يو افغان سرتېري څلور امريکايي پوځيان ووژل
امنيتي سرچينې وايي، په هلمند ولايت کې يوه افغان سرتېري په بهرنيو
ځواکونو ډزې کړې او څلور امريکايي سرتېري يې وژلي دي.
د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط د
تېلفون په ليکه لراوبرته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه ناوخت د يادې
ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې رامنځ ته شوې.
دغه سرچينې وويل، يوه افغان پوليس په امريکايي پوځيانو د ټوپک خوله
وراړولې او په ډزو يې څلور امريکايي سرتېري وژلي دي.
نوموړي د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه څه ونه ويل.
بل خوا رسنۍ وايي، په افغانستان کې د امريکا پوڅ منلې چې په هلمند ولايت
کې يې د يوه تن له خوا چې د ملي اردو جامې يې په تن وې، د دوى په سرتېرو
ډزې کړې.
خو وايي، په دې پېښه کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي دي، ولې دوى هم د
پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ځينو افغان چارواکو لوېديځو رسنيو ته ويلي، چې دغه افغان پوليس ځانګري
امريکايي سرتېري په پوسته کې د پشلمي پر مهال مېلمانه کړي وو او وروسته
يې پرې ډزې کړې، درې يې تر وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
د سنګين ولسوال محمد عارف هم رسنيو ته ويلي، چې د پوستې قوماندان څلور
امريکايي سرتېري وژلي دي.
بل خوا وسله والو طالبانو د بريد مسؤليت په غاړه اخيستى او وياند يې قاري
محمد يوسف احمدي وايي، يوه افغان پوليس ٧ امريکايي سرتېري وژلي او څلور
نور يې ټپيان کړي دي.
بايد وويل شي دا په تېره نېږدې يوه اونۍ کې دريم ځل دى، چې د افغان
سرتېرو له خوا په بهرينو ځواکونو بريدونه کېږي .