کور / مرکه / د استاد غلام محمد خان سره دلراوبر ځانګړې مرکه

د استاد غلام محمد خان سره دلراوبر ځانګړې مرکه

 عالمان دي روښنائي ددې دُنيا
عالمان دي د تمام جهان پېشوا


که څوک لار غواړي وخدای او و رسول ته
عالمان دي ددې لارې رهنما


کيمياګر که د کيميا په طلب ګرځي
همدمي د عالمانو ده کيميا


په مجلس د عالمانو به سره زر شي
که څوک کاڼئ وي که لوټه د صحرا


جاهلان دي په مثال د مُردګانو
عالمان دي په مثال د مسيحا


چې مُرده ئې له نفسه ژوندئ کېږي
عالمان دي واړه هسې اوليا


هر سړئ چې رُتبه نه لري د علم
سړئ نه دی خالي نقش دی ګويا


زه (رحمان) حلقه به ګوش د هر عالم يم
که اعلی دی که اوسط دی که ادنی


 رحمان بابا


د لراو بر ويب پاڼي زړه ته راتيرو مينه والو، سلامونه اونیکي هیلي مي قبولي کړﺉ.نويد احمد هيوادوال يم او وياړم چي یو وار بيا د يوې بلي مركې له لاري ستاسو درانه چوپړته حاضرېږم.


داچي د لراوبر ويبپاڼي ځينو كتونكو په ډېره لېوالوتيا سره د غلام محمد خان استاد سره د مركې كولو غوښتنه كړې وه، نودهغوﺉ د غوښتني سره سم مو دا دﺉ دا ځل باتجربه، ګران اومحترم استاد ته زحمت ورکړی دی چي ښه راغلئ ورته وايم.


د کيميا او بيولوژي استاد ښاغلی غلام محمد خان باور


دروند استاد غلام محمد خان په لوى كندهارکي دسایسني مضامينو په ځانګړې توګه د كېميا او بيولوژي يو تكړه او با استعداده ښوونكى دﺉ. نوموړئ همېشه کوښښ کوي چي خپله پوهه دخپل هيواد تر بچيانو پوري ور ورسوي. استاد تقريباً له پنځوسو كلونو راهيسي ډېر ځوانان د پوهي په ګاڼه سره سمبال كړي اوهغوﺉ ته يې دهيوادپالني احساس وركړئ دﺉ.محترم استاد د يوې بلي شمعي په څېر، ځان سوځولئ خو دپوهي اوعرفان پتنګان يې پرځان راټول كړي او د پوهي محفل يې ګرم ساتلئ دﺉ. په نورو هيوادونو كښي تر هر چا داستاد امتيازات ډېر وي خو بدبختانه په په افغانستان كښي برعکس ده ځکه چي استاد غلام محمد خان خپل ټوله ژوند د استادۍ مقدس خدمت ته وقف کړی دی خو تر اوسه هم د كرايې په كور كي اوسيږي او بايسكل يې نقليه وسيله ده. د نوموړي سره د عمر تر پايه پوري د غريبۍ پېټی ورسره او هيڅكله يې هم يوښه او هوسا ژوند نه دﺉ تېر كړی.استاد غلام محمد خان يو ډېرحوصله ناك، خوش اخلاقه، د ساده او محلي لهجې لرونكى، مهربان، صادق،عاجز،پرهيواد او هيوادوالو مين شخصيت دی.


ښاغلى استاد غلام محمد خان د حاجي محمد زوى، په ۱۳۲۰ هـ ش كي د كندهار د اولي ناحيې د توپخانې په کوڅه کي زېږېدلی دی. د استاد په وينا پلار يې يو دوكاندار وو او اصلاً يې پلاراو نيكونه دروزګان اوسېدونكي وه. محترم استاد په ۱۳۴۳هـ ش كي واده کړی دی ، څلور اولاده لري چي درې يې زامن او يوه يې لورده.استاد غلام محمد خان فعلاً هم د كندهار په ظاهر شاهي عالي ليسه كي د ښوونكي په توګه دنده تر سره كوي. د تدريس په دغه ټوله موده کي د استاد تجربې ، علمي کارونه ، شخصي ژوند او د استاد د ژوند له نورو لوړو ژورو به د لراوبر ويبپاڼي سره په دې ځانګړې مرکه کي د استاد له خولې ځان خبر کړو خو لومړی د استاد غلام محمد خان په اړه د شاعر ، ليکوال او څېړونکي ښاغلي مهدي خليق او د استاد غلامحمد خان د څو شاګردانو نظريات تاسو ته وړاندي کوو :
ښاغلى استاد محمد مهدى (خليق) چي د استاد غلام محمد خان يو نژدې ملګرى، همسايه، هممسلكه او د تيرو دوولسو كلونو راهيسي په يوه اداره كي كار ورسره كوي د استاد په اړه داسي ليكي:

