والی دبې واکۍ نه فریاد کوي
(“زه اصلاْ صلاحیت نلرم “منشې عبداالمجید د بغلان ولایت والي)
ژباړن : همایون بابر
سرچینه: بی بی سی فارسی سایت
دهغه طالب مشرانو سره د خبرو اترو وروسته مې چې خپلې وسلې یې پرځمکه ایښې او نسبتاْ تازه د سولې له بهیرسره یوځای شوي خود خپلوپخوانیو ملګرو لخوا د مرګ له ویری اوګواښ سره مخ دی،غوښتل مې دهمدغه ډلو دانديښنوپه اړه د لوړ پوړودولتې چارواکوسره د خبرو په پلمه یادی انديښنې شریکې او د حل لارې چاری ورسره وسپړم مګر د بغلان والی منشی عبدالمجید راته بل ډول کېسه درلوده.
دافغانستان په ځینو ولایتونوکې والیان دومره ځواک اوصلاحیت لری چې دځایی خلکو په وینا “دولایت بادشاه” لقب خپل کړی هیڅ لویه اووړه چاره نشته چې والی پکې نظرونلرئ اوټول اداری واحدونه د ده د بشپړاغیز اونفوذ لاندي نه وی.
خود بغلان والی وایی خپل ځان په خطرکې وینئ ، ځایې پولیس د یته چمتوندی چې والی ته کافې اندازه ساتونکې ورکړئ، هغه وویل یوازی د یوتن ساتونکې په ګمارلوتوانیدلې اوهغه هم دده منشې دی اوبس .
یوازی دوه وسلوال ساتونکې اودوه غیرنظامی کارکوونکې دهغه په څنګ کې ترسترګوکیدل.
ښاغلې مجید هم نږدی د طالبانو له لیکو رابیل شویوجنګیالیوته ورته ستونزه اوبرخلیک درلوده، ترهګرۍ ډلې دهغه د ترورپه کې فکر کې دی هغه د خپل ځان ساتنې لپاره پوره ساتونکې نلرئ ،چې د هغوي په شتون کې دامنیت احساس وکړئ.
د بغلان والی چې درئیس جمهور رسمې استازی په سېمه کې دی وايي” زه په دغه ولایت کې درئیس جمهور داقتدار ممثل نه یم” ځکه رئیس جمهور که وغواړی آن د کورنیو چارو اود فاع وزیران له دندوګوښه کولې شئ مګر زه د ټیټ رتبه خوردظابط دایسته کولو صلاحیت هم نلرم.
د بغلان والی د ټول ساتونکیو شمیر ۱۴ تنو ته رسیده چې یوشمیريي دولایت په مقام ، یوشمیردهغه داوسیدا ځای کې اویوشمیرهم له هغه سره یوځای ګرځیدل.
والی زیاتوی” امنیه قومندانۍ ورته یو حکومت دی ،د ملې امنیت اداره اوڅارنوالې ورته بل حکومت دی زه د والی په صفت دهغوي له کارونوخبرنه یم اوهیڅ ډول مشوره هم له ماسره نه ترسره کیږي.”
د بغلان والی باید ۳۰ تنه ساتونکې درلودای مګر هغه وايي امنیه قومندان یې خبروته غوږنه نیسئ.
نوموړي خپلوخبروته په همدې ډول ادامه ورکوي اووايي” مونږپخپل ولایت کې ګڼې ستونزي لرو امنیه قومندانۍ یوحکومت، د ملې امنیت اداره بل حکومت دلته زه د یو والی په صفت دهغوي دهیڅ کارځنې خبرنه یم له ماسره هیڅ مشوره نه کوي.”
څلورمیاشتې مخکې امنیه قومندان “زما نیم کاری پرسونل ګوښه کړ،ماغوښتنه وکړه، چې داکار مه کوه د کورنیو چارو وزارت نه مې آمر راوړ هغه داکار ترسره کړاوخبره یې ونه منله. ”
سره ددی چې د بغلان د پولیسو مشر جنرال اسدالله شیرزاد ما ته وویل”ټول امنیتې ځواکونه زمونږ د جناب والی صیبب په خدمت کې دی هغه زمونږرئیس دی” مګر د قومندان خبرو د والی له ستونزو څه کم نکړل.
ښاغلې مجید وايي ” زه اصلاْ صلاحیت نلرم، که چیری ما صلاحیت درلوده اود ولسمشر داقتدار ممثل وايي نن به زه له ورته ستونزو سره نه مخ کیدم، امنیه قومندان هم داجرئت نشو کولای چې له ماسره دا ډول رویه وکړئ، ترڅوپوری چې زه داختیارڅښتن نشم مونږبه دعاءګو والیان اوسو.”
د بغلان مرکز پلخمرۍ د لسوکلونو په تیریدو سره د نه پرمختګ یولامل ښايي داوی چې د دولتې چارواکوترمنځ همغږی نشته . له ښاغلې عبدالمجید څخه مې وپوښتل چې دافغانستان ۳۴ ولایتونو والیانو صلاحیتونه لکه چې سره توپیر لري ځنې په قانونې لحاظ دومره واک لرئ چې دولایت “بادشاه لقب” ورته کاریږی اوځینې یوازی “دعاء ګو”؟
هغه وویل”تاسې ته په ډانګ پیلې اوروښانه وایم چې په افغانستان کې د پيسواوشتو رول زیات دی که چیری ما ۲۰ میلون ډالره درلوده نو یو ۲۰۰ کسیزه ډله به مې جوړه بیا به مې دهیچا پروا نه کولای، څوک هم دلته له مانه پوښتنه نشی کولاې چې داکار رسمې که نارسمې دی بیا هغه مهال خلک ډاریږی اوزما اقتدار منئ ځینې والیان شته چې ځواکونه لری اوامنیه قومندان پروا هم نه ساتئ.”
پلخمرۍ چې دبغلان ولایت مرکز دی تراوسه پورې څومتره پوخ سړک نلرئ ښايې لامل یې هم د دولتې چارواکو ترمنځ ناهمغږي اوسئ.