دپاکستان لخوا دخبریال بندېدل او دافغان لیکوالو چوپتیا

د لراوبر اداره | جولای 26th, 2012



دخبریال ویبپاڼې بندېدل که څه هم ډېره نوې خبره ځکه نه ده چې موږ (لراوبر ډاټ کام ) چي په تېرو پنځو کلونو کي خپل ولس ته د خدمت په لاره کي د افغانستان او بهرنيو هيوادونو لخوا په څو واره د ورته ستونزو سره مخامخ سوي يو ، البته د (خبريال ډاټ کام ) بندېدل د پښتو ژبي ، پښتون ولس او لراوبر افغان وطن سره يوه لويه جفا او نامرده عمل بولو او په سختو تورو يې غندنه کوو .


د افغانستان دولت ، د بهرنيو چارو وزارت ، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کوو چي د موضوع په اړه جدي پوښتنه او پلټنه وکړي او ډېر ژر پر پاکستان فشار واچوي خبريال ويبپاڼه په لراوبر افغان وطن کي د خپلو مينه والو پر مخ بياخلاصه کړي .


موږ په افغانستان کي مېشت د ملګرو ملتونو او بشر حقونو ادارو ته هم وريادوو چي افغان حکومت ددې هيواد له وګړو سره تبعيضي چلند کوي ، دغه حکومت نه پر کنړ د زرګونو توغنديو د وېشتونکو پوښتنه کوي اونه ددې ولس لپاره پر مطبوعاتي او کلتوري مرکزونو د بريد پر مهال عکس العمل ښکاره کوي له دې ټولو دا څرګنديږي چي افغان دولت د خپلو اتباعو او د افغان اتباعو لپاره خدمت کوونکو په دفاع کي ناکام دئ .


له بده مرغه د تيري يوې مياشتي په اوږدو کي موږ په اصطلاح افغان ليکوال ، ژورناليستان او سلګونه کلتوري ټولني او افغاني رسنۍ هم وليدلې چي څنګه پر خبريال ويبپاڼي د پاکستان د بريدونو پر مهال چوپه خوله پاته دي او هيڅ عکس العمل نه ښيي .


موږ وليدل چي د افغانستان لپاره نړيوالو رسنيو هم د خبريال ويبپاڼي د بندېدو په موضوع کي غوږ کوڼ واچاوه ، په داسي حال کي سړئ نه پوهيږي چي دغه ټوله د خبريال ويبپاڼي څخه د پاکستان ملي ګټو خلاف يو خبر او يوې مقالې په اړه په قهر دي او که د افغانستان ملي ګټي نه پيژني؟


زما په نظر د يوه هيواد لپاره د هغه هيواد په وګړو ودانه د ملي او کلتوري ارزښتونو ساتونکي ويبپاڼي بندېدل د هغه هيواد د ملي ګټو خلاف عمل دی او هر هغه څوک چي ځانته د هغه هيواد تبعه وايي ورته لازم دي چي ددغو ګټه په ساتنه کي ګام پورته کړي او دخپلو ګټو خلاف چوپه خوله پاته نسي .


خبريال ويبپاڼه د ۲۰۰۹ د جون پر اوومه نېټه د عبدالصمد روحاني د لومړي تلين په مناسبت پرانستل سوه ، مشري يې مشهور افغان خبريال ميرويس افغان کوي . دغي ويبپاڼي په لږ وخت کي د تازه پېښو او سياسي ليکنو د مینه والو پام ځانته ور واړاوه .
 
خبريال ويبپاڼه د جون په وروستيو کي د پاکستاني لخوا د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو د يوه خبر له امله په ټول پاکستان کي وتړل سوه ، پاکستاني چاروکو يوه اوونۍ وروسته په رسمي توګه ددې ويبپاڼي تړل ومنل او څرګنده يې کړه چي ددوی دملي ګټو ضد خپرونو له امله يې دا ګام پورته کړئ دی .


وروسته څرګنده سوه چي دکابل په ګډون د افغانستان په يو شمېر لويو ښارونو کي هم خبريال ويبپاڼه وتړل سوه ، ددې ويبباڼي دمشر ميرويس افغان په وينا په افغانستان کي د خبريال تړل کېدو دا وښوول چي پاکستان د افغانستان انټرنټي ټرافيک سانسوروي او افغان چارواکي ترې ناخبره دي .



په درناوي


عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي مؤسس او چلوونکئ







پر خبريال ويبپاڼه د پاکستان د بنديز په اړه نور سرليکونه:


عبدالله احسان : دپاکستان لخوا دخبریال بندېدل او دافغان لیکوالو چوپتیا


ادم خان سيرت : پاکستان ولې خبریال نشې زغملای!!!


تاج محمد تمکين : پاکستان دازادو رسنیو قاتل


حبيب الله غمخور: پاکستاني چارواکوولي پرخبریال ویبپاڼې بنديزلګولی ؟


دکندهار خبريالان: پر خبريال بنديز د افغان حکومت ناکامي


دکنړ خبريالان: پر خبريال د پاکستان بنديز په کلکه غندنه وکړه


نيشنل عوامي ګوند: خبريال ويبپاڼه دي ژر خلاصه شي


په کويټ کي افغانان: د غونډي په ترڅ کي د خبريال بندېدلو غندنه


افغان سفير : سيدعمر داودزي د حنا رباني کهر سره خبريال ازادېدل وغوښتل


ولي نورزی : د پاکستان لخوا د خبريال ويبپاڼي بندېدل غندو


ډاکټر نثار احمد صمد: لمر په دوو ګوتو نه پټيږي


سليم ساپی: پر خبریال ویبپاڼه بندیز ؛ ولي ؟


محمد الله احساس : ولي يوازي افغان خبريال؟


عمر عمران : پاکستان د رسنيو دښمن


سيدعبدالرحيم: د خبريال بنديز او زوروز ګاونډئ


 

Copyright Larawbar 2007-2024