دداسي استاد او ستر شخصيت په باره كي څه ليكم چي د درو دېرشو كلونو د ناخوالو، تورتمونو او كورنيو جګړو عيني شاهد وو. بر سېره پر دغو ستونزو او كړاوونو باندي يې خپل تدريس د خپلو تنكيو ځوانانو څخه نه دى سپمولى او د دوى د زده كړي لپاره يې شپه او ورځ نه ستړي كېدونكي هلي ځلي كړي او كوي يې.
كومي نژدې اړيكي چي زه د دغه دروند استاد ښاغلي غلام محمد خان سره لرم او د ده فطري، اخلاقي، معاشرتي او تدريسي ځانګړتياوي چي را معلومي دي په لنډ ډول يې تاسو ته ليكم.
استاد په واقعي معنى ښوونكى، پاك فطرته، د نيكو اخلاقو څښتن، د مذهبي، ژبني، ديني او منطقوي تبعيض څخه پاك او مبرا سپېڅلى انسان دى او د انسان هغه ټولنيزه دنده چي د الله (ج) د ټولو بنده ګانو سره په عامه اصطلاح باندي (راشه درشه) درلودل چي دغه سلوك او رويه د دروند استاد د ژوند د لړليك لمړنۍ ماده ګڼلاى شو.
د استاد د تدريس په هكله دومره ويلاى سم چي د كندهار د ښووني او روزني و ټولو پلويانو ته څرګنده ده چي د استاد غلام محمد خان د افادې قوه ډېره پياوړې ده لكه څنګه چي ما اوريدلي دي (كه استاد و ډبرو ته درس ووايي، هرو مرو يې په زده كوي) زه له دې وينا څخه داسي اخيسته كوم چي كه شاګرد هرڅومره غبي او متحجر الفكره وي د استاد د ښه تفهيم تر تاثير لاندي راځي ، په درس باندي يې پوهيږي اوزده كوي يې چي دغه د استاد يو ځانګړى مهارت دى او هغه څه چي ما په خپله د استاد له محضره څخه استفاده كړېده هغه پنځلس ورځنى سمينار وو د استادانو لپاره او د استاد دغه پياوړتيا د يادولو وړ بولم چي د يوې څلوېښت كسيزي ټولګۍ د شاګردانو د مفكورې متمركز كول و يوې داسي نقطې ته چي هغه فقط زده كړه، په يادول او د استاد ليكچر ته ټوله وجود غوږ كېدل وه بېله دې چي كوم شاګرد د ستړيا احساس وكړي او يا درس پر وغميږي.
خو استاد د خپلو تجاربو پر اساس د شاګردانو د ستړيا د رفع كولو لپاره يوه په زړه پوري ټوكه هم كوله چي د غه يوه انګېزه وه د زده كړيانو د فكري تمركز لپاره، لنډه دا چي دغه مهارتونه او ځانګړتياوي د استاد د كاميابۍ او برياوو يو اړخ وو چي ما يې د ليكلو لپاره قلم را واخيست او يوڅه مي پر وليكل كه نې استاد په واقعي معنى سره استاد دى، د غلام محمد خان د استادۍ ستاينه زه نسم كولاى ځكه دا كار د هغو استادانو دنده ده چي اقلاً د غلام محمد خان هم سويه يا تر ده لوړ وي.
په پاى كي د ټولو استادانو د كاميابۍ او سرلوړى په هيله، خداى (ج) دي دوى ته د خدمت توفيق ورپه برخه كړي.



د استاد يو تن پخوانى شاګرد او د ظاهر شاهي عالي لېسې اوسنى معاون ښاغلى سلطان احمد نوري د استاد په اړه لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي نوموړى نه يوازي دا چي د شاګردانو استاد بلل كيږي بلكه د استادانو د استاد لقب يې وړى دﺉ. په سيمه كي به داسي يو اداره نه وي چي هلته دي د نوموړي استاد شاګرد نه وي. په كندهار كي به داسي كومه ښوونځۍ نه وي چي استادان يې د ښاغلي غلام محمد خان شاګردان يا د شاګردانو شاګردان نه وي. كه د استاد هغه مقدار تباشير چي نوموړي د توري تختې پر مخ كار كړي دي و شمېرل سي نو د ۱۵۰۰۰ څخه به زيات تباشيران استاد كار كړي وي.
د شاګردۍ په وخت كي زما له پاره ډېره جالبه دا وه چي كله به په صنف كي يو سوال د استاد څخه وپوښتل سو نو هغه به په خندا سره دا جمله ويل چي: (دا خو د اول زا د شاګرد لا زده دﺉ) استاد ځكه دا جمله تكرارول چي په صنف كي به يې د خوشحالۍ فضا رامنځ ته كړه اوپه عين حال كي به يې د ټولو زده كوونكو توجه ځانته جلب كړه بيا به يې نو په ډېر مهارت سره د سوال جواب وايه.
زما په نظر استاد ډېر مهربان، د نرم زړه څښتن او ډېر د ورين تندي لرونكى شخص دﺉ. په ډېره نرمه لهجه سره تدريس كوي. او دده په ټول عمر كي هيڅ ډول تعصب او تضاد موږ له ده څخه نه دﺉ ليدلى. خداى (ج) دي د روغتيا څخه ډك اوږد ژوند ورپه نصيب كړي.


