نواب اسلم :له ياغيانو او حکومت سره خبرو ته تيار يم

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2008


 دبلوچستان وزيراعلى نواب اسلم رئيساني وايي چې ياغيانو اوحکومت ته دخبرو اترو بلنه ورکولې شم نوره يې خپله خوښه ده دبى بى سي سره دخبرواترو په ترڅ کښې ښاغلي رئيسانى زياته کړه داسټبلشمنټ سره اړوندڅه خلک زماپه لاره کښې خنډونه رامنځته کوي دکالعدم تنظيمونو لخوا دخبرواترو وړانديزردولو په هکله ښاغلى رئيسانى وويل کوموکسانو چې دخپلو حقونو ترلاسه کوپو لپاره ټوپک ته لاس کړيدى دهغو څخه يواځي دغه غوښتنه کولې شم چې که وسلې نه غورځوى نوهم له مونږ سره خبرواتروته کښينى نوموړى په ډاګه کړيده چې په بلوچستان کښې نړيواله لاس وهنه شته که چرته زه دصوبې امن بحاله کولو کښې پاته راغلم نودخپلې دندې نه به لاس په سرشم.

Copyright Larawbar 2007-2024