کندهار : چاودنې کاناډايي سرتېري ټپيان کړل

34 | اپریل 17th, 2008


دکندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کې دقاضيانو هيديرې ته څېرمه دنړۍ والو او افغان ځواکونو پر ګزمه دريموټ کنټرول بريد وشو . وسله وال طالبان وايي چې په بريد کې ناټو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو دکندهار دسرحدي ليوا قوماندان رازق خان وايي چې بريد دکاناډايي ځواکونو پر ګزمه شوى او دکاناډاهيواد دوه سرتېري يې ټپيان کړي دي . دده په وينا ټپي سرتېري دکندهار هوايي ډګرته دپوځي څرخي الوتکو په وسيله ولېږدول شول .

Copyright Larawbar 2007-2024