د ښاغلي استاد يو بل پخوانی شاګرد ښاغلى اسد الله بابى چي اوس د كندهار پوهنتون د څلورم كال محصل دی هم د لراوبر سره د استاد په اړه خبرو کي وويل محترم غلام محمد خان استاد د هغه باتجربه او بااستعداده استادانو له جملې څخه دﺉ چي تر ننه ورځي پوري یې لا د افغانستان په خاص ډول د كندهار د بچيانو د خدمت كولو څخه ځان نه دﺉ درېغ كړى. د ډېرو اقتصادي مشكلاتود لرلو سره- سره بيا هم د استادۍ په ډېر كم معاش سره دغه مقدسه وظيفه اجرا كوي.
كېميا او بيولوژي چي د ډېرو سختو مضمونو له جملې څخه دي، محترم استاد يې په داسي يو لهجه او میتود سره شاګردانو ته تدريسوي چي په صنف كي هر ډول استعداد لرونكى متعلم په پوهيږي او اعظمي ګټه ځني پورته كولاى سي.محترم استاد تقريباً د ۵۱ كلونو راهيسي همدغه مقدسه وظيفه اجراكوي. په بېلابېلو عالي لېسو كي يې د استادۍ مقدسه دنده سرته رسولې ده، په زرګونو ذكوراواناث متعلمين يې روزلي دي او خپل ژوند يې د خپل وطن د بچيانو د ښې زده كړي او روزني له پاره قرباني كړى دﺉ.
كه څه هم د محترم استاد په اړه زما دا څو كرښي معلومات كفايت نه كوي، خو كه د استاد غلام محمد خان د شخصيت په اړه كتابونه وليكم نود نوموړي ددې ستراو عظيم خدمت په مقابل كي به هيڅ هم نه وي. د استاد روغتيا او سلامتيا د سپېڅلي څښتن تعالى له درباره غواړم.
درنو لوستونکو اوس به له درانه او قدرمن استاد څخه واورو چي خپل ۷۲ کلن ژوند او نژدې پنځوس تدريس پخپله څنګه ګوري ، د ښوونيزو چارو څرنګوالئ، استادانو سره د حکومت چلند ، د نوي تعليمي نصاب رامنځته کېدلو اغېزي او داسي نورو موضوعګانو په اړه به پخپله له استاده واورو .



قدرمن استاده ، يو وار بيا هم د هرکلي په ويلو سره په خپله اوله پوښتنه مطرح کوم :


پوښتنه: ښاغلې استاده! لطفاً د خپلو زده كړو په اړه معلومات راكړئ؟
جواب: زه په ۱۳۳۹ هـ ش كي د كندهار د احمد شاه بابا عالي لېسې د دولسم ټولګۍ څخه او په ۱۳۴۶هـ ش كال كي د كندهاردعالي دارالمعلمين د ساينس له برخي څخه فارغ سوى يم.


پوښتنه: په كومو ژبو كي بلديت لرئ؟
جواب: زه په دري، پښتو او لږ څه په انګليسي ژبه كي هم بلديت لرم.


پوښتنه: د خپل مسلكي ژوند په اړه يو څه راسره شريك كړئ، د كوم مسلك سره مو ډېره علاقه درلوده؟
جواب:ددولسم ټولګۍ له فراغت څخه وروسته مي د كېميا او بيالوژي د علومو سره علاقه ورځ تر بلي زياتېدل، دغه رشته مي د ځان لپاره انتخاب كړه او دا دﺉ تر اوسه پوري يې تدريس كوم.


پوښتنه: ايا بېله استادۍ څخه مو كومه بله وظيفه ترسره كړې ده كه نه؟
جواب: نه خير،په ټول عمر كي مي بېله دغه وظيفې څخه بل كار نه دﺉ كړى او خپل ټول عمر مي په دې وظيفه كي بېځايه مصرف كړى دﺉ.


پوښتنه: تاسو وويل چي ټول عمر مودښوونکي په دنده كي بېځايه مصرف كړى دى، ولي بې ځايه؟
جواب:ځكه مي بېځايه تېر كړى دﺉ چي هيڅ كومه نتيجه مي نه ده ترلاسه كړې، كه مي په كومي بلي دولتي يا شخصي اداره كي كار كړى واى، نو حد اقل د ژوند په اخري وخت كي خو به هوسا واى. څو ورځي مخكي ډاكټر راته وويل چي:”استاده! ته بايد يوتورى درس هم ورنه كړې، او هيڅ ګردش ونه كړې ځكه چي ستا زړه كمزورى سوى دﺉ.” كله چي كور ته ولاړم نو مي له ځان سره فكر وكړ چي كه كار و نه كړم نو څه شى به خورم؟ نو مي له ځان سره وويل ددې پر ځاى چي له لوږي مړ كېږم ښه به داوي چي كار وكړم او خپل اولاد ته يو ګوله ډوډۍ پيداكړم كه څه هم په ډېر تكليف سره وي. نو هغه وو چي څلور ځايه مي په شخصي كورسونو كي درس درلود، له هغه څخه دريو كورسونو ته مي جواب وركړ او فعلاً په ډېر تكليف سره يو ځاى تدريس كوم. ځكه مي نو وويل چي عمر مي پدې وظيفه كي بې ځايه تېر سو.


