د پېښورد متنو په بازارکې چاودنه ٢٨ مړه او ټپيان
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: دخېبرپښتونخوا دپېښور ته نيږدې د متنو په بازارکې دچاودنې له امله ١٢ کسان وژل شوي او ١٦ ټپيان دي اويوشمير دوکانونه هم ويجاړ شوي دي ، دپوليسو په خبره چاوديدونکي مواد په موټر کې ځاى په ځاى شوي وو دا چاودنه له ماښام وروسته نږدې اوه بجې د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار اړونده د متنو په سيمه کې د موټرو په يوه مستري خانه کې شوې ده.دپېښور ښار د پوليسو يوه افسر خورشيد خان د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې په چاودنه کې د شمالي وزيرستان ديوه دولتي چارواکي هاشم خان په ګډون ١٢ تنه وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ددولتي چارواکي زوې، ورور او د تره زوې او دوه نور ماشومان هم شامل دى.نوموړى دولايتي چارواکى وايي چې د شمالي وزيرستان دولتي چارواکي هاشم خان خپل موتر مستري خانې ته دترميم په موخه راوړلى و، چې له مخکې څخه پکې ځاى پر ځاى شوى بم وچاودېد.د پوليسو دغه چارواکي وويل چې په دې پېښه کې ټپي شوي خلک د پوليسو لخوا د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د پېښور ښار تر ټولو لوى دولتي روغتون ( ليډى ريډنګ ) يوه کارکوونکي ډاکټر طارق رسنيوته وويل چې له چاودنې څخه ورته ١٦ ټپيان راوړل شوي، چې دپنځو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې په دې چاودنه کې تر ٤٠ کيلو ګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.د سرچينې د معلوماتو له مخې د چاودنې له امله لس دوکانونه او اوه عرادې نور موټر هم له منځه تللي دي.د يادونې وړ ده چې په دې چاودنه کې وژل شوى دولتي چارواکي د پېښور د متنو اوسېدونکى دى، چېرته چې د وسلوالو مخالفينو او ورانکارو پر ضد ددولت په مرسته د امن لښکر جوړ شوى دى.د پېښې یوه عیني شاهد بنارس خان وویل، په پېښه کې د ده یو شمېر خپلوان وژل شوي دي.یوه بل کس ارشد وویل، په دې چاودنه کې د ده پلار او د کورنۍ نور درې غړي وژل شوي دي. ده وویل، حکومت باید د داسې پېښو مخنیوی وکړي.ارشد وویل، وسله والو د دوی سیمه ((ډېره خرابه کړې ده.)) ده زیاته کړه ((الله دې [وسله والو] ته هدایت وکړي او که هدایت یې په قسمت کې نه وي نو خدای دې تباه و برباد کړي چې دا نور مسلمانان ترې بچ شي.))د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین رسنيو ته وویل، کله چې مستري په موټر کې کار کاوه، نو هغه وخت چاودنه شوې ده. دی وايي، داسې پېښې د حکومت او ولس ((حوصله نه شي ماتېدای.))