دپاکستان بريدونو خلاف لاريون وسو

د لراوبر اداره | اگست 11th, 2012


دخوست ولايت په سلګونو تنو او سيدونکو او ددغه ولايت د مدنې ټولنې غړو
پرون دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو دپا کستان درا کټې بريدو نو پرخلاف
غبرګون کې مظاهرې و کړې

مظاهره کوونکو په خوست ښار کې په لاريون او غونډو سره پا کستاني ضد
شعارو نه ورکول او ددغه هيواد راکټي بريدو نه يي وغندل..

يوه مظا هره کوونکى مقيم له لراوبرسره په خبرو کې وويل: نورزغم او صبر نه
دى پا تي ،پا کستان هره ورځ توغندي را توغوي او زموږ بي ګناه ښځې اوماشو
مان وژنې او موږ چوپه خوله غوره کړې ده

دى وايې که چيري دولت په هري ممکنې لارې سره د پا کستان را کټې بريدونه
بند نه کړى خلک به په خپله دخپلى خا وري دفاع و کړي

په همدى حال کې مظا هره کوونکو ديوه پريکړه ليک په صادرولو سره پر افغا
نستان د پا کستان را کټي بريدو نه يوڅرګڼد تيري او جنايت و باله او له
دولت او نړيوالې ټولنې څخه يي وغو شتل چې په هرې لارې سره چې وې دغه
بريدو نه دې بند کړې

په دې پريکړه ليک کې درا کټې بريدو نو په وړا ندې ددولت په چوپتيا هم نيو
که شوى او ويل شوى دى : په دې برخه کې ددولت دچوپتيا ددوام په صورت کې به
هغوي د پا کستان پرخلاف پاڅون و کړې

دروان کال له پيل څخه تر او سه پورې پا کستاني پوځيا نو د افغا نستان په
ختيځ کې د کو نړ او نورستان د ولايتو نو په ځينو سيمو را کټي بريدو نه
پيل کړي دي

د وړاندي شويو شميرنو له مخې : په دې موده کې دوه زره پنځه سوه توغندي
د کونړ او نورستان په سرحدي سيمو لګيد لى او تر او سه پورې څه ناڅه سلو
تنو ته مرګ ژو بله او شتې ده .

په کو نړ او نورستان کې سرحدي او سيدونکى وايې: په دغو بريدو نو کې تر
او سه پورې سل څاروي له منځه تللى او په لس ګو نو کورونه وويجاړ شوې دي

که څه هم دولتي مقا ما ت په تيره بيا د افغا نستان پارلمان تر او سه
پورې څو ځلي ددغو را کټي بريدو نو پروړا ندې غبرګون ښودلى ، خودخلکو
دڅرګند ونو له مخې دغه غبرګون هيڅکله کا في اواغيز من نه دى.

Copyright Larawbar 2007-2024