په یوولسو کلنو کي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو شمیر ۳۱۷۲ ته ورسیدي

59 | سپتمبر 9th, 2012


یوی امریکایی رسنې په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په هکله په یوه رپوټ کي د بهرنیوسر تیرو دمړینې شمیر له هغه نه زیات ګڼې کوم چي تمه یی کیدله.ددي سر چینی په حواله د امریکا ددفاع وزارت په یوه تازه خبرکی راغلی دی چه ۲۰۰۱ کال نه بیا تر ۲۰۱۲ کاله پوري دامریکا او همکارو دوستو هیوادونو د سرتیرو مړینه په افغانستان کي بی حده زیاته ده .دوی وایی چه د تیرو ۱۱ کلنو په موده کي ۳۱۷۳ بهرنې سرتیری په افغانستان کي وژل شویدی چي دهغوی له ډلی نه ۲۴۱۱ دامریکا ۴۲۶ د انګلستان او ۶۳۳ سر تیري د نورو همکاروهیوادونوڅخه دی. دا رسنې زیاتوی چي تر ۲۰۱۴ کاله پوری به امریکا او دهغه ملګري هیوادونه ددي هیواد دامنیت په ساتلوکي دافغانی ځواکونوسره په ګډه د مخالفونو په ځپلو کي پوره همکاری وکړي. او د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم افغان دولت یواځې پری نږدي.
په لاندی جدول کي دامریکا او بهرنیو ځواکونو دسر تیرود وژنی شمیر په ډاګه کوی چي امریکا او ملګری هیوادونه یی نور د جګړۍ څخه ستړی شوی او دسر تیرو دنورو تلفاتو دورکولو څخه ځان لیری ساتي.
دامریکا دخلکو د ټولنیزی په ټول پوښتنه کي ترنیما یی زیات خلک نور د جګړی دوام نه غواړي او دا جګړه دامریکا ولس اودولت ته بی مفهومه او بی ګټي جګړه بولې.
لاندی جدول په افغانستان کي دامریکا او همکارو هیوادونو دیوولس کلنې جګړی یواځې انسانې تلفات ښیی ولې د اقتصادي او نظامی پلوه دی جګړی امریکا او ملګرو ته په تریلیونونه ډالره مالی تاوان رسولی دي.
په افغانستان کي د ټولوبهرنیوځواکونو د وژلسوو عسکرو شمیر
دکلونو په پرتله په لاندی ډول سره دی!
۲۰۰۱ کال کی ۱۲ عسکره مړه
۲۰۰۲ کال کي ۷۰ عسکر ه مړه
۲۰۰۳ کال کي ۵۸ عسکر ه مړه
۲۰۰۴ کال کی ۶۰ عسکره مړه
۲۰۰۵ کال کی ۱۳۱ عسکره مړه
۲۰۰۶ کال کی ۱۹۱ عسکره مړه
۲۰۰۷ کال کی ۲۳۲ عسکره مړه
۲۰۰۸ کال کی ۲۹۵ عسکره مړه
۲۰۰۹ کا کی ۵۲۱ عسکره مړه
۲۰۱۰ کال کی ۷۱۱ عسکره مړه
۲۰۱۱ کال کی ۵۶۶ عسکره مړه
۲۰۱۲ کال کی ۳۲۶ هسکره مړه
په افغانستان کی د بهرنیوځواکونو دمړيني شمیرد هرهیواد د سر تیرو په پرتله په لاندی ډول سره دي.
کانادا ۱۵۸ سرتیری مړه
استرالیا ۳۸ سرتیری مړه
بلجیم ۱ سرتیری مړ
چیخ جمهوریت ۵ سر تیری مړه
دنمارک ۴۲ سرتیری مړه
استونیا ۹ سر تیری مړه
فنلند ۲ سر تیری مړه
فرانسه ۸۶ سر تیری مړه
ګر جستان ۱۱ سر تیری مړه
جرمنی ۵۳ سر تیری مړه
هنګری ۷ سر تیری مړه
ایتالیا ۴۷ سر تیری مړه
اردن ۲ سر تیر ی مړه
لاتویا ۳ سر تیری مړه
لیتوانیا ۱ سرتیری مړ
ناتو ۱۱ سر تیری مړه
هالند ۲۵ سر تیری مړه
نیو زیلاند ۱۱ سر تیری مړه
ناروی ۱۰ سر تیری مړه
پولنډ ۳۵ سر تیری مړه
پورتګال ۲ سر تیری مړه
رومانیا ۱۹ سر تیری مړه
جنوبی کوریا ۱سر تیری مړه
اسپانیا ۳۴ سرتیری مړه
سویدن ۵ سر تیری مړه
تور کیه ۱۴ سر تیری مړه
انګلستان ۴۲۶ سر تیری مړه
امریکا ۲۱۱۴ سر تیری مړه
په دی جګړه کي دافغانې سرتیرو د تلفاتو شمیر ۱۹۳۹ تنه ښودل شویدي. ولې داسی اټکل کیږی چه دغه شمیر به نور هم زیات وی.

Copyright Larawbar 2007-2024