جمعه خان همدرد د کورنيو چارو وزارت ته نومول کيږي
پارلمان ته به جمعه خان همدرد د کورنیو چارو وزیر په توګه معرفی شی
یوی معتبری منبی د نوم نه اخیستلو په شرط لراو بر ویب پاڼی ته وویل چی نن ولسمشر کرزی او دهغه ورسره ټیم پریکړه وکړه چی د اسلامی حزب یو مهم غړی ، د قومو نو چارو کی سلاکار وزیر او د پکتیا اوسنۍ والی جمعه خان همدرد به د کورنیو چارو وزیر په توګه وټاکي.
دا پریکړه هغه مهال وشوه کله چی د اسلامی حزب د رول او همیت په اړه په ارګ کی خبری اتری روانی وې ، ددی پریکړی پرمهال ولسمشر کرزی ویلی د ښاغلی همدرد نوی پست ته په راتلو به د اسلامی حزب مشرتابه ته یو شین څراغ وی او نوموړی کولای شی د اسلامی حزب له حکومت سره اړیکی غښتلی کړي.
یاده منبع زیاتوی نن هم د ملی شورا څو تنو غړو له ښاغلی ډګر جنرال جمعه خان همدرد سره د هغه په کور کی وکتل او له هغه یی وغوښتل د ولسمشر له دی پریکړی انکار ونکړي.
د کورنیو چارو وزارت لپاره د ډګرجنرال جمعه خان همدرد پریکړه په داسی حال کی کیږی چي د ملی امنیت لپاره اسدالله خالد
د دفاع وزارت لپاره بسم الله محمدی
د سرحدونو وزارت لپاره عارف خان نورزۍ
دټاکنو د کمیسون لپاره کریم خرم
د لویی څارنوالۍ لپاره د ټاکنو اوسنۍ ریس
او د ولسمشر د دفتر ریاست لپاره ابراهیم سپین زاده نومول شوی دي.
د ټولو وزارتونو لپاره نومول سوي کسان د ولسي جرګې د غړو د باور رايي ترلاسه کولو ته اړتيا لري .