سليم ساپی:پر خبریال ویبپاڼه بندیز ؛ ولي ؟

د لراوبر اداره | جولای 27th, 2012



زموږ لپاره دشرم او تاسف خبره ده خو زه دمیډیا دیوه کارکوونکي په توګه په دې اعتراف کولو مجبوره یم چې په تېرو وختونو کې دپاکستان او افغانستان میډیا په مجموع کې ددواړو هیوادونو داړیکو اړوند منفي رول لوبولی دی او تر نن پوري دغه سلسله دوام لري . په مجموع کې دپاکستان میډیا هم یو اړخیزه رپورټنګ او تبصرې کوي او دافغانستان میډیا هم .دا خبره پر خپل ځای سمه ده چې دپاکستان میډیا لویه هم ده او منفي رول یې هم زیات دی، خو دافغانستان میډیا هم ددې ګناه نه پاکه نه ده .
 
عجبه خبره داده چې څومره کابل او اسلام اباد یوبل ته دځمکي له لاري نیژدې دي ، دهغه برخلاف دمیډیا په ډګر کې له یوبل نه لیري دي . دا وخت دلته په اسلام اباد کې امریکا يي ، اروپايي ،او آن تر دې چې دهندي میډیا همکاران شته دي ،خو له بده مرغه دافغان میډیا استازي او کار کوونکي نشته . له بلي خوا په کابل کې دټولي نړۍ میدیا دفترونه لري‌ ولي دپاکستان مهم ټلویزوني چینلونه او ورځپاڼي هلته دفترونه او کاکوونکي نه لري . دا علت دی چې اکثره وخت پاکستانیان دځمکني حقیقتونو برخلاف دافغانستان په اړه بدل فکر کوي او افغانان هم تل دپاکستان په اړه دورته اشتباهاتو ښکار وي او ددواړو هیوادونو پالیسي جوړونکي په اسانه کولای شي چې میډیا دخپلو ناولو موخو لپاره وکاروي .
 
ټول پوهېږو چې له څه مودې راهیسته ځیني داسي‌خبري ادارې راڅرګندي او دمیډیا ډګر ته راووتې چې دتاو تریخوالي دزیاتولو پر ځای یې مثبت رول لوبول پیل کړل . هو دا هم رښتیا دي چې ځینو رسنیو ددواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان داړیکو دښه کولو هحڅي کړې . دیو اړخیزه تبصرو او رپوټنګ پر ځای یې ددواړو هیوادونو تر منځ په خبري ډګر کې بیلنس ساته . یوازي دا نه بلکه دافغانستان په دننه کې هم دټولو ښکیلو غاړو نظر رااخلي . که دحکومت دریځ مخي ته راځي نو دطالبانو او حزب اسلامي دریځ هم را ښکاره کوي . هم داراز په پاکستان کې هم نه دحکومت طرفداره دي نه هم دطالبانو ، زه فکر کوم هم دغه صحیح او ریښتونی ژورنالیزم هم دی او خبریال هم یوه له هم دغو ویبپاڼو څخه ده چې ریښتونی ژورنالیزم کوي .
 
البته باید ووایم چې له بده مرغه دخبریال ویبپاڼې دغه ریښتونی ژورنالیزم دځینو قوتونو خوښ نه دی او هغه زړې پالیسۍ او زوړ تاو تریخوالی ساتل غواړي ، په ځانګړي ډول دپاکستان ځیني ادارې چې خبریال نه شي زغملای او لومړی یې په پاکستان کې بند کړو او وروسته یې په افغانستان کې هم دفلټر کېدو لړۍ پیل کړه او نه غواړي چې دا بې پرې او دخپل وخت یوه ښه ویبپاڼه په دواړو هیوادونو کې تر لوستونکو پوري ریښتوني معلومات ورسوي .
 
