دشورا د دایمی هیوادونوسره دافغانستان پرستراتیژکوګټو پرسرافغانانو ته پیښه ده ، هغه دهمسایه هیوادونو او دامنیت دشورا ددایمي غړو لکه : هند ،پا کستان ، ایران ، روسیه ،چین ، ازبکستان ، تر کمنستان او تاجکستان اندیښنې دي. چی په را تلو نکي کي به دجیوپولوتیک خطراتو سره مخامخ کیږي. او یا به هم ترخطر لاندي ځانونه احساسوي. خو په هر صورت تاوان یې دافغانانو دی. او ددغه خاوري څخه د محد ودو هیوادونو ګټه اخیستل په نظامي او سترتیژیک ډګرکي په افغانستان کي دجنګ په اوږدوالي کي ډیره مرسته کړې ده. اونوموړي جیو پولوتیک ارزښت ته نه پاملرنه دنړیوالو په ګټه هم نه ده. او دافغانستان دپاره هم بیله دجنګ او په هیواد کی دننه دنسل دمنځه وړلو څخه بله کومه ګټه نه ناټو ترلاسه کولای سي او نه هم دافغانستان خلک. ولي؛ یوڅو محدود قاچاقبران،نړیوال تروریستي سازمانونه او په داخل کی یو څو محد ود تنظیمونه چي په ټولنیز ډول یې په افغانستان کي تنظیمي ناکامه تجرید دولت جوړ کړی دی. او خپل عیش او نوش کوی . ممکن دهغوی په ګټه تمام سي . داځکه؛ دوی ددولت پر قدرت ناست دي اود خلکو دانتقاد او سزا څخه یې امریکائیان ، ناټو او ایساف غښتلي ځواکونه ساتي .
که څه هم په دې ناورین کی پورته ځواکونه دامریکا په مشرۍ دناټوځواکونه هم دسخت خطرسره مخامخ دي او دیوې رسمي احیصائې له مخي تر نن ورځی پوري یعني په سږکال کي ، دناټو دقواوتلفات ۱۸۰ کسو ته دمی ۲۵ نیټې پوري رسیدلی دی. او دکال تر پایه ممکن تر دغه لا هم ډیر سي. خو دا چي دافغانانو او بې ګناه ولس تلفات به څومره وي ممکن ترزرهاو کسانو پوری ور سیږي. نوموږې دغه تراژیدي یوه نړیواله جمعه دافغانانو ملی ماتم او تراژیدي ګڼو. او با ید په اړه یې دنړۍ دشریفواو زړه سواند و انسانانو له خوا څخه په غور سره فکر وسي. او دې غمیزي ته دپای ټکی کیښودل سي.
په پورته توګه موږ په هیواد کي دننه او دباندي ترهیواد دافغانستان او نړیوالو ستونزي دیوې بیخي ډیری لنډي مقالې په وسیله بیان کړې .
په دې خاطر موډیر لږپرهغه عمده مسئلو رڼا واچول ، چي یوه کوچنۍ مقاله تر دغه ډیر توان نه لري او دوخت دپه پام کي نیولوپه خاطر مویوازي ستونزي بیان کړې .
خو اوس را ځودوهمي برخی ته چي دحل مناسبه لاره به څه وي؟ ایا دحل لاره ور ته سته ؟ او موږ افغانان با ید څه وکړو؟، تر څو ددغه ناورین څخه را ووزو او دنورو نړیوالو په څیر په امن کي درا تلونکي پر مختګ دپاره کار وکړو. په سوله اوورولي کي ديوه ملي دولت ترسیوري لاندي ژوند وکړو. او دهمسایه هیوادونو سره په سوله او دښه ګاونډیتوب په فضأ کی نیک منا سبات وپالو؟ داټول هغه سوالونه دي چي افغانان دغه یولس کاله ورسره مخامخ دي او دحل دپاره یې یا څرک نه پیداکیږي او یا هم که پیداسي،نو بیا په مخ کې خنډونه را پیداکیږي.
دحل مناسبه او وړلاره به څه وي ؟
نوموړې موضوعـو هم دوې برخي لري ، چی هره برخه یې دپام وړ ګرځیدای سي.او یودبله سره تړلي موغوګاني او پیښي دي.یوه برخه په خپله په افغانانو پوري اړه لري او بله برخه یې بهرنی اړخ دی.
