کور / هراړخیز / بشردوست صيب په ولسي جرګه که څه حال دی؟

بشردوست صيب په ولسي جرګه که څه حال دی؟

دولسي جرګې غړي ډاکټررمضان بشردوست تېره ورځ اعلان کړه، چې د مالي وزير دې، ولسي جرګې ته نه راغوښتل کېږي، ځکه چې ماليې وزير پر اداري فساد تورن پيژندل شوی، د ماليې پر وزير حضرت عمرزاخيلوال له هغه وروسته تورونو زور واخيست چې تلو نيوزن يې د بانکي اکونټونو په اړه ولس ته معلومات ورکړل، ويل کېږي چې هغه معلومات تلونيوز خپاره کړي، له حقيقته څخه ليري دي، خو په هر حال راځم اصلي موضوع ته، د ماليې وزير د استیضاح په اړه ولسي جرګه پرېکړې ته نږدې شوې، خو بشردوست وايي عمرزاخيلوال بايد ولسي جرګې ته رانشي، ځکه د بشردوست په اند چې ښاغلی زاخيلوال په اداري فساد ککړ دی، زه به له بشردوست څخه پوښتنه وکړم، چې وکيل صاحب ستا په پارلمان کې څه حال دی؟ هلته وکيلان په څومره اخلاقي او اداري فساد اخته دي؟ او په څومره نورو غیرقانوني کړونو بوخت دي؟

ويل کېږي، چې ولسي جرګه په ګروپونو ويشل شوې، هر څو نفري ګروپ د يو چارواکی او يا هم د کوم ملي تجار لخوا حمايه کوي، ځينو وکیلانو په جعل او تذویر دې جرګې ته لارې کړي، او دا وروسته له هغې ثابت شول، چې ځانګړې محکمې يې پايلې اعلان کړې، پدې ترڅ کې د هرات د خلکو استازې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ خو د کومې پايلې پرته يې مجبوراً مات کړ، بشردوست صاحب! ولسي جرګې ځیني غړي له خپل موقف څخه په استفادې هره ورځ په مختلفو وزارتونو کې لکه د ملنګانو ګرځي، د کليدي پوستونو غوښتونکي وي، پدې کليدي پوستونو کې بيا د خپلې خوښې ملګري ګماري، بشردوست صاحب! دوی شپنيزو محافلو په اياشۍ مصروف وي، دوی د اخلاقي فساد لپاره نورو هېوادونو ته ځي، دوی د لوی قراردادونو لپاره د وزيرانو دفترونو کې هره ورځ ناست وي، دوی د ځان ساتنې لپاره له امنيتي ارګانونو څخه په لسګونو ساتونکي اخيستي وي، دوی په ځاني ګټو اخته دي، او همدا لامل دی، چې اوس په ګروپونو ويشل شوي، او تاسو پدې ښه خبر ياست! ځکه چې تاسو د دې جرګې يو فعال غړی ياست! بشردوست صاحب ستاسو احساسات د قدر وړ دي، بايد هغه څوک دې جرګې ته پرېنښودل شي، چې په فساد او يا هم په نور څه ککړ وي، خو هغه څوک چې خپله د دې جرګې په څوکيو ناست وي او بيا اخلاقي او اداري فساد ترسره کوي له هغوئ سره کوم چلند پکار دی؟ ستا د څوکۍ ګاونډ ځیني ملګري (وکيلان) له بهرنيو سره ځیني ملاقاتونه په داخل او ځيني په خارج کې کوي، له دوی څخه بهرني تحصلي بورسونه اخلي او بیا يې پر مظلوم او ناچاره ولس خرڅوي، په ورځو ورځو ځني وکيلان په بهرنيو سفارتونو کې ناست وي، د خپل اوسني دولت په خلاف هغوئ ته منفي خبرې کوي، دا پدې خاطر چې ځان ورته مخلص او نږدې وښايي، بشردوست صاحب دا هم ستاسو څخه پټه نده، دوی ځیني رسني هم په خپل اختيار کې اخيستي ، چې یوازې د دوی خبرونه نشروي، او هغه څوک چې په رسنيو کې بحثونه کوي او د مثبتو بدلونونو غوښتونکي وي، هغوئ خپله له نورو بد حال لري، يو تاجر راته ويل (نه غواړم د تاجر نوم وليکم)، موږ چې وکیلانو ته هر څه ووايو هغوئ يې کوي، ځکه چې دوی ته هر وخت امکانات ورکوو، بيا یې راته د دوه وزیرانو نومونه هم واخيستل چې دوزیرانو په مقررۍ کې يې د ولسي جرګي غړو مرسته کړې او د اعتماد رايه يې وزیرانو ته ورکړې، بشر دوست صاحب! دا ټول موارد له تا پټ ندي، او که پټ و نن مې ورڅخه پرده ليرې کړه، هیله ده چې پخپلو وکيلانو هم انتقادونه وکړې او هغه چاته د راتګ اجازه ورنکړې چې په اداري فساد ککړ وي.

بشردوست صاحب! که رېښتيا هم غواړئ د دواړو مجلسونو حال احوال واخلئ، نو د همدې ولسي جرګې څخه يو پاک نفسه هئیت وټاکئ وګورئ چې يوه اونۍ وروسته څومره منفي کړنې به ترلاسه کړئ، چې ولسی جرګه څومره له ستونزو او مشکلاتو ډاکه ده.

بشردوست صاحب! په خپله آئینه کې بل ته مه ګوره، د ولسي جرګې ځيني وکیلان ستا په شان ندي، دوی په هر رنګه ستونزو کې لاس لري، حتی تر دې چې د ډېرو نامتو بنديانو په خلاصون کې يې هم لاس لرلی دی، د بنديانو ضمانتونه يې کړي، چې کولای شې اسناد يې له مختلفو محبسونو څخه تر لاسه کړې.

ولس له ولسي جرګې څخه خدمت غواړي، ولس نور د ولسي جرګې له ولس فرېبه خبرو موړ شوی، هر ډګر کې عمل غواړي، هيله ده چې د ولسي جرګې غړي په خپل ځانونو کې د مثبت تغير لپاره لاس په کار شي.