فساد شته خو زه مفسد نه یم ؟!!!!

د لراوبر اداره | جولای 25th, 2012


فساد شته خو زه مفسد نه یم ؟!!!!
دامې ځکه سرلیک وټاکه چې هغه تیره ورځ ناست وم په کابل کې مې دیو تلویزیون په پرده دافغان چارواکیو اویوڅو غټو سټو بحث اورید دغه بحث دتوکیو دکنفرانس په هکله و مګر په خپله لمن کې یې ځینې نورې تودې مګر بدنامې موضوع ګانې هم رانغاړلې وې دخپرونې چلوونکي په وار وار له یوچارواکي چې دهیواد په چارو کې لوی لاس لري په افغان حکومت کې دفساد دشتون اودهغه دمخنیوي په هکله پوښتنې وکړي مګر هغه چاويلي : “  غل وځغلوه نه ترکوره “   چارواکی رابرګ شو اوپه تروشه ټنډه اوبرګو سترګو یې وویل “  فساد شته خوزه مفسد نه یم “  داخوداسې مانا لري لکه چې زما په کورکې غلاکیږي خو زه غل نه یم هلکه ته دخپل کور مسولیت په غاړه لري .
رابه شو دې ته چې فساد څه شی دی ؟ فساد دملکي اودولتي ادارو کارول دشخصي ګټو لپاره فساد ګڼل کیږي .دملکي خدمتونودکارکوونکو ناسم اوغیرقانوني چلندددې لپاره چې خپلو شخصي ګټو ته لاره هواره کړي  فساد ګڼل کیږي .  له نورو ډیرو لاملونو سره سره  حساب نه ورکونه اودشفافیت نه شتون دفساددمهمو رامنځ ته کوونکو فکتورونو څخه شمیرل کیږي . کله چې دملکي خدمتونو کارکوونکي داوګڼي چې دوی ددې لپاره په یوه دولتي اداره کې شتون لري چې ولس ته د ولس اړوند خدمتونه وړاندي کړي اوخپل ټول کړه وړه په دغه کنډه وتلي اوبرابر کړي نو دفساد زمینه نه برابریږي او که دملکي خدمتونو کارکوونکي لکه دولس بادار اوولس خپل غلامان وګڼي اوولس هم هیڅ ډول سیاسي شعور اودخپل حق غوښتني تومنه په ځان کې ونه ویني نو دلته دی چې فساد دملکي خدمتونو دکارکوونکو اوچارواکیو ورځنی عادت جوړشي  اوله ورځني عادت ځنې اړول بیا ډیر ستونزمن راته ښکاري .
زمونږ په هیواد کې دفساد مختلف ډولونه شته :
لمړی ډول فساد دحکومت په ټیټه کچه کارکوونکو کې دی ، دټیټې کچې کارکوونکي کیدای شي  ایمانداره وطن دوست اوژمن وګړي واوسي اما له دې امله چې  هغه تنخوا چې حکومت یې ورکوي دده اودکورنۍ دژوند اوژواک لپاره یې بسنه نه کوي ، دولسي خلکو نه دهغوی دکارونو دبشپړیدو لپاره بډې اخلي ترڅو خپله اودکورنۍ ګوزاره یې وشي .
دویم ډول فساد په لوړه کچه حکومتي چارواکي اوسیاسیون  دسترو وټیزو تړونونو اوقراردادونولپاره داسې پریکړې کوي چې دولس په ځای پکې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي . په سترو مالي تړنونو کې چې مالي لګښت یې  دبسپنه ورکوونکو هیوادونواو یا دملي بودیجې څخه  ورکول کیږي ، چارواکي اویاسیاسیو ن سترې بډې اویا هم منقول اوغیرمنقول مالونه اخلي اوخپلو شخصي اویا هم دسیاسي ډلې ټپلې بانکي حسابونو ته یې لیږي . زمونږ دهیواد دبدبختۍ اوتباهۍ  لامل همدغه دویم ډول فسا د دی  چې زمونږ دهیواد سیاسي راتلونکی اوجغرافیايي حدود یې له ستر ګواښ سره مخامخ کړي دي .