لومړۍ برخه:هغه څه چي په افغانانوپوري اړه لري،دافغانانوترمنځ را پیداسوي ستونزي دي،چي دې ته په اصطلاح کي داخلي تضادونه او دا خلي عناصرهم ویل کیږي.چي حل یې بیله خپلو داخلي عناصرو اویا دهیواد دخلکو څخه پرته بل څوک کولای هم نه سي. په دې برخه کي خارجي قوتونه او عناصر قاطع او تعین کونکی رول هم نه لري یوازي دهیوادپه دننه کی زموږ ولس کولای سي چي دې ډول ستونزي او کړاونو ته دپای ټکی کښیږدي. دهیواد خلک با ید ودې ته پاملرنه وکړي چي یا به سره یو کیږو او یا به هم ورکیږو، افغانان با ید دتیرو څخه تجریبه ترلاسه کړي.او هغه سخت حالتونه ومخي ته کښیږدي کوم چي څه ناڅه دغه ۳۵ کاله یې ګاللي دي. او تر اوسه موږ بیله یودبل په مقابل کی ددښمنۍ نه پرته بل هیڅ هم ونه کړه، نه چا داسي سالمه لاره را ته په ګوته کړه، چي په هغه کي دي دافغانانو خیر ښیګڼه وي ، پره دیو وجنګ او مخالفتونو ته تشویق کړي یو.اوزوموږ داختلافاتو څخه یې خورا ډیره ګټه پورته کړې ده.هغوی دغه وخت غنیمت ګڼلی دی اوزموږ په منځ کې دشیطانت لاره موندلې ده، موږ ډیر تاوان په بې اتفاقۍ کي کړی دی. او تر څلورمیلونه موډیر افغانان شهیدان سوي او مړه سوي دي. موږ په وټیز یا اقتصادي لحاظ دومره ناتوانه سوي یو ، چي که چیري یوه ګوله ډوډۍ موږ ته چا په خیرات کي را کړې وي موږ دهغو په خدمت کي ځانونه ورکړي دي، موږ دډیرو غریبیو له امله دهر بهرني هیوادپه خدمت کي ځانونه سپارلي دي.
موږ افغانان با ید نور پر خپلو ځانونو ورحمیږو اوپه خپلو منځونو کي یوالي او ملي پیوستون ته تر بل هر وخت او هر څه ډر ارزښت ور کړو.
ملي پیوستون یعني څه؟
ملي پیوستون چي پرملي ګټوجوړدی،دټولو افغانانوترمنځ دهیواد وګټوته با ید پاملرنه وسي .او دهیواد ټوله ولس که په هر فکر اونظر سره غواړي چي ددې هیواد دسولۍ او وټیزپر مختګ دپاره کار وکړي باید په خپلو منځونوکي هغه فرعي اختلافات لیري کړي کوم چي دهیواد وملي پیوستون، ملي ګټواو را تلونکي پرمختګ ته په زیان تمامیږي.موږ هیوادوال په ډیره بیا هغه سیاسي ګوندونه چي په هیواد کي دننه او دباندي دهیواد دښه را تلونکي دپاره هلي ځلي کوي، تجریبې لري ، ولسي قوت ورسره ملګری دی.ددوی ترمنځ دیوه افغاني اتحاد ضرورت سته.موږ که دنړۍ نور هیوادونه تر نظر لاندي ونیسواووګورو نووینوچي دمختلیفو ایډیا لوژۍ خلک ، دسیمو خلک ، دبیلا بیلو ژبوخلک دملي یوالي په خاطر تر یوه چت لاندی سره راټولیږي او دخپل هیواد درا تلونکي دپاره هلي ځلي کوي، هغوی په خپلو منځو کی اختلافات لري خوملي ګټوته ترهر څه ډیره توجه کوي.نن زمان داسي زمان نه دی، چي په دیکتاتورۍ سره هیوادونه اوولسونه نه کنترولیږي. اویا دي یو ګوندي پروګرام په هیوادکي بریالي پاته سي.نو په همدغه دلیل ملي پیوستون دحل یوازنۍ لاره ده اودافغانستان مسئله هم په ملي یووالي سره حل کیدای سي .
که څه هم داپوښتنه به دهر چاسره وی چي ملي پیوستون ناممکن دی؟.
خوزما دنظره ملي پیوستون یوضرورت دی،بیله ملی پیوستونه موږدبریا لیتوب لاره نه سو پیداکولای.په ملي پیوستون کي دغه څو ټکوته با ید پام کي ونیول سي.
لومړی : یوه معلومه جغرافیه اوسرحدات د ملت په نوم یعني قلمرودخاوري په نظرکي ونیول سي ، چاته اجازه ور نه کړل سي چي تیری پر وکي.
دوهم : متحده ژبه ،هغه ژبه چي دهیواد اکثریت په هغه خبري افهام اوتفهیم وکولای سي هغه با ید د ملي ژبي په حیث استعمال سي.
