په کوټه کې چاودنه، يو تن وژل سوی، پنځلس ژوبل سوي دي.

رفيع الله مندوخېل | اگست 21st, 2012


په کوټه کې په ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو تن وژل سوی او پنځلس نور ژوبل سوي دي.
د کوټې پوليس وايي، چې د سرياب سيمې په موسی کالونۍ کې بمي چاودنه سوې، چې له په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو تن وژل سوی او پنځلس نور ژوبل سوي دي. پوليس زياتوي، چې د ملېشه ځواکونو د ګزمې موټر له يادې سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، چې په يوه موټر کې ځای پر ځای سوي ريموټ کنټرول چاودنه وسوه.
د پوليسو په وينا، د چاودنې هدف د ځواکونو موټر وو. په ژوبل سوو کې پنځه ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي. چې د چاودنې په وخت کې په يوموټر کې سپاره وو. ژوبل سوي سول روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول سوي دي.
پوليسو او ملېشه ځواکونو د پېښي په اړه پلټنې پيل کړي دي. تر اوسه چا د پېښي مسووليت نه دی منلی . خود دغه ډول زياتره پېښو مسووليت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله واله ډلې پر غاړه اخلي.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024