مسول اوپړ څو ک دی ؟
دټولنې ټول غړي ، دملکي خدمتونو کارکوونکي ، دنظامي چارو مسولین ، سیاسیون ، ولسي وګړي ټول که وغواړي یا ونه غواړي که یې ومني یا یې ونه مني دفساد دشتون مسولین دي . دفساد چاره دوه اړخه لري  یو څوک به فساد کوي بډې به اخلي خیانت به کوي مګر یوڅوک شته چې دفساد بل اړخ دی ،بډې ورکوي دواړه بډې ورکوونکی اوبډې اخستونکی مسول دي .  که ولس ورته بډې ورنه کړي په یواځې توګه بډې اخیستونکی هیڅ هم نه شي کولی  . مګر داټول هلته  له منځه تلی شي چې په ځانګړې توګه سره ولس خپل مسولیتونه درک کړي اودخپلو مسولیتونو دسرته رسولو لپاره پریکړنده اوله جرات ډک ګامونه پورته کړي  ، ولس باید خپلې غوښتنې معلومي اودفاسد دولت مخې ته یې کیږدي اوترهغې ترې دسمون غوښتنه وکړي ترڅو فساد له منځه یوسي اویوه پاکه اوسپیڅلې اداره رامنځ ته کړي . مګر ددې سره سره باید ، دولت ، چارواکي ، سیاسي ګوندونه اومخور هم دولس دغوښتنو دپرځای کیدو لپاره خپل ټول ملاتړ له ولس څخه ونه دریغوي ددې سترو اوپخو چارو دترسره کولو لپار ه داسې ولس ، چارواکیو، سیاسیونو اومخورو ته اړتیا ده چې دملي اوسیاسې شعور له پلوه خپل بلوغ ته رسیدلي وي اوپه پوره ژمنتیا اوایمانداری سره په دغه لاره کې ثابت اونه لړزیدونکي ګامونه پورته کړي . ددولت مسولیت دی چې ځانګړي ، پوره اوکره قوانین وضعه اودقوانینو له پلي کیدو څخه په بشپړ متانت اوکلک عزم څارنه وکړي ، نه چې دقانو ن ساتونکی په خپله دملت دوینو سوادګروي ،نه چې دقانون ساتونکی اوسي په دې هیواد کې مګر کار دبهرني سفارت دپاره کوي .دولت باید دقوانینو دپلي کیدو اوکړووړو په مټ داکره کړي چې دولس په چارو کې به له ایماندراي ، موثریت او برابروالي څخه کار اخلي ترڅو دخلکو ډاډ پیداشي چې دولت یې دولس ټاکلی دولت دی او دولس په چوپړ کې دی . بل مهم اومسول اړخ نړیواله ټولنه ده چې یا خو نیغ په نیغه هغه بهرني کارکوونکي چې دنړیوالو بنسټونو اونړیوالې ټولنې لخوا ګمارل شوي په فساد ککړ اودهیواد سره بسپنه شوي مرستې  یې ټولې بیرته خپلو جیبونو اوبانکي حسابونو ته ولیږلي اویا هم په غیر مستقیمه توګه هغو ناشولته سیاسیونو اوچارواکیو ته چې ددوی ګوډاګیان اوخپل ورځني کاري رپوټونه ددوی سفارتونو اواستخباراتي ادارو ته ورکوي دپروژو ، سترو وټیزو تړونوپه بڼه اویاهم په ارزښتمنو دولتي څوکیو دګمارلو لپاره ولګولي نړیواله ټولنه باید په همدغه ډول چې زمونږ له ولس څخه کره والی، روڼوالی، اوحساب ورکونه غواړي په خپله هم باید دغو اصولو ته پابند اوافغان دولت هم دې ته اړباسې چې دغه پرنیسپونه په پام کې ونیسي .
زمونږ په هیواد کې فساد دحکومت دکارونو موثریت راکموي دولس اوحکومت ترمنځ واټن ډیروي ولس په خپل حکومت بي باوره کوي ، خصوصی سکتور ته زیان رسوي ځکه سوداګر په هیواد کې سوداګري اودخپلې بسپنې لګولو ته زړه نه ښه کوي اوپه پایله کې نړیوالې مرستي کموي اونړیوال مرستندویه بنسټونه مرستوته زړه نه ښه کوي ،هغوی پوهیږي چې ددوی مرستې دیوڅوکسانو دژوند دښه کولو لپار ه لګیږي نه دیوملت دژوند دښه کولو لپاره . دامنو چې ټیټ پوړیو چارواکیو اودملکی خدمتونو کارکوونکو کې فساد او هغوی ته بډې ورکول راونه شو ګڼلی مګر په زغرده ویلی شو چې دفساد لامل لوړپوړي چارواکي دي نه ټیټ پوړي چارواکي زمونږ هیواد په لوړ پوړیو چارواکیو کې فساد ډیر اغیزمن کړی دی . راځو دیته چې زمونږ اوسنی دولت دفساد له منځه وړلو ته کومه ژمنتیا لري هغه بنسټیز ګامونه چې باید دولت یې دفساد دمخنیوي لپاره پورته کړي پورته کړي دنمونې په توګه دعدلي اوقضايي ارګانونو ریفورم اوسمښت دقانون پلې کول اوخپله عدلي اوقضايي ارګانونه په لمړي سرکې له فساده پاکول . ایا دولت دې کوم کره اوخوندي اکشن پلان لري اوکه نه ؟ که لري یې ایا ددغه پلان پلي کول یې دسمو ، ژمنو ، ایماندارو اومسلکي خلکو په لاس ورکړی اوکه نه بیا ددیګ سرخانه پیشو ده . هغه ادارې چې دفساد دمخنیوي اوکمولو لپاره رامنځ ته شوي دي اوهغه قوانین چې وضعه شوي کوم اجرایوي ضمانت ورته شتون لري اوکه بیا به یواځي دګاڼۍ پل په غریب تاووي . هلته چې فساد دملک حیثیت اوپرستیژ ، بقا له خطر سره مخامخوي هلته چې فساد د هر ډول پرمختګ مخه نیسي هلته چې چارواکي سیاسي عقایدو ته ژمن نه وي اوهیڅ سیاسي عقیده اوباورونه لري ، هلته چې دپرمختګ پلانونه دفساد یرغمل شي ،هلته چې دشخصي ګټو لپاره څو مفسد سیاسیون اوچارواکي دهیواد ملیتونو سره جنګوي څوک څنګه دې ته نه اړکیږي چې ملي اوولسي خوځښت ته لاره هواره کړي اوهر مفسد سر په دار کړي . ترڅو چې ددې هیواد ولس اوټولنه ونه غواړي اوخپل ملي رسالت ادانه کړي فساد به ددې هیواد شتون اوجغرافیه له انحطاط سره مخامخ کړي .