دریم : ګډ کلتور ،یا ګډانساني مروج مناسبات او اړیکي ، چي دټولني خلکو ته منلي وي.
څلورم : ګډ وټیزیا اقتصادي حالت،چی ټولنه سره وصل کړي او په ټولنه کي دګټوپربنسټ یو ملي پیوستون را منځته کړي.
دافغانستان ټوله ټولنیزاوسیا سی سازمانونه بایددیوه واحد ملت په څیرودغه پورته ګټوته پاملرنه وکړي.تر خپلو ځانی ګټوتیر سي. او اختلافات په نه پخلا کیدونکو اختلافاتو تبدیل نه کړي.بس، فقط !هر څه د ملت په جوړولوکي په کار واچوي . او هغه څه چي دملي اقتصادي ګټو خلاف وي هغه ته په بده او نفرت سره وګوري.دملی ډموکراسۍ دلاري خپل ځانونه په ملت او خلکو کي ځای او محبوب کړي.نو به یو واحد ، غښتلی افغانستان را منځته سي او نه به دګا ونډیان په دې زوررسیږي چي نوموړي واحد ملت ته په سپکه وګوری او نه به هم دناټواو نورو قوتونو ضرورت پا ته سي . دنړۍ سره به دښه خوی او خصلت پر بنسټ دورولی په ښه روحیه دوستي را منځته سي.
څوک به داسي فکر وکي چي دا خو یوګران کاردی…. لیکن زه هم دا منم چي دغه کار ګران دی ، خو ناممکن نه دي او بیله دې څخه موږ بله لارنه لرو. نو باید څه وکړو؟ باید بیا هم پر ملي وحدت تکیه وکړوبیله سلیقوي،ایډیالوژیکي او نوروډول ، ډول تضادونو څخه سره یوسو ،تیر پر تیر هیر پر هیر اوس دعمل په میدان کي هغه څوک غښتلی دی ، چي دهیوادګټوته یې دلومړي توب حق ور کړ.خوپه اوسني وخت کي چي بهرني قوتونه د۴۸هیوادو فعالیت کوي افغانستان ته يې سوله را نه وستلای سو.بیا هم پوښتنه ده دولي؟. خو ځواب یې بیا هم دغه دی ، چي په افغانانو کی ملي پیوستون نه سته. او دافغانانو تر منځ دبې اتفاقۍ تخمونه ښندل سوي دي. افغانانو تر اوسه داسی یو سیسټم جوړ نه کړای سو چي هغه دي یو منظم عملکرد او سترکچرجوړ کړي.
نتیجه : برسیره پردې چی موږ په هر ه برخه کی ددغه لنډي مقالې په ترځ کې دهیواد د ستونزو ځیني برخي وڅیړلې ، اوموږ ته درا پیښوسو تاوانونو پرځینو انګیزو هم وږ غیدلو، خو دلته موږ دحل مناسبه لار بیا هم په ملي یوالي بر سیره ؛ دبهرنیانوڅخه غواړو چي دافغانستان سره دهغه وعدې له مخي چي دبن په اسنادو کي یې کړي وې او یا یې هم ورسته دخپل راتګ دپاره زمینه ددې برابره کړې ده هغه باید بهرنیان په پام کی ونیسي.
افغانستان ته دناټواو ایساف قوتونه په دوه خاطره را داخل سوی دي.
لومړي په افغانستان کي دیوبا ثباته دولت دجوړولو په خاطر چي په مجموعو کي دافغانستان سره دکومک یا مرستی په خاطر .
دوهم : دنړیوال تروریزم دریښو پرې کولو په خاطرچي مراد يې دالقاعده دمنځه وړل وه.
دریم دهیروئینو دقاچاق دمنځه وړل .چي په دغه ۱۱کلونوکی ډیرسو خو لږ نه سو.
اوس چي په بور ته درو بهانوپه خاطر دامریکا په مشرۍ دناټو ځواکونه هیواد ته راغلل نتیجه یې ناکامه وختل. او دشیکاګو په را غوښتل سوی غونډي کي هم پر دط څیړنه وسوه. چي دچارو نظامي واک دي افغانانو ته ور وسپارل سي . خارجي قوتونه دي دافغانستان څخه دیوه سترا تیژیک تړون په اساس ووزي.
دا ډیره ښه نتیجه ده ، خوپه دې شرط چي دغه درې شرطونه په نظر کی ونیول سي.