پوښتنه:په دې هیله چي چارواکي او ملي تجاران ستاسو غوندي مستحقو اشخاصو مرستي او همکارۍ ته عاجله پاملرنه وکړي ، څه علت وو چي د ښوونکي دنده مو انتخاب کړه او له دې انتخابه څومره راضي ياست که څه هم مخکي مو د اوسنيو شرايطو له امله خپل نا رضاعيت وښود؟
جواب: داچي ولي مي دا وظيفه انتخاب كړه زه هم نه پوهېږم خو بلكل ددې وظيفې څخه راضي نه يم ځكه چي ښه نتيجه نه لري. زه تقاعد سوى يم د مياشتي ۲۶۴۰ افغانۍ چي پنځوس تر ۵۵ ډالرو پوري کيږي راكوي نور نو تاسو حساب وكړئ چي دغه مقدار پيسې،په اوسنيو شرايطو كي د ژوند ضروريات پوره كولاى سي كه نه.



پوښتنه: زموږ د معلوماتو له مخي ډېرشاګردان ستاسي له درسي تګلاري خوشاله دي ، ددې راز په څه دﺉ؟
جواب: په خپل ټول عمر كي د استادۍ، بېله دې چي په عشق او علاقه سره مي كار كړى دﺉ، بل كوم مقصد مي نه پكښي درلودﺉ او شاګردان مي د خپل اولاد په شان بللي دي. د خان زوى او غريب شاګرد فرق نه راته لري او حق مي حقدار ته رسولى دﺉ، ښايي زما دغه تګلاره به د شاګردانو د خوښۍ سبب ګرځي .

پوښتنه: استاده محترمه! هغه ډېر خلک چي پخوا پر بايسکلونو ګرځېدل اوس په ګران بيه موټرونو کي ګرځي ، تاسي اوس هم بايسکل چلوئ، ايا د سپورټ په خاطر؟
جواب:نه ګرانه وروره! دغه بايسكل هم ما نه دﺉ رانيولى بلكي كله چي مي په پوهنتون كي درس درلودﺉ، دا د دوى بخشش دﺉ. زما معاش فقط (بخور نه مُر) وو او بس.


پوښتنه: ويل كيږي چي تاسو تقاعد سوي ياست خو بيا مو هم د ولس د خدمت دغه لاره (د ښوونكى دنده) نه ده پرې ايښې دا ولي؟
جواب: بلې، زه په ۱۳۸۵هـ ش كي تقاعد سوم،ګمان مي كاوه چي اوس به نود خپل ۵۰ كلن زحمت نتيجه حاصله كړم خو ددغه بې انصافه دولت او ددغه بې عدالتۍ په اثر زما د يوه كال د تقاعدي پيسې ۳۱۶۸۰ افغانۍ ( چي د مياشتي ۲۶۴۰ افغانۍ كيږي) ماته راكول كيږي،تاسو انصاف وكړئ په دغه پيسو خو يوازي وچه ډوډۍ هم نه كيږي. كه څه هم صحت مي نه دﺉ ښه،ځكه چي د شكري مريضي لرم خو مجبور يم چي د يوه قراردادي معلم په توګه كار وكړم (چي ۴۱۰۰ افغانۍ معاش راكوي)او دغه د ځان له پاره غنيمت وبولم څو چي اقلاً ژوندى خوپاته سم. ( مجبوره ته مه وايه چي غښتلې).


پوښتنه:استاده جوابونه مو متاثر کوونکي دي، ما وبخښئ !، زه کوښښ کوم د مرکې په جريان کي خپل احساسات کابو کړم. خومرکې ته ادامه ورکوو، تخلص هغه نوم دﺉ چي يو شخص په ټولنه كي ځانګړى كوي. خلك اوس هم تاسو په خپل نامه یادوي ايا تاسو تخلص لرئ او كه نه، كه يې نه لرئ نو د تخلص د نه درلودلو علت را ته وواياست؟
جواب: د مخه مي تخلص نه درلود خو فعلاً زما تخلص (باور) دﺉ.


پوښتنه: استاده محترمه! ولي مو د ځان له پاره د (باور) تخلص انتخاب كړ؟
جواب: ګرانه وروره! علت يې دا دﺉ چي زه خپله يو خصلت لرم،كه چيري يو څوك كومه خبره راته وكړي،نو ډېر ژر مي هغه زړه ته لويږي او باور پركوم، يعني پر هر چا خوش باوره يم ځكه مي نو د باور تخلص د ځان له پاره انتخاب كړ.