پایلې اووړاندیزونه :
۱-یواځې ملي پاڅون به دفساد مخه ونیسي مګر داپاڅون به کیدای شي دمفسد حکومت دپای ټکی وي .
۲- نړیوالو تجربو ښودلي چې سره اوبدلي دټکنالوژ ي اوانفوټیک سیستمونو کارول کیدای شي دفساد  مخه ونیسي اوښه حکومتولي رامنځ ته کړي .
۳- دقوانینو سره سم دمفسدو خلکو مجازات کول اودایماندارو ملکي مامورینو مکافات کول به دفساد دکمښت اومخنیوي سره مرسته وکړی شي .
۴-دحکومت  دښې حکومتولی لومړني بنسټونه باید ځواکمن ، غښتلي اودقانون تابع شي چې ددغو بنسټونوپه سرکي عدلي اوقضايي ارګانونه دي  ځکه دوی دقانون ساتونکي اوپلي کوونکي ګڼل کیږی که چیرې دوی مفسد شي  نو بیا ….
۵- دقوانینو پلي کیدل باید الزامي او حتمي شي ځکه  که دډیر وتلي ، غوره ،پوره اوکره قوانینو پلي کیدل الزامي نشي  اوپه ټولو یوشان پلي نشي دخان ، غریب، چارواکي ، زور اوزر توپیر پکي ونشي . که څارنوالانو اوقاضیانو ته  قضيي اوستونزې رانه وړل شي دښو وکیلانو، څارنوالانواوقاضیانو شتون هیڅ ارزښت نه لري اوکه چیرې قاضیان ،قضا اوعدلیه ارګانونه مفسد وي  دقضیو راوړل،څیړنې اوپلټنې کول  هیڅ مانا نه لري .
۶- دولت باید داسې مخه نیوونکې لارې چارې ولټوي اوپلې کړي چې دفساد دمخنیوي لامل شي هر سیاسی اودولتي چارواکی، قضایی چارواکی باید دخپلو اودکورنۍ دمالي سرچینو اوعوایدو په هکله بشپړ مالومات ورکړي .دولت باید ددې زمینه برابره کړي چې خلک دولتي ډیټا اومالوماتو ته لاس رسی ولري .
۷- ولس ته باید دښې حکومتولۍ په هکله زده کړي ، سیمنارونه ،کنفرانسونه ، ورکشاپونه اوغونډي جوړي شي ترڅو دښې حکومتولۍ په ګټو پوه اودفساد مخه ونیسي اوپه خپله ولس باید بډې ورنه کړي خپل قانوني کارونه باید دبډو له لارې نا قانونه نه کړي ، که ولسي خلک کومه دفساد پیښه ویني باید ژر ترژره لاس په کار شي دفساد ضد اړوند ادارو ته خبر ورکړي اویا هم دمدني ټولنو اوولسي خوځښتونو له لارې دفساد مخه ونيسی .
۸- په عدلي اوقضايي ارګانونوکې باید وړ اوسم اصلاحات راشي ، ترڅو دقانون پلي کیدل حتمي شي اوقانون دخلکو اوولس دحقونو ضامن شي .
۹- په کورددننه اوپه نړیواله کچه حساب ورکونه ، روڼوالی، کره توب اودقانون حاکميت ته باید پوره پاملرنه وشي .
۱۰- رییس جمهور، دولتي چارواکي ،ولسي جرګه ، مشرانو جرګه ،عدلي اوقضايي ارګانونه ، دفساد ضد اوفساد څارونکې ادارې ، خصوصي سکتور، دسوداګری خونه ،ولس اوټولنه ، رسنۍ، مدني ټولنه اودقانون پلې کوونکي اداري هغه بنسټیز غړي دي چې دفساد مخه نیولی شي په ګډه باید سره کار وکړي ترڅو په کوردننه اودبهرني فساد مخه ونیسي .


دټول افغان دآبادی اوسوکالی په هیله
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
smakhkash@gmail.com
 

Copyright Larawbar 2007-2024