لر او بر افغان ولس د اوړو له نشتوالي کړيږي

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2008


 په ټول هېواد کښې داوړو بحران دوام لري په صوبه سرحد کښې خلک داوړو دبحران له امله له مشکلاتو سره مخامخ دي په اکثريت سيمو کښې داوړو ترخونه مخ په زياتيدو دى په سوات کښې د٢٠ کيلو اوړو نرخ ١٠٠٠ کالداروته لوړ شويدى سهيلى وزيرستان او نوروقبائيلى سيمو کښې خلک داوړو دنشتوالي سره مخامخ دي دراپورونو ترمخه داوړو نرخ لوړيدلو سره سم دوريځو نرخونه هم لوړ شويدي او خلک دسخت مشکلاتو سره مخامخ دي. د يادوني وړ ده چي د بر افغانستان دولت  د شپږ زره ټنه غنمو د کمبود خبره کړې ده ، افغان دولت غواړي په ډير ژر له شمالي ګاونډيو هيوادونو څخه غنم وپلوري .

Copyright Larawbar 2007-2024