خوست کې دجمهوريت دروازه پرانيستل شوه
59
ددوشنبې په ورځ دوږي دمياشتې په ٢٠نېټه دخوست ولايت ښار اړوند اداري کمپلکس ته څيرمه دجمهوريت دروازه چې څلور مياشتې وړاندې يې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا دبنسټ ډبره اېښودل شوې وه نن ديولړځانګړو مراسموپه ترڅ کې دولايت مقام استازي بريالي روان او يوشمير نورو مسوولينو لخوا دپټۍ په پرې کولوسره پرانيستل شوه.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي و، دخوست ولايت مقام نماينده ترڅنګ په کې ملي تجار ولي خان منګل ،دښاروالۍ مرستيال انجنيرمحمد شريف اويوشمير نور کسانو برخه درلوده.
ښاغلي بريالي روان دجمهوريت ددروازې دپرانيستې په مراسمو کې وويل چې دغه دروازه اداري کمپليکس ته څيرمه دکابل لويې لارې ترڅنګ دملي تجار الحاج ولي خان منګل په مالي ملاتړ دڅلورو مياشتو په جريان کې جوړه شوه ،ده وويل چې دژوند او عدالت څليو څخه وروسته دجمهوريت دراوزې جوړيدل دريم هغه نوښت دى چې دخوست دفرهنګپال والي دځانګړې توجه او ځينې په هېوادمينو سوداګرو په مالي ملاتړ سره دخوست ښار دښکلاپه خاطر جوړيږي چې په جوړيدو سره به يې نه يواځې فزيکي ښکلارامنځته کيږي بلکې په دې سره به ولسونو ته په معنوي او واقعي توګه دجمهوريت ،عدالت او رېښتني ژوند پيغامونه استول کيږي.
بريالي روان وويل چې خداى پاک ج دې وکړې چې دجمهوريت ددروازې په پرانيستلوسره په افغانستان په ځانګړې توګه خوست کې دفکري رغونې ،سولې ،امن ،تمدن اوترقۍ بنسټونه پياوړي شي اودټولو بدمرغيو ،بې عدالتيو ،ناپوهيو او منازعو دروازې وتړل شي.
نوموړي له ښاغلي الحاج ولي خان منګل څخه مننه وکړه چې په ډيره هېوادنۍ مينه يې دې لګښت ته مټ ورکړ اوپه ټولو ملي سوداګرو باندې يې غږ وکړ ترڅو دخوست ولايت دبنسټيزپرمختګ اوښکلا په برخه کې پانګې اچونې وکړي.
وروسته دپټۍ په پرې کولوسره دجمهوريت دروازه رسماً دتګ او راتګ په موخه دولايت مقام استازي بريالي روان او ورسره ملګرو لخوا پرانيستل شوه مراسم هېوادته دتل پاتې سولې ،امن اوترقۍ په دعا سره پاى ته ورسيدل.