پوښتنه: تقريباً څلور يا پنځه کاله مخکي اكثرواستادانو د تدريس له پاره له نوټ څخه کار اخیستئ چي د وخت نيولو ترڅنګ د ځينو په اند ستونزمن او زوړ ميتود هم بلل کېدئ، اوس د افغانستان د نوي نصاب کتابونو تاسو او زده کوونکو ته کومي اسانتياوي رامنځته کړيدي؟
جواب:دولت داسي نوى نصاب را ايستلى دﺉ چي په اينده درسي كال كي به ډېر استادان بيا وظيفه ترك كړي او يابه د لوړو ټولګيو د تدريس څخه اوږه خالي كړي.ځكه چي دا نصاب د شاګردانو تر سويه ډېر لوړ دﺉ. ددې نصاب محتويات د خارجي كتابو څخه ژباړل سوي دي چي ډېره ژباړه يې تحت لفظي شکل لري لکه ((كريما – كريما . به بخشاى- به بخشاى. بر حال ما – برحال ما)) او يا دا چي د پښتو داسي لغاتونه پكښي كارول سوي دي چي استعمال نه لري او خلګ يې هيڅ نه پېژني. دا كتابونه ډېر ذخيم هم دي. او د تمرين سوالونه يې هم د مربوطه فصل څخه دباندي راغلي دي.
نوی تعليمي نصاب ښايي د نړۍ معاصر تعليمي نصاب وي مګر داسي يو تعليمي نصاب ته خو لازمه ده چي استادان هم اماده ګي ولري ، ورکشاپونه ورته جوړ سي او په اړه يې معلومات ورکړه سي چي دا کار نه دی سوئ او په دې توګه زه اندېښنمن يم چي نوی نصاب به زموږ پوهنيز يون د لکچرنوټ د وخت څخه هم شاته وغورځوي.


پوښتنه:په دې هیله چي دولت دغي ستونزي ته پاملرنه وکړي اوستاسوغوندي باتجربه استادانو مشورې واخلي. رابه سو یو بل سوال ته، ايا په لوی کندهار کي زده کوونکي د کېميا او بيولوژي د زده کړي او ازمايښتونو له پاره لابراتوارونه او د هغه د ضرورت وړ تدریسي وسایل لري او دغه څه دزده کړي له پاره څونه مهم دي ؟
جواب: لابراتوار او نور درسي وسايل په زده كړه كي ډېر مؤثر رول لري ځكه هلته زده كوونكي په ژوندۍ بڼه هر څه ګوري او ازمايي.زموږ په كندهار كي د تيرو دوو كلو په مدت كي يو څه د لابراتوار مواد د ليسو له پاره برابر سويدي چي اقلاً دېرش فيصده مشكلات په رفع كيږي خو د كندهار پدغه ګرمۍ كي د لابراتواري موادو د ساتني په برخه کي کمبودات ښايي ددغه لابراتوارونو څخه ګټه اخستنه ستونزمنه کړي .


پوښتنه:ايا د كېميا او بيولوژي په اړه مو كوم كتابونه يا مقالې ليكلي دي؟
جواب: بلې هو،د كانكورداماده ګۍ له پاره د كېميا د اساساتو په نامه، د عضوي كېميا يو كتاب ، او د دولسم ټولګۍ لپاره مي يو كتاب ترتيب كړى دﺉ چي د افغانستان ښوونيز بنسټ ( AEF ) له خوا چاپ سوي او شاګردان ګټه ځني اخلي.

پوښتنه: ځیني شاګردان د كېميا د مضمون د مغلق والي څخه سر ټكوي او وايي چي ډېر سخت دﺉ،تاسو په دې اړه څه واياست؟
جواب: د كېميا مضمون ډېر سخت نه دﺉ په دې شرط چي د اووم ټولګۍ څخه دغه علم د اساساتو څخه شروع كړل سي. خو كه يو څوك د دغه علم اساسات زده نه كړي نو معلومه خبره ده چي مشكل به پكښي ولري.زما هغه د كېميا د اساساتو كتاب چي په څو ځايو كي مي تدريس كړى دﺉ زما د شاګردانو پر سويه يې ډېر اثر اچولى دﺉ. كولاى سئ چي په دې باره كي تاسو د شاګردانو څخه معلومات تر لاسه كړئ.


پوښتنه:ایادخپل مسلک اړوند کومي نړيوالي څېړني او پرمختګونه تعقيبوئ ؟
جواب: بلې هو،پېشرفت او پراختيا په هره برخه كي د انسان طبيعي غريزه ده، دا پروسه د پاى ټكى نه لري، له بده مرغه د افغان ښوونکو ژوند او اسانتياوي ښايي د نړۍ تر ټولو نورو هيوادونو تر استادانو شاته پاته وي له دې امله هغسي چي لازمه ده امکاناتو ته لاس رسئ نسته .


