کور / شعر / اوښکي

اوښکي

دلته له غضبه رڼي اوښکي کاڼی کیږي
،پښو لاندی بیرحمه بیرته بیا په ژړاکیږي
مینه دغنم په څیر دیګي کښې بیا نیني شوله
اوښکه له مینو سترګو ستونی ته نژدی شوله
نشته دزړه خواله یو سکوت عالم نیولی دی
نشته موسکانشته، مخ دمینی چا وهلی دی
دا څنګه عجیبه زمونږ دمیني دنیاګی شوله
واوښته له حده ولی،ولی داپردئ شوله
اوښکي دي بهیږي په سلګیو ور ګډیږي
لاړي ګریوانه ته هلته زړه سره ژړیږي
اوښکو ته مې ووي ځه څې لاړ شو دي ځنګلونو ته
هلته ،که پام وشي زمونږ دسترګو دي زخمونوته
۹،۸،۲۰۱۲

.