د مصر نوې څېره

د لراوبر اداره | جولای 14th, 2012


کله چې د اوښتون (انقلاب) نوم واورو نو تل د فرانسې انقلاب، امریکا، کېوبا، روسیې او داسې نورو انقلابونو نومونه ذهن ته راځي، مګر نن سبا هر څوک چې د انقلاب په باب خبرې کوي، د هغوی په ژبه د اوسمهال تر ټولو کامیاب انقلاب چې د مصر انقلاب په نوم یادیږي رابرسیره کېږي.


د ظالم دکتاتور حسنې مبارک څه کم د دری لسیزو د تور تم او تیارو څخه ډکه دورې ته په مصر کې د اخوان المسلمين با غیور، با شهامته او با عزمه خوځښت له څه باندې ۸۸ کالو مبارزې وروسته د پای ټکی کېښود او نړۍ یې خصوصا مسلمان ملت ته یی دا وښودله چې په اخلاص، کلک عزم، صبر او ارادې سره پس تقریبا د نهه لسیزو د قربانیوورکولو څخه وروسته څنګه خپل هدف ته ځان رسول شونې دی.


حسنی مبارک داسې پاچا و، چې د ده په پير کې مصریان د اقتصادی، اجتماعي، کلتوري او مذهبي مشکلاتو سره سره د سیاسي مشکلاتو سره هم مخامخ وو. دغه غلام دکتاتور د امریکې او د غرب د یو ښه مخلص غلام په توګه د اسلامي نړۍ د یو پروقاره ملت حیثیت یی تر پښولاندې کړی و.


خپل ملت ته دښمن او د انسانیت او د اسلام دښمن ملتونو ته د دوست په صفت کتل. په رښتیا چې کله د یو انسان ذهن غلام شي نو هغه د ملت ګټې ته تاوان او تاوان ته ګټه، ښه ته بد او بدو ته ښه، سپین ته تور او تور ته سپین وایي، په همدې توګه حسني مبارک هم و، د حسنې مبارک په دور کې مصریانو اقتصادي وضع تر ډیره حده خرابه شوه او د نیم نه زیاتو مصریانو ورځنی عاید ددوو ډالرو او یا د دی څخه کم و.کومو خارجي شرکتونو به چې په مصر کې پانګونه کوله نو ۷۰٪ ګټه به یی حسني مبارک ته رسیده. د شرم الشیخ ښار په عیاشي مشهور شو، په مذهبي سازمانونو یی بندیزونه ولګول شول.


له دې سره سره  حسنې مبارک اسلامي نړۍ ته شا او غربي نړۍ او اسراییلو ته یې د فلسطینیانو پر قیمت مخ ور واړاوو او د دوستۍ لاس یې ورکړ، او د مصر مذهبي ټولنه یې پر یو غیر اسلامی او سیکولر ټولنه بدله کړه چې د دې سره فساد او رشوت خپل اوج ته ورسیده.


بالاخره د اسلامي نړۍ د ویښتابه ځلانده ستوری شهید امام حسن البنا هغه نیالګی چې په کال ۱۹۲۸ کې کرلی، ونه شو، ډډ شو، ښاخونه يې وکړل او دا دی له اتیا کلونو مبارزې، ستونزو او کړاوونو وروسته یې مېوه ورکړه؛ نه یوازې مصر بلکې نړۍ ته يې د ازادۍ او خپلواکۍ درس ورکړ. د مصر په ټاکنو کې د اخوان غوڅ بری د دې حقیقت ښکارندوی و.


نننی مصر یو نوی مصر دی، مصریان اخر هم خپل هدف ته ورسیدل، د اوښتون ښه تولید او ثمره د داکتر مرسي په شکل منځ ته راغله د داکتر مرسي راتګ یو نیک او ښه شګون نه یوازې د مصریانو لپاره بلکې د ټول اسلامی امت لپاره دی. داکتر مرسی راتګ د غرب او اسراییلو پر مخ یو ډیر غټ ګذار دی چې د انتخاباتو تر آخری مرحلی پوری یی د خپل وس سره کوښښ وکړ چې د داکتر مرسی د انتخاب لاره ونیسی مګر د مصر د خلکو کلک عزم او استقامت دغه ټولی موخی شنډی کړی. داکتر مرسی د ولس مشر کېدو وروسته خپله د اخوان المسلمین د خوځښت څخه استعفا اعلان کړه، چې هغه نه یوازی د هغو مصریانو چې ورته یی رایه ورکړی دی، بلکې د ټولو مصریانو چې د دی خلاف رایه استعمال کړی وه هم ولسمشر دی. د داکتر مرسی د راتګ سره سم د یو نوی دور باب پرانستل شو د کابینی د غونډی د ناستی پر ځای کې به پخوا د حسنی مبارک عکس ځوړند وو مګر اوس پر ځای د الله (ج) یو لوی نوم په ښایسته چوکات کې ځوړند دی. د مرسي مېرمنې د ولسمشرۍ په  ماڼی کې د اوسیدو نه انکار وکړ او ویی ویل چې دی به په خپل زوړ کور کې اوسیږی ده د اولسمشر ټول پروتوکول او د ساتونکو د ګمارلو څخه انکار وکړ او په همغه پخوانی کلی کې به اوسیږی او جماعت ته به بغیر د محافظینو ځی کوم ته چې دی د اولسمشر کېدو څخه مخکې ته ‎. د داکتر مرسی میرمن د مصر د لومړنۍ مېرمنې د لقب اخستلو څخه انکار وکړ.


