اوباما وايي چي افغان جګړه پاى ته رسوو

عطاالله محمدي | جولای 12th, 2012


سرنوشت ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره کړې چې ویلي یې دي، افغان جګړه به پای ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې ناامنۍ د پخوا په پرتله ډيرې شوي دي.

سرنوشت لیکلي د دې لپاره چې امریکا خوندي له افغانستان څخه ووځي، باید افغان امنیتي ځواکونه له هره پلوه پياوړي کړي.

ورځپاڼې لیکلي، افغان ملي اردو دا مهال د دوپچي، زغره والو او هوايي ځواکونو په برخو کې له پراخو ستونزو سره مخ ده.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، د افغانستان د جګړې په اړه تر ټولو ډیره ویره د دې هېواد د ګاونډیو له پلوه ده.

ملي باور لیکلي، ویره دا ده چې له افغانستان څخه د نړېوالې ټولنې له وتلو وروسته به د افغانستان ګاونډیان لکه ایران او پاکستان د خپلو شومو موخو لپاره خپل ځیرک سیاستونه په کار واچوي او د افغانستان په چارو کې به له لاسوهنو لاس پر سر نه شي.

ورځپاڼې لیکلي، تر څو پورې چې په پاکستان کې د وسلوالو خوندي مرکزونه وي او د ایران مالي مرستې ورسره وي، د افغانستان جګړه به په اسانه پای ته ونه رسیږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په یوه مطلب کې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما وروستۍ څرګندونې راخیستي دي.

د مطلب په غټ سرلیک کې د نوموړي دا خبره راخیستل شوې، چې ویلي یې دي، ژمنه کوي، په افغانستان کې به د امریکا ماموریت پای ته رسوي.

په مطلب کې د امریکا د جمهور رئیس دا خبره هم راخیستل شوې، له دې وروسته به القاعده هیڅکله د امریکایانو لپاره ګواښ نه وي، ځکه دغه شبکه د ماتې په درشل کې ده.

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د کابینې د غونډې د پریکړې په اړه تبصره کړې چې ویلي یې دي د کانونو په اړه د نوي قانون په مسوده دې لا ډير کار وشي.

ورځپاڼې دغه پریکړه پرځای بللې او لیکلي یې دي، په دې مسودې کې په قراردادونو کې د داوطلبۍ یا بولۍ ماده نشته، په داسې حال کې چې د قراردادونو لپاره یو له مهمو شرایطو څخه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د جمهور رئیس حامد کرزي خبره راخیستې چې ویلي یې دي، د کانونو په قانون کې باید د هیواد ملي ګټې په ټوله معنی خوندي وي.

هېواد ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په سرمقالې کې د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، ددې حملو په اړه نور د افغان ولس زغم پای ته رسیدلی.

هیواد لیکلي، دا حلمې د تیر یوه کال راهیسې دوام لري چې د سیمې خلکو ته یې د سرومال زیانونه رسولي دي.

ورځپانې لیکلي افغان حکومت باید دغه ستونزه ژر تر ژره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره مطرح کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024