کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار پوهنتون خبرتيا

د کندهار پوهنتون خبرتيا

کندهار پوهنټون سبا د هغو نوم ليکونکو څخه چي تر اختر مخکي ئې د شپې پوهنتون له پاره نوم ليکنه کړې د کانکور ازموينه اخلي او ټولو ګډون کوونکو ته خبر ورکوي چي خپل د نوم ليکني کارټونه د شرعياتو د پوهنځي څخه ترلاسه کړي.
د ګډون له پاره کارټونه د تېري ورځي ( جمعې ) څخه پيل سوي او تر سبا ماپښين يعني يکشنبې ورځي تر يوې بجې پوري دوام لري او ازموين ورکوونکي کولاى سي چي په ياده موده کي خپل د نوم ليکني کارټ ترلاسه کړي.
ازموينه سبا پر يوه بجه پيلېږي.