او ویی ویل چې دا همغسی د ټولو مصریانو مور، خور او لور ده لکه څرنګه چې د دی د خاوند د ولسمشر کېدو څخه دمخه وه.


د داکتر مرسی د کامیابیدو وروسته د مصر په سهامی بازار کې stock exchange)) هر دقیقه وروسته مصر ته یو میلیون ډالر ګټه تر لاسه کوی، د داکتر مرسی د ولسمشر کېدو څخه څو ورځی وروسته د مصر التحریر او قاهری په میدان کې لکونو خلکو ته خپله اوله وینا واوروله، دا وینا د غرب سیاسی کار پوهانو هم ډیره وستایله ده خپل قوم ته د هغو په ژبه وینا وکړه چې یو څو مهم ټکې یی د بیلګې په توګه دلته بیانوو:


زه له ستاسی یم ، زه د مصر د انقلاب زوی یم. تاسی ټول زما ورونه او خویندی یاست. زه د ټولو مصریانو ولسمشر یم. زه به کله هم د چا حقوق پایمال نکړم، زه د تاسی منځ ته بی له ساتونکو او د مرمی ضد واسکټ پرته راغلی یم.
زه بغیر د الله (ج) بل هیچا څخه نه ویریږم ، ای زما ورونو او خویندو زه که د قرآن او سنت مطابق روان وم او عمل می کاوه نو زما اطاعت وکړی.
زه به تاسی سره قدم په قدم مخ پر وړاندی ځم تر څو د انقلاب ټول مقاصد تر لاسه کړو.
زه به هیڅکله ظالم بادشاه ونه وسیږم ځکه الله تعالی هیڅکله هم ظالمان نه بخښی او تاسی ولیدل چې ظالم بادشاه الله (ج) څرنګه معامله کوي.
ښاغلی داکتر مرسی نوری ډیری داسی خبری وکړی چې نه یواځې د مصر د خلکو زړونه بلکه د ټول نړیوالو زړونه یی هم وګټل.


داکتر مرسی لومړنی مصری ولسمشر دی چې د خلکو منځ ته راغی او خلکو ته په عام ځای کې وینا وکړه ، د ده نه مخکې حسنی مبارک او انور سادات کله هم داسی د خپلو خلکو غونډو ته نه و ورغلی.


د نړی سیاسی مشرانو لپاره داکتر مرسی په رښتیا چې هم یو ښه نمونه ده.


ټولو مصریانو په شمول د داکتر مرسی پلویانو هم نه بلکې حزب اختلاف هم دده وینا ډیره خوښه او ویی ستایله.


په رښتیا هم چې الله تعالی د هر هغه قوم حال تر هغه دمه نه بدلوی تر څو چې پخپله هغه قوم بدل نه کړی.


د بدلون لپاره هغه قوم یو ایمانداره ، صبرناکه او تاریخی مبارزی ته اړتیا لری.


دا مبارزه د وسپنیز عزم، اتفاق، یووالی او د سپیڅلی هدف نه پرته شونی نه ده. همدا ټول صفات موږ د مصر د خلکو په مبارزه کې وینو الله تعالی دی موږ ته هم اتفاق او اتحاد راوبخښی تر څو په کلک عزم او استقامت سره وکولای شو تر څو پخپل وطن کې د داکتر مرسی په شان خپل ریښتونی مشران ولرو چې وکولای شی خپل کړیدلی او ځوریدلی ملت او وطن ته په ښه توګه خدمت وکړی.


او دهغوی پر ټپونو باندی د تل لپاره پټی کېږدی.

Copyright Larawbar 2007-2024