پوښتنه: ستاسو په څېر شخصيتونه تل ازاده مطالعه كوي، استاده محترمه ! كوم ډول كتابونه مو خوښيږي چي دهغه پواسطه خپل ذهني ذوق تسكين كړئ؟
جواب:دكېميا او بيولوژي و كتابو ته د مطالعې له پاره ضرورت لرم خو په كوم اقتصاد او له كومه ځايه څخه دغه ډول كتابونه لاسته راوړم؟


پوښتنه:ستاسو د دې ستر خدمت په مقابل كي د وخت ددولتونو له خوا كوم ستاينليكونه يا تقدير نامې دركول سوي دي؟
جواب:دستاينليكونو ډك يو صندوق لرم.د كرزي صاحب څخه د اولي درجې دوې تقدير نامې لرم چي هره يوه يې د دوو مياشتو د معاش په اندازه بخششي درلوده.


پوښتنه:دافغاني ټولني رسم و رواج اوخصوصیاتوته په کتلو سره يو ښوونکي ته د کومو ټکو په پام کي نيول ضروري بولئ؟
جواب:د ښوونكي ځانګړتياوي خو بېخي ډېري دي. زما په نظر صداقت، وطن دځان بلل،دوطنوالو سره رحم او دلسوزي د يو ښوونكي له خاصو ځانګړتياوو څخه شمېرل كيږي.


پوښتنه: د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ اړيکي بايد څه ډول وي ، د انډيوالانو غوندي ، نيمه رسمي که څنګه؟
جواب: د ښوونكي او شاګردانو ترمنځ اړيكي بايد د استاد او شاګردد حال، اخلاق اواصولو سره موافق يعني ټاكلي حدود بايد ولري.


پوښتنه: د استاد له خوا دشاګردانو سره توپيري چلند د شاګرد پر راتلونکي کوم اثر لرلائ سي؟
جواب: استاد په واقعيت كي بايد د خپل شاګرد سره هيڅ نوعه داسي چلند ونه لري چي شاګرد احساس د بدبيني وكړي، د توپيري چلند رامنځته کېډل د شاګرد پر رواني حالت ، ددرس پر زده کړه او راتلونکي بده اغېزه کولائ سي .


پوښتنه:ايا کله مو د استادۍ له دندي



څخه د ستړيا احساس کړئ دی؟
جواب: ستړيا د هر كار سره ضميمه ده خو په دې لاره كي،د وطن خدمت اودخپلو شاګردانو رضايت او خوښي مي ستړيا رفع كوي.


پوښتنه: تاسو چي نژدې خپل ټول عمر دکېميا اوبيولوژي سره تېر کړئ دئ. يوغيرمسلمان ته د کومو بيولوژيکي او کېمياوي مثالونو په وړاندي کولو سره د خدای تعالی جل جلاله وجود او وحدانيت ثابتولای سئ؟
جواب:په بيولوژي كي يوه مسئله ده چي حجرات د تكثر په ذريعه نوري حجرې جوړوي نو ځكه د حيات پروسې دوام پيداكړى دﺉ، ماته دا سوال پيداكيږي چي اوله حجره چا خلق كړې ده چي د هغه د تكثر څخه نوري حجرې جوړي سوي دي؟ نو حتمي خالق خلق كوونكى دﺉ.
او بله مسئله دا چي دمونث اومذكروحجرو له اتحاد څخه جنس جوړيږي، د عيسى (ع) دمور بي بي مريم په بطن كي مذكرې حجرې له كومه سوې چي حضرت عيسى (ع) دهغه څخه منځته راغلى وي؟ دا د الله جل جلاله قدرت دﺉ چي اراده يې وسي بېله پلاره انسان خلق كړي. دا مسئله د عسلو په موچيو كي هم سته يعني كله چي د پسرلي په موسم كي د موچيو له پاره د القاح شرايط مساعد سي، كه چيري د ملكې موچۍ و اووم حجرې ته د نر سپرم ورسيږي ماده (ښځينه) موچیاني پيداكيږي اما كله چي نوموړي مؤنث حجرې ته د نر سپرم ونه رسيږي نر موچيان پيداكيږي. يعني ملكه موچۍ د نارينه موچۍ سره د القاح كېدو په صورت كي مونث موچياني، اما بې له القاح كېدو څخه نارينه موچيان زېږوي. نو حتماً يو ذات سته چي دا كار د هغه په قدرت او اراده سره كيږي چي هغه يكتا خداى جل جلاله دﺉ.او داسي نور ډېر دلايل سته چي د الله جل جلاله د ذات وجود، وحدانيت او قدرت په ثابتيږي.


پوښتنه:د كندهار ډېرشاګردان دطب يا انجينيري پوهنځۍ د ويلو سره علاقه لري،دوى نه غواړي چي له ځانه بيولوژي پوهان، كېمياپوهان، مديران، مسلكي تجاران او داسي نوركسان جوړ كړي، ولي دوى ته دا ډول روحيه وركړه سوې ده؟
جواب: داسي شاګردان فقط درس او زده كړه په تجارتي ډول غواړي، علم ددې له پاره نه ترلاسه كوي چي هغه د نورو په ګټه استعمال كړي. طب فقط د پيسو له پاره وايي نه د هغه د ارزښت او ضرورت له پاره.


پوښتنه: استاده د كوم دولتي ارګان يا ملي تجار له خوا تاسو ته د كوم كېمياوي محصول د جوړولو په باب پېشنهاد سوى دﺉ ؟
جواب: نه.


