پوټين د «يومو ټي روسيې» د ګوند مشر و ټاکل سو
سعيد لودين
د «يو موټې روسيې» د ګوند نهمه کنګره چې د دوشنبې راهيسي په مسکو کې روانه ده ولاديمير پوټين يې درايو په اتفاق سره ددغه ګوند رئيس وټاکه .
د «يو موټې روسيې» ګوند چې د پوټين په نوښت په کال ۲۰۰۱ کې د روسيې دوضعي د ښه کېدو په خاطر تأسيس سوی وو او د هغه څخه يې په ډاګه ملاتړ کاوه خو پخپله ددې ګوند غړی نه وو .دغه اقدام له دې سره چې نوموړي د خلکو په مينځ کې زيات محبويت لاره ددې باعث وګرځيد چې د «يو موټې روسيې» ګوند ددوما په انتخاباتو کې غوڅ اکثريت ترلاسه او دغه ګوندپه دوما کې د ۴۵۰ څوکيو نه ۳۱۵ څوکۍ وګټي .
پوټين ويلي دي چې دجمهوري رياست په مقام کې د ديميتري مددوف د لوړي نه وروسته چې د می پر اوومه نېټه تر سره کيږي د حزب ریاست به رسماً پر غاړه واخلي .
په نظر کې ده چې پوټين به دخپلي جمهوري رياست د دورې په ختمېدو سره به دمددوف په غوښتنه دروسيې د صدراعظم په مقام کې ځای ونيسي .