احتیا ط وکړی ! نوي ځوانان دجوړیدوپه حال کي دي

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2012


نړیوال تحقیقي راپور

پداسي حال کي چي دنوي ځوانی پرمهال دجسمي او رواني بدلونونو اړوند څیړني ادامه لري او دبیلابیلو څیړونکو دلایل او نظریات ترډیره په نویو ځوانانو کي دبلوغ پروخت دهورموني تغیراتو پرمحور راڅرخي خو ددې څخه علاوه دنړی په کچه دنويو تحقیقاتو پایلي نور لاملونه هم په ډاګه کوي چي دژوند پرذکر سوې دوره کي پرې پوهیدل ګټورګڼل کیږي او باید په جدي توګه ورباندي حساب وکړل سي . دبلوغ په لمړیووختونو کي چي کله دانسان دبدن هورمونونه په ناڅاپي توګه تولیدیږی او زیاتوالی مومي ، نودنويو ځوانانو په رواني حالت کي دتصور خلاف تحولات منځته راځي ، دهغوي په وجود کي په یوه وار دتکبراو ځان ښودني احساس غزوني پیلوي او غواړي چي سرله نن څخه یی لویان خپل کارته پریږدي اوغوښتنه یی داوي ترڅو هراړخیزه آزادي یی ژرترژره په رسمیت وپیژندل سي .
ګړی په ګړی یی حرکات تغیرپیدا کوي او دڅیړنو له مخي ځیني خوآن ددوودقیقو لپاره هم نسي کولای پرځان او خپلو افکارو کامل تسلط ولري او خپل حواس راغونډ کاندي .
په عیني وخت کي دځان په اړه ورته ګڼي پوښتني پیدا کیږي ، پرځان دبسیا کیدو او هیلو پوره کیدو تلوسه یی څو چنده کیږي او دخپلو خیالی اهدافو دلاسته راوړلو په لارکي لمړني خنډونه دخپلو والدینو او یاهم دکورنیو دنورو مشرانو موجودیت ګڼي .
چي له بده مرغه په ډیری کورنیو کي د شخړودپیل او دیوبل په وړاندي ددریدلو اساسي لاملونه په ذکرسووکورنیو کي دنويو او یا تازه بلوغ ته درسیدلو ځوانانو احساساتي کړني ګڼلي کیږي ، چي دوام یی حتی دداراز کورنیو دسپکاوي سبب هم ګرځیدلی .
انسانان دعمرپه راز راز وختونوکي دبلوغ مراحلو ته رسیدلي دي ، نولدې کبله په زغرده ویلای سو چي ځانګړی عمر دبلوغ اصلي سن نسوګڼلای .
نورلاملونه له هغه جملې څخه خوراک هم ډیرمهم دی ، بې له شکه بلوغ یوه استثنایی هورموني پیښه ده ، خو دانسان نیکمرغي پدې پوري نغښتې ده چي یوازي یووار په ژوند کي ذکرسوې دوره تجربه کوي ، پداسي حال کي ډیری حیوانات په کال کي یوځل خامخاد دارنګه جسمي او رواني بدلونونوسره مخ کیږي .
څیړني ښیی چي دهورمونونو ذکرسوې تحرکات په لمړي ځل د۶ څخه تر۸ کلنی پوري صورت نیسي خو پرروان باندي یی اغیز ډیر کم او حتی نا محسوس وي ، خو دوهم بدلون هغه مهال رامنځته کیږي چي مغز د( ګوندوتروفین ) په نوم یوې مادې په ترشح پیل وکړي ، دا مرحله دبلوغ ددوران شروع ګڼل کیږي
په مغز کي ځانګړي بدلونونه
په لندن کي چاپیدونکي ورځپاڼي ( ټایمز) څه موده وړاندي دنوي ځوانی پروخت په انسانانو کي دروحي او جسمي بدلونونو ترسرلیک لاندي راپورخپورکړی ، چي په ذکرسوي ګزارش کي دلندن پوهنتون د مغزپیژندني علومو دانسټیټوټ تحلیلګرډاکټرساراجین بلکمورله قوله راغلي چي ((نه یوازي دنويو ځوانانوپه ماغزوکي دبلوغ پروخت بنسټیزتحولات رامنځته کیږي بلکي دانسانانو ماغزه دهغوي دژوندانه ترلمړنیو دوولسیزو پوري دپراختیا او بدلون بیلابیل پړاوونه طی کوي . ))
دبلوغ په دوره کي دوه عمده اتفاقات په ماغزو کي صورت مومي : اول داچي دمغز فعالیت په چټکي سره زیاتیږي او بل پدې دوره کي ماغزه دمحیطي خوځښتونو په وړاندي تند عکس العمل ښیی او یاهم دارنګه عوامل په ډیرظرافت سره کنټرول او تنظیموي .
دغه چاره مغز اجراییه اي اقداماتو ته هڅوي او شخص ته دلمړیتوبونو ټاکلو ځواک وربخښي ، که څه هم نوموړي ته څرګنده نه وي چي فعالیت به یی مثبت او که منفي پایلي له ځانه سره ولري ؟؟؟؟
دنویو ځوانانو په ماغزوکي ذکرسوي بدلونونه په لمړي ځل ددوي پرانګیرنو ، احساس او عواطفو اغیزښندي ، چي همدا موضوع درواني اړخه دځوانانو دبدلون سبب ګڼل کیږي .
دهمدې او په څنګ کي یی دهورموني تغیراتو په پایله کي ځوانانو ته دشجاعت احساس پیدا کیږي او داهغه وخت دی چي بیا خپل مقابل لوري ته یی ددلیل راوړلو او لازم جواب ویلو قدرت کمزوری کیږي .
ددې ټولو مشخصو بدلونونو څخه چي دیوه نوي ځوان په جسمي او رواني حالت کي دحیرانونکي تغیر څرګندي بیلګي دي دا په ډاګه کیږي چي نوي ځوانان ( تازه بلوغ ته رسیدلي کسان ) په سمه توګه خپل محیطي شرایط لکه څرنګه چي ښایی نسي درکولای ، او يه ساده اصطلاح هغه نه پوهیږي چي ترپښولاندي مځکه یی څومره ښوویدونکي او بې ثباته ده ، او هره لحظه ممکنه ده چي دخپلو احساساتي او یا په بل عبارت ناسمو پریکړو تاوان پریکړي .
ددې څیړنې په پای کي راغلي چي : دنویو ځوانانو شخصیت دټولني دنورو افرادو لپاره په دوو مختلفو څیرو کی راښکاره کیږي
لمړی دلیونيو احساساتو او شدیدوغبرګونونو څخه ډک ځوان سوي شخصیتونه دوهم دمتانت ، اخلاقو او سکون لرونکي اشخاص
دا ځکه چي دکورنی او ټولني دا قشر مو دکوچنیوالی او لویوالي ترمنځ سرګردانه انسانان دي ، نو دا موږ لویان یو چي لمړی باید هغوي درک او لکه څرنګه چي ښایی وپیژنو ، ورپسې ددوي ماغزه دهغوي دتیروتنو پرمهال ملامت وګڼو نه هغوي پخپله
ځکه دااحتیاط مو د راتلونکی نسل لپاره ګټوري پایلي له ځانه سره لري هغه پدې چي دوخت په تیریدو سره مو نوي ځوانان دجوړیدو په حال کي دي .
نوربیا ………………………………………………………

Copyright Larawbar 2007-2024