کور / رسنۍ / پکتيا: دپوهنتون په نوم مهالنۍ خپرونه چاپ سول

پکتيا: دپوهنتون په نوم مهالنۍ خپرونه چاپ سول

د ( پکتيا پوهنتون ) په نوم مهالنۍ خپرونه له يو شمير علمي،اوټولينزو مطالبو سره پر سپين کاغذ د ١٥پر ٢٢ سانتي مترو په کچه په ٨٨ مخونو کي له چاپه راووته. د دغې خپرونې لومړۍ او وروستۍ پښتۍ رنګه او نور ټول مخونه يي تور او سپين خو په لومړۍ درجه کاغذ کې د ( نشنل ګرافيک )مطبعي له خوا چاپ شوې. د خپرونې د امتياز خاوند پخپله پکتيا پوهنتون دى،مسوول مدير يي پوهنيار يارمحمد پکتين او د دې پوهنتون له هر پوهنځي څخه يې يو يو استاد د کتنپلاوي په توګه ټاکل شوي دي.
دا مجله مهالنۍ ده خو د پوهنتون د مشرتابه او د مجلي د مديريت له خوا به هڅه کيږي چي په هرو دريو مياشتو کې يو ځل له چاپه راووزي. د دې مجلي موخه د استادانو او محصلينو د پوهې د کچي لوړتيا ، د څيړنې له ميتود سره د ځوانو استادانو د مهارتونو لا پياوړتيا ، په نړۍ اوهيواد کې د نويو علمي او ټولنيزو معلوماتو او تجربو سره د لوستونکو اشنايي پيدا کول دي . (پکتيا پوهنتون) په د غه خپرونه کې ٢١ سرليکونه ځاي شوي چي لومړى يې سرليکنه ،دوهم او درېيم يې پيغامونه او نور پاتې يې د استادانو او محصلينو علمي او ټولينزي مقالې دي،چې د مينه والو د لا زياتو معلوماتو په موخه په لاندې ډول يوازې د هغې سرليکونه ښودل شوي:

١- پکتيا پوهنتون پوره شوې هيلې که د اميدونو زانګو،………………………سرليکنه
٢- د پکتيا د والي پيغام
٣- دا پيل د څه له پاره ………………………………………………د پوهنتون د ريس پيغام
٤- پوهنتون پکتيا …………………………………………..د پکتيا پوهنتون لنډه تارخچه
٥- الودګي برقي و تاثيرات سو ان در زندګي مدرن
٦- ګويته او د اسلام سپيڅلى دين
٧- خواص لازمه يک رهبر موسسه تعليمي در تشکيل اجتماع کوچک و برتري ان
٨- د انټرنټ تاريخچه
٩- ميرزکه ، رويداد بزرګ درتاريخ سکه شناسي افغانستان
١٠- سياسي کلتور
١١- د ونو بوټو اهميت او د هغوى د وهلو مخنيوى
١٢- هوش
١٣- د کرني په انکشاف کې د کوپراتيف رول
١٤- شعر و نقش ان در تنوير جامعه
١٥- په پکتيا کې لومړنۍ دولتي رسنۍ
١٦- د خاوري عضوي مواد
١٧- سوله ترقي ده او جګړه تباهي
١٨- د ښوونيزو چارو مديريت
١٩- د اسلام په مبارک دين کې نړيوالې اړيکې
٢٠- سترګو وهلى…………………………………د نظر وچولو په اړه يوه فولکلوريکه څيړنه
١٢- مرګ ومير اطفال قبل از معياد
پکتيا پوهنتون د هيواد له ځوانو پوهنتونو څخه ګڼل کيږي ،ډير استادان يي هم ځوانان دي کيداشي دا خپرونه نيمګړتيا ولري خو دا پيل دى، د پوهنتون له پاره يي نوښت ګڼو او په راتلونکي کې ورته د لا بريالتوبونو هيله لرو.
د اباد او پر ځان متکي افغانستان په هيله