کور / خبرتیا او پيغامونه / د پاکستان له خوا بریدونو پر ضد لاریون او احتجاج

د پاکستان له خوا بریدونو پر ضد لاریون او احتجاج

د لر او بر افغان وطن ټولو وطن دوسته او ملت دوسته عزیزانو وروڼو خوئندو ته خبر ورکوو چې په کونړ د پاکستان له خوا د توغندو د بریدونو خلاف، په کوئټه کې د هزاره افغانانو د هدفي وژنو خلاف، په کراچۍ کې د پښتنو افغانانو د هدفي وژنو خلاف د جمعې په ورځ په ۱۴ ستمبر سهار د اتو نیمو بجو څخه تر دولس نیمو بجو پورې به د پاکستان د هائی کمیشن لندن مخ ته یوه احتجاجي مظاهره کیږي. تاسو ټولو وطن دوسته او ملت پاله افغانانو وروڼو خوېندو ته د ګډون بلنه درکوو.

Address : High Commission for Pakistan, 34 – 36 Lowndes Square London SW1X 9JN

Time & Date: 14 September 2012
From 8:30 am to 12:30 pm
له طرفه : ټول وطن دوسته افغانان برتانیا