کور / تازه خبرونه / امريکا:له پاکستان سره مرستي زياتوو

امريکا:له پاکستان سره مرستي زياتوو

دامريکى متحده ايالت وائي چې په پاکستان کښې دجمهورى ادرو دمضبوطولو اوپياوړتيا او دروانى ترهګرى پخلاف جګړه کښې به دپاکستان سره خپلو زياتو مرستو او کومکو نوته دوام ورکړى داټکى دامريکى دبهرنيو چارو وزيرى ميرمن کاندوليزارائيس دامريکى دالابامايه ايا لت کښې دافتخارى ډګرۍ دترلاسه کولو په غونډه کښې دخپلى وينا په ترڅ کښې په ډاګه کړ. دى وويل ،چې امريکا په پاکستان کښې دخپلواکۍ عدليى درامنځته کيدو او دقانون دواکمنۍ او خپلواکه رسنۍ دټينګيدو پخاطر دپاکستانى عوامو دپرله پسى هڅو ننګه اوملاتړ کوى کانډوليزارائيس په ډاګه اعلام کړه چې دترهګرى دبشپړځپلو او خاتمى ترمهاله پورى له امريکى سره دپاکستان مرسته همکارى ډيره اړينه ده او داهم خورا ضرورى اوپرځاى ده چې دامريکى متحده ايالت په پاکستان او افغانستان کښې دوګړنيزو اوجمهورى ا دارو دټينګښت اوپياوړتيا په کار کښې دزړه له تله مرسته همکارى کوي ځکه چې تروريزم ته يوازى په زور او ځواک سره ځواب ورکول دکشالو بنسټيز حل ندى بلکى دهغو حالاتو پاى ته رسيدل پکاردى کوم چې دترهګرۍ دخپريدو لامل ګرزى ديوى پوښتنى په ځواب کښې امريکنۍ بهرنۍ وزيرى داهم وويل چې پاکستان دخپل وسله وال پوځ  دکنترول په مخى په هېواد کښې يوسياسى خپلواک نظام رامنځته کولي شى دى وويل چې د پاکستان عوام دپوره قدر اوژور درناوى وړدي چې په خوراستونزمنو شرايطو کښې وکولى شول دفرورى د١٨ مى نيټى په ټولټاکنو کښې دجمهورى ځواکونو سره په مرسته ملګرتيا کښې دبنسټپالو ملا ورماته کړم او دائي په ډاګه کړه چې دپاکستان خلک جمهوريت خوښوؤنکى ملت دئ .