د بادغیس ولایت وښوونکو ته ۵ ورځنى وركشاپ جوړ شو
د قلعه نوښار: د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار او اړونده ولسوالیو د سواد زده کړی دکورسونو وښوونکو ته دفعاله زده کړو د لاروچارو تر عنوان لاندې ۵ ورځنۍ سیمینار د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې پيل شو.
نوموړى سیمینار نن دروان کال د زمری دمیاشتي په ۱۴مه نیټه د بادغیس ولایت دپوهنې رياست په همكاري او د یونسکو دفتر په مالي لګښت پیل شوى چې د قلعه نو ښار، دآبکمری، قادیس او مقر ولسوالیو دیونسکو د دفتر اړوند دسواد زده کړی دکورسونو ۲۰۰ تنو ښوونکو ګدون كړى چې دموضوع په اړوند به لازمی لارښوونی تر لاسه کړی.
دیادونې وړده چي دي ته ورته ورکشاپونو پرانیستل به د ښوونکو او د پوهنې مسوولینو د پوهي د لوړولو په کچه کې د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی ولری.