لومړي : با ید په دولتي اداره کی په بشپړه توګه تغیرات را منځته سي او هغه کسان چي لاسونه یې په جنګونوکي په وینو سره دي او خپله هم دجنګو اصلي عاملین دي،اوس هم په اداري فساد کي غرق دي اوډیر ناوړه کارونه په دولت اوحکومت کي دناوړه ګټوپه ترلاسه کولو کي کوي. لکه دخصوصي سکټور په نوم چي ددولت منقول او غیري منقوله شتمني لوټول کیږي .اداره یې هم لړلې ده ،دټولني اقتصاد ته یې هم یو لوی ګواښ را منځته کړی دی. ددغسی عناصرو څخه باید دولتي اداره پاکه سي .
دوهم : یوه بې پرې اردو را منځته سي اود ملي اردو ځای ونیسي دښو او مډرن وسلوسره.یعني په هغه وسلو سمبال سي کوم چي زموږ ګاونډیان یې لري باید تر ګاونډیان په تجهزاتواووسلو کی افغانستان هم پاته نه وي.ترڅوخپل سرحدات په خپله دګاونډیانو څخه وساتي .
دریم : دهمسایه هیوادونو مداخله زموږ په کورنیو چارو کي با ید دیوه تنظیم له مخي بنده سي، ددې تنظیم په رأس کي باید دامنیت دشورا دایمي غړي ددې تنظیم اصلي لاس لیک کونکي وي.اوامریکا اوناټوباید ګاونډوهیوادونو پاکستان ، ایران او روسیه او چین ته ددې ضمانت ورکي چي دافغانستان دخوا څخه ودوی ته خطر متوجه نه دی.
نوبه په دغه صورت کي افغانستان یو مستقیل او سوکاله افغانستان جوړیدای سي . په را تلونکوکي به افغانان دنړۍ په کچه یوپرمختللی افغانستان ولري.
نو پسله هغه چي ۲۰۱۴م کال ورسته نظامي مسؤلیتونه وافغانانوته وروسپارل سوه نوپه یقین سره به افغانان دخپلي خاوري څخه دفاع کولای سي.او ددې خاوري څخه به دنړۍ هیڅ بل کوم هیواد ته ګواښ او خطرهم احساس نه سي.موږ یومثال را وړو …. هغه وخت چي روسي قواوي دافغانستان څخه ووتل نو دپاکستان مداخلې تر پخوا ډیري سوې ،حتا په ښکاره یې دخپلو نظامي قوتونواوافغان مجاهیدینو په وسیله پر جلااباد باندي حمله وکړه ، خودومره دشرمه ډکه حمله وه چی هم یې په ډیراندازه پاکستاني راغلي سربازان مړه سوه ، هم ځیني عرب او القاعده دمنځه ولاړه او هم هغه مجاهیدین چي دپاکستان دخوا هڅول سوي وه .دلته مړه او دمنځه ولاړه دومره ناتوانه سوه چي دتیښتي وخت یې هم پیدا نه کړای سواو دسختي ماتي سره مخامخ سوه.
ددې خبرو څخه مراد دادی که ملي اردو په هوایی او مځکني ځواک سمبال سي، نو به خامخا دخارجي قوتونو رول تر سره کړي. او که اردو تقویه نسي اودغه پورته خبری په پام کي ونه نیول سي نو بیله شکه به بیا د۱۹۹۲م کال په څیر ګډوډي را منځته سي او هیواد به یو ځل بیا دعربو او پاکستانیانو دخوا اشغال او دالقاعده او نوروخطر ناکو سازمانونو د نظامی هد فونو مرکزبه سي.
نو موږ اوس دې ته انتظار باسو چي دامریکا په مشرۍ ناټواو ایساف په افغانستان کي دافغانانو ګټوته پاملرنه کوي او کنه؟ . که یې دافغانستان مسئله په صادقانه توګه حل کړه نوپه دې کي شک نه شته چی په را تلونکی، کي به افغانستان دټوله نړۍ دپاره په اقتصادي، سیاسي اوټولنیز ډګر کی یوازنی د ګټي وټي وړځای وي .دنړۍ ټوریسټان – دتجارت کارو باربه له همدغه ځایه وي .
او که په صادقانه ډول دافغانستان دمسئلې حل ونه سي ، نو بیا زه یقین لرم ، چي دافغانستان سره به سیمه اونړۍ ټوله دنا امنۍ ورځي او شپې تیروي .
يادونه : په پای کي یوځل بیا هم یادونه کوم ، چي زموږ دټولو خیر په امن کي دی ،افغانان ټوله امن غواړي،نړۍ هم امن غواړي راځی چي په ګډه په صداقت سره دامن دپاره خپلي هلی ځلي پیل کړو.
داحمدشاه بابا دعلمی ادبي ټولنی په استازیتوب