پوښتنه:ايا تاسو خپله و كوم دولتي مقام يا ملي تجار ته د خپل پوهي څخه د ګټي اخيستني په موخه د كېمياوي محصولاتودجوړولو طرحه وړاندي كړې ده كه نه؟
جواب:موږ دغه درجې ته نه يو رسېدلي چي اكثره كېمياوي محصولات جوړ كړو ځكه چي تېرو دولتونو په دې برخه كي نه توجه درلوده او نه ښه اقتصاد.


پوښتنه:ځيني ساده كېمياوي توكي لكه: صابون، ګلسرين، او داسي نور چي په لابراتوار كي د هغو جوړول تاسو ته ګران كار نه دﺉ بيا هم د خارجي ممالكو څخه موږ ته راځي دلته ولي نه جوړيږي؟
جواب: دمخه مي وويل چي د صابون او ګلسرين د جوړولو لپاره مواد، لابراتوار او سامان په كار دي، كه ستاسو مقصد يوه چكۍ صابون وي نو يوه ورځ راسه چي جوړ يې كړومصارف يې و سنجوه نو تاته به معلومه سي چي د يوې چكۍ صابون په مصرف،د بازار څخه پنځه چكۍ ښه صابون رانيول كيږي.دا كار فابريكه غواړي، مشينري غواړي، ډېري پيسې غواړي.


پوښتنه: ولي ستاسو غوندي د باتجربه استادانو د پوهي او تجربې څخه كومه عملي ګټه نه اخيستل كيږي، ولي تاسوته داسي مواد نه برابريږي چي كېمياوي توكي همدلته په هيواد كي توليد كړي تر څو هيواد مو پرمختګ وكړي؟
جواب: دا سوال بايد د لوړو مقاماتو څخه وسي چي دې پروسې ته ولي توجه نه لري ولي په دغه لار كي پيسې نه لګوي، علمي او عملي کارونه په پوهانو او کارګرو کېږي ، مګر امکانات او اسانتياوي دولتونه برابروي .


پوښتنه: استاده محترمه! ويل كيږي چي تاسو د استادۍ د دندي تر څنګ د كندهار د ساينس په مرکز كي هم دنده تر سره كوئ، ددې مركز د كارونو او فعاليتونو په اړه معلومات راكړئ؟
جواب:د ساينس مركز وظيفه د لابراتوارو د موادو توزيع او د ليسو د استادانو سره هر كله كمك كول او دوى مجبورول دي چي حد اقل د موادو د موجوديت سره بايد عملي كارونه سرته ورسوي.
پوښتنه: استاده محترمه! ماشاالله ظاهراً د خپلو همزولو په نسبت تکړه ښکارئ، د صحتمندو خوړو تاثير دی که د سپورټ؟
جواب: زه اصلاً تكړه نه يم او نه غير له بايسكل چلولو څخه بل ورزش لرم خو غريبي او دربدري مي مجبوروي چي څو ځايه كار وكړم د تقاعدۍ په پيسو يوازي وچه ډوډۍ نه كيږي څه پوهيږې چي زه څومره ستړى يم.


پوښتنه: استاده محترمه تاسو په خپل ژوند كي د چا لاره تعقيب كړې ده چي دغه ستر مقام مو په نصيب سوى دﺉ؟
جواب: داچي زما مقام ستر بولئ، دا تاسو د خپل مهربانۍ او ښه تربيې په لحاظ واياست. ولي دولت او دولتي مقامات دا مقام ستر نه بولي، دوى اقلاً په تقاعدۍ كي بايد دومره معاش راكړى واى چي يو ادنا ژوند مي په دې اخري عمر كي تير كړى واى.
د كندهار په احمد شاه بابا عالي ليسه كي د صادق خان په نوم زموږ يو تكړه د رياضياتو استاد وو، چي مبالغه نه وي نو په افغانستان كي يې لا جوړه نه درلوده. نوموړي استاد به په داسي طريقه تدريس كاوه چي درس به يې د شاګرد په مغز كي ثبتاوه، خوږه محلي او ساده ژبه يې كارول، ډېره ښه قوۀ افاده يې درلودل او پر درس يې فوق العاده حاكميت درلود. نو د شاګردۍ په وخت كي به مي دا ويل چي خداى خو دي د صادق خان استاد په څېر شخص راڅخه جوړ كړي او په خپل ژوند كي مي تر ډېره حده د نوموړي د تدريس طريقه تعقيب كړې ده.


پوښتنه: او كه د ژوند يوه جالبه خاطره هم راسره شريكه كړئ؟
جواب: كه د حق څخه تېر نه سم داسي يو ښه خاطره يابه زما په طالع كي نه وي او يا مي اوس په ياد نه ده.


