لمر په دوو ګوتو نه پټیږي

د لراوبر اداره | جولای 26th, 2012


د افغانستان د سياسي چارو څېړونکی نثار احمد صمد


بسم الله الرحمن الرحیم ـ پاکستان د یوې میاشتی راهیسی د ډیورنډ پر دواړو خواوو په سوونو زره پښتانه د خبریال ویب پاڼی د لیدلو او لوستلو څخه منع کړی دي ، یعنی د دې ویب پاڼی پر خپرېدو یې بندیز لګولی دی .


حقیقت خو دا دی چی خبریال یو اهم او مغتنم سایټ دی . منځپانګه یې غنی  او مسغتی ده . خدمت او تګلوری یې ملی  ، معلوماتی او فرهنګی دی . دا یوه سوچه پښتو ویب پاڼه ده  ، تقریبأ ټول مواد او نشرات یې په پښتو ژبه دي . لوستونکي ، لیدونکي او لیکونکي یې هم ټول پښتانه دي . د زیاترو لیکوالو افکار یې ملی او لیکنی یې علمی دي .


رسنۍ باالعموم ذهنیتونه په ولسی عواطفو تړی . هغوی د زرګونو کیلو مترو واټن په صرف یو « کلیک » سره ختموی . هو خبریال هم یوه د دغو عوام پسندو ، محبوبو او بریمنو ویب پاڼو څخه ده .


تر کومه ځایه چی ما ته ثابته ده ، خبریال ویب پاڼه د بیان د سالمی آزادۍ ، ارزښتونو او اصلونو سره سم خپریږی او ملی ګټی ښه مراعاتوی او انتقادونه یې هم رغنده دي . خبریال هم د « لر او بر » ، « بینوا » ، « دعوت » او نورو پښتني محبوبو ویب پاڼو غوندی کورني او سیمه ییز واقعات ، انکشافات او نظریات منعکسوی . که یې روحیه هر ډول وی ، که یې لوری او هدف هر څه وی ، خو الله تعالی هر چا ته عقل او د تمیز او تشخیص قوه ورکړې ده چی ښه او بد سره تفکیک او مجزا کړی نه دا چی د زور ، جبر او تحمیل ، تهمتونو او ځانی فیصلې څخه کار واخلی . ما د دې ناحقه بندیز په اړه د ښاغلی عبدالله احسان څرګندونه او نظر ډیر عالمانه او عاملانه وموند چی نه احساسات پکښې وو او نه هم تش جذبات .


په هر صورت ، نو دا چی « پاکستاني پوځی چارواکو د خبریال ادارې ته وویل چی په پاکستان کی یې پر فعالیت ځکه بندیز لګول سوی دی چی ځینی خبرونه او تبصرې یې د پاکستان د ملی ګټو سره په ټکر کی دي » مهم ټکی دا دی چی کوم خبرونه ، تبصرې یا مقالې چی په خبریال ویب پاڼه کی خپریږی ، څه نا څه اتیا سلنه یې په نورو پښتو ویب پاڼو کی هم خپریږی ؛ او نه هم په نورو افغانی ویب پاڼو کی پاکستاني ضد احساسات د خبریال ویب پاڼی څخه کم دي .نو پاکستانی پوځی چارواکو ولی یوازی همدا ویب پاڼه سانسور کړه ؟ او دا خبره ولی « پوځی چارواکی » خبریال ته وایی ؟ ملکی چارواکی یې څه سول ؟ د حیرانۍ خبره دا ده چی اسلام آباد په دې اړه کوم مثال یا ثبوت نه خو مشخص کړی او نه یې وړاندی کړی دی تر څو هغه د سند په توګه وښیی . نو زما په ګومان دا به ښایی د هغه ویډیویی راپور خپرول وی چی هلته پاکستانی مخالفو وسلوالو د څو پاکستانی پوځیانو د وژلو صحنه ښودلې وه او خبریال هم هغه منعکس کړې وه . که دا نه وی ، نو خو د خبریال خبرونه او لیکنی د نورو ویب پاڼو څخه خاص توپیر یا لږښت او ډیرښت نه لری . نو آیا د نوموړو چارواکو دا ادعا بې بنسټه نه ده ؟


