بګرام: د امريکا لوی درستيز پر الوتکه بريد وسو
دبګرام په هوایي ډګر کي دامریکا دلوی درستیز الوتکه د راکټونو تربرید لاندی راغله
پرون سې شنبه دبګرام په هوا یي ډګر کي دامریکا دلوي درستیز مارتین ډیمپسی
ولاړه الوتکه هغه وخت تر بريد لاندي راغله چي نوموړی په الوتکه کي نه و .
د لومړنيو راپورونو پر اساس ويل سوي چي پر الوتکه د بريد پر مهال د امريکا لوی درستيز له الوتکي ليري په يوه ودانۍ کي استراحت و . دراکټونودبرید له امله دالوتکي دوه کارکونکي ټپي شوی دي او دالوتکي دروازه هم ویجاړه شویده .
مارتین ډیمپسی مجبوره شو چه دافغانستان څخه د وتلو پرمحال دخپل سفر په اوږدو کي دیوی بلي فوځي الوتکي څخه کا ر واخلی.