پوښتنه: هر انسان په ژوند كي له ډېرو لوړو او ژورو سره مخامخ كيږي، استاده محترمه! د خپل ژوند يوه ترخه خاطره راته وواياست؟
جواب: ما دېرش كاله د كندهار د ښار په مختلفو برخو كي د كرايې په كورو كي عمر تېر كړى دﺉ په دې اواخرو كي د كابل شاه نومي سيمي په يوه كور كي په كرايه د ۳۰۰۰ كلدارو مي ژوند كاوه،د كور خاوند يو ورځ راته وويل:”استاده! كرايه تردې وروسته ۶۰۰۰ افغانۍ كيږي كه دي خوښه وي درست، كه نه د ځان لپاره بل ځاى پيدا كړه.” ما دې سړي ته وويل: ” د ۳۰۰۰ كلدارو څخه ۶۰۰۰ افغانۍ!! دا ډېر تفاوت دﺉ. زما كُلي معاش ۶۰۰۰ افغانۍ كيږي نو ځنګه دا كار ممكن دﺉ؟” ده دغه جمله راته وويل: “اې معلم صاحب! ستاسو ژوند تر قيامته پوري په دې ملك كي نه سميږي معلمي پرېږده يو بل كار وكړه.” كه څه هم د خپلي معلمۍ څخه راضي وم خو ددغه انسان دې خبرې ددې وظيفې څخه د يو څو ورځو له پاره بېزاره كړى وم خو خپلو شاګردانو ته چي مي وكتل زړه مي نه كېدﺉ چي دا وظيفه پرېږدم نو د الله (ج) په توكل په ډېر زحمت او خصوصي درسو مي دنوموړي كرايه برابرول دغه خبره زما په ژوند كي بدترينه خاطره ده.


پوښتنه: په پاى كي د لراوبر ويبپاڼي له لاري دافغانستان دباندي او دننه افغانانو ته څه پيغام لرئ؟
جواب: زه خپلو افغانانو ته وايم چي متحد سئ! و خپل نژدې ګاونډيانو ته وګورئ ددوى پېشرفت ايا په تاسو كي يو انګېزه نه پيداكوي؟ فكر نه كوئ چي د دوى له كاروان څخه پس پاته يو؟ موږ هم بايد پېشرفت وكړو او دا كار هغه وخت كيږي چي خپل دوښمنان درك كړو او د دوى شوم پلانونه پخپل اتحاد سره له منځه يو سو.


نويد احمد: ګرانه استاده ډېره مننه چي د ډېرو مصروفيتونو سره سره مو بيا هم زموږ د مركې بلنه په ورينه تندي ومنل او د خپل ژوند په اړه مو معلومات راسره شريك كړل.


غلام محمد خان استاد: ګرانه وروره ستاسي او د لراوبرډاټ کام مطبوعاتي ادارې څخه هم ډېر تشكر كوم چي پوښتنه مو راباندي وكړه او زما له حاله مو ځان خبر كړ. خداى (ج) دي اجرونه در په نصيب كړي.


د لراوبر ويب پاڼي ګرانو مینه والو!
۷۲ کلن استاد غلام محمدخان د تېرو پنځوسو کلونو راهيسي د کيميا او بيولوژي مضمونونه تدريسوي، اوس د زړه او د ويني شکري ناروغۍ په حالت کي د مياشتي په ۴۱۰۰ افغانۍ معاش يا ۲۶۴۰ افغانۍ تقاعدي نه خپلي اړتياوي پوره کولای سي او نه يې ددرملني چاره په کېدای سي.
موږ له تاسو په ډېر درناوي هيله کوو چي مه پرېږدئ د هيواد يو رښتونی خادم ، د هيواد د بچيانو روزونکئ ، د ښووني او روزني د لاري يو څراغ چي د شمعي غوندنويد احمد هيوادوال - لراوبر ډاټ کام - کندهاري يې خپل ټول ژوند ټولني ته د رڼا ورکولو د پاره لمبه کړئ وي له پامه ولوېږي، زړه ورته لږ سي او پر خپل پنځوس کلن خدمت خدای مکړه پښېمانه سي ځکه دغسي حالت د ولس او پوهني تر منځ واټن پيدا کوي چي د ټولني د تباهۍ سبب کيږي. ښوونکي دي چي ولسونه روزي ، هيوادونه جوړوي او نړۍ د تمدن او رڼا و خواته بيايي ، تر ټولو مهيم دا چي ښوونکي او ښوونځي دي چي موږ ته ځان ، ټولنه ، خدای او د خدای قدرتونه راپېژني او په ثبوت رسوي.
لطفاً ډېر ژر له درانه استاد غلام محمد خان سره په مخامخ توګه د خپل توان په اندازه نقدي مرسته وکړئ .
د استاد ټيلفون نمره : 0093772212449


درنو لوستونکو؛ ددې مرکې او لراوبر ډاټ کام د نورو خپرونو په اړه خپل نېک نظريات ، وړانديزونه او نيوکي زموږ د اړيکو له لاري راسره شريکي کړئ.تر بلي ځانګړې مو زه نويداحمد هيوادوال پر لوی خدای سپارم . خدای روژې مو قبولي او راتلونکی اختر مو مبارک سه .


خوښه يې کړئ او ويې لېږئ