ما خو چی د خبریال ویب پاڼی خبرونه لوستی دي ، تل اصلی منبع او حواله ورسره ذکر کوی . او که تبصرې کوی نو هغه د لیکوال ځانی نظر وی ، نه د خبریال . نو ځکه د دې سایټ خبر یا تبصره باید د پاکستانی ملی ګټو پر خلاف قیاس نسی بلکی هر خبر یې مؤثق او هره تبصره یې هم ځانی نظر دی . په دې کی د خبریال غلطي یا ګناه څه ده ؟ خو زما ځانی هیله او غوښتنه د خبریال ویب پاڼی د مسؤل چلونکې او کارمندانو څخه دا ده چی هڅه وکړی په آینده کی پر مقابل طرف او هر لورې او هر چا باندی دغسی پلمه ودروی ( بنده کړی ) ؛ هغه داسی چی د صفحې له پاسه ( پر تندي ) یې ولیکی چی د لیکوالو نظر ، څرګندونه او تبصره د لیکوال شخصی نظر دی نه د خبریال او خبریال له دې مسؤلیته خلاص دی ! بله هیله می دا ده چی هره هغسی ویډیو ښکاره نه کړی چی په هغه کی د یو انسان یا انسانانو وژنه ( هر څوک چی وی ، ځکه انسان اشرف المخلوقات دی ) نندارې ته وړاندی کیږی . دغسی کار حواس او ذهنونه سخت متأثره کوی ، پریشاني او روحی فشار ډیروی او منفی پایلی لری .


په هر صورت ، دا چی پاکستانی چارواکو خبریال ویب پاڼی ته هغه خبر یا تبصره مشخص کړې نه ده چی ګواکی د پاکستانی ملی ګټو سره ټکر لری ، نو د دې ویب پاڼی پر نشراتو بندیز یې اصولأ ناجایز او بې بنسټه دی . هغوی په دې ناببره او غیر دیموکراتیک عمل سره « خبریال » او « پښتانه » سره بیلوی خو دا کار د خبریال ویب پاڼی اهمیت ، عزت او جدیت نور هم زیاتوی . د پاکستاني چارواکو دا کړنه د دیموکراسۍ ، مدنی آزادۍ او رسنیزه پالیسۍ پر ضد یو نامسؤل او نا معقول اقدام دی . دا لا څه ، دغه جابرانه عمل په ټولیزه توګه د نړیوال قانون ، مدنی قانون ، مطبوعاتی قانون او پخپله د پاکستاني اساسی قانون د اصولو او ازرښتونو خلاف عمل دی چی هیڅ ډول توجیه او حقانیت نه لری . کاشکی هغوی د خپلی ادعا د سپیناوي او ثبوت لپاره کومه ځانګړې بیلګه او قرینه وړاندی کړې وای .


زه د ډیورنډ د کرښي پر دواړو خواوو د پاکستاني چارواکو لخوا د خبریال ویب پاڼی پر نشراتی بندیز او سانسور باندی خپله غصه څرګندوم او دا عمل سخت غندم . په ټینګه ورڅخه غواړم چی د خپلی ادعا د اثبات لپاره اړونده خبر یا تبصره مشخص کړی . او بیا اول خبریال ته خبر ورکړی ، نه دا چی په یو اړخیزه توګه دغسی جابرانه او ظالمانه ګام پورته کړی .


زه په دې حصه کی د خبریال ویب پاڼی تر څنګ ولاړ یم ؛ روحیه او تګلوری یې ستایم ، دغه بندیز او سانسور په کلکه غندم او د هغه د ژر تر ژره رفع کولو غوښتنه او ټینګار کوم . او په دې اړه د خبریال ویب پاڼی د محترمو مسؤلینو او چلوونکو څخه ورورګلویزه هیله کوم چی د حوصلې څخه کار واخلی نه د احساساتو څخه ؛ د سالم اقدام څخه کار واخلی نه د شدت او جذباتو څخه ؛ د اصولی ، قانونی او حقوقی پلوه را وړاندی سی نه د افراط او تفریط له مخی . ځکه : یو یې د غم له زغم سره او بل یې د زغم له غم سره مخامخ کوی !


هو ، د خبریال ویب پاڼی نږدې ټول مواد ملی ، اسلامی  او علمی دي او منځپانګه یې غنی ، معلوماتی او عقلی ده . نو ځکه په صراحت سره وایم چی لمر په دوو ګوتو نه پټیږی . والسلام ( ن . صمد )

Copyright Larawbar 2007-2024