دا یو حقیقت دی چې دخبریال ویبپاڼې چلونکې ډله او موږ «همکاران» فریشتې (ملایکي) نه یو ، ارو مرو به تېروتنې شوي وي انسانان یو هر انسان تېروتنه کوي خو په کومه بهانه چې پر خبریال بندیز لګول شوی دی که دا کارونه دبندیز لپاره جواز وګرځول شي نو بیا خو به په پاکستان کې یوه خبري اداره هم پاتې نشي .
 
دپاکستان دحکومت ددغه ناولي ګام نه وروسته ما(سلیم صافي) هم دپاکستاني واکمنو سره اړیکي ونیولې او په هر ځل هغوی ددروغو وعدې وکړې او بده داشوه چې دبندیز دلیري کېدو پر خای یې داسي هڅي وکړې چې په افغانستان کې هم خبریال ویبپاڼه بنده کړي ، داځکه چې دهغوی مقصد پوره نه دی . دهغوی مقصد شاید داوي چې ددواړو هیوادونو اړیکي هم داسي خرابي پاتې شي ، او دخبریال په څېر دریښتونې ژورنالیزم کوونکې اداره چې پالیسي یې دسولي او ورور ولي پر بنسټ ولاړه ده مخه ونیسي . البته دا د دغو خلکو اشتباه ده ،ځکه په پاکستان او افغانستان کې چې اوس په ژورنالیزم کې کمه بیداري راغلې ده دهغې مخه اوس هیڅوک نشي نیولای . نور هیڅ یو هیواد له خپلو خلکو نه رښتیا په دې ډول نشي پټولای . که څه هم دا وخت دا خلک په خپله دسیسه کې بریالي برېښي خو دا به ډېر وخت وانخلي ، علت یې دادی چې دخبریال ویبپاڼې مسئله اوس ددواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان دحکومتونو ترمنځ یوه نوې مسئله جوړه شوې ده . دپانج شنبې په ورځ هم په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي دخبریال موضوع دپاکستان دبهرنیو چارو وزیري حنا رباني کر سره مطرح کړه .
 
زه هیله لرم چې پاکستاني واکمن به ژر په دغه ناولې دسیسه پوهه شي او نه یوازي دخبریال ویبپاڼې لاره به پرانیزي بلکه دافغانستان دنورو رسنیو سره به هم همکاري وکړي .پرون په دې سلسله کې ما په افغانستان کې د پاکستان دسفیر ښاغلي محمد صادق سره هم وکتل او هغه ډاډ راکړو چې ډېر ژر به دا مسئله حل کړي او خبریال به دپخوا په څېر خپل نشرات پیل کړي .
 
خو که پاکستاني واکمن داسي ونکړي نو دا به دخبریال ویبپاڼې سره نه بلکه له خپل ځان سره او په ټوله کې دپاکستان سره زیاتی وکړي .
 
دخبریال ویبپاڼې کاري ډلي او کارکوونکو، افغان لیکوالو او ژورنالیسټانو نه هم زما دا خواست دی چې له غصې نه بلکه دسړې سینې نه دي کار واخلي . که چېرته دخبریال اداره په غصه شي او منفي رول لوبول پیل کړي نو ددغه سازشیانو سازش به نور هم بریالی شي . ښه به دا وي چې دخبریال ویبپاڼې اداره له زغم نه کار واخلي او دپخوا په څېر خپلو عامو او دژورنالیزم داصولو سره برابرو خپرونو ته دوام ورکړي . زه په ټینګار سره وایلای شم چې که دا خلک هرڅه وکړي نور درښتیا مخه څوک نشي نیولای ، دپاکستان قامي شاعر علامه اقبال شاید دداسي وخت لپاره خبریال ته ویلي وي چې :
 
تندی باد مخالف سے نہ گھبرا اے عقاب 
یہ تو چلتی ہے تجھے اونچا اڑانے کے لئے  


لیکوال : سلیم صافی /اسلام اباد

Copyright Larawbar 2007-2024