کور / اقتصادي / د چابهاربندر پرانسته د اقتصاد په وده كې مهمه ونډه

د چابهاربندر پرانسته د اقتصاد په وده كې مهمه ونډه

د اقتصادي او سياسي چارو شنونکي وايي، د ايران پر خاوره د افغانستان له
پاره د چابهار بندر به د سيمې د هېوادو او په ځانګړي ډول د افغانستان د
اقتصاد له پاره ډېر ګټور تمام شي.

دكارپوهانو په اند ياد بندر كولاى شي د هېواد اقتصادي حالت باندې مثبت
اغيزه ولري، چې ورسره په د سوداګريزې چارې پراخ او سوداګرو ته به
اسانتياوې رامنځ ته کړي.

د كابل د پوهنتون استاد سيف الدين سيحون لراوبرته په يو ځانګړې مركه كې
وويل، د چابهار بندر چې د كراچي او د ګوادر له بندرونو وروسته نږدي
بندردى په پرانسته سره به يې په افغانستان کې د خوراکي او نورو توکو د
کمښت ستونزه هواره شي.

نوموړي د دې بندر پرانست د افغانستان د اقتصاد لپاره يو لوي لاسته راوړنه
وبلله او زياته يې كړه چې په دې سره په افغان سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې
برابرې شي.

د استاد سيحون په وينا د دې بندر پرانست كولاى شي پر افغانستان د
پاكستان هغه اقتصادي فشارونه چې وخت ناوخت يې پر ګواښي له منځه يوسي.

نوموړى دا هم وايي،افغان دولت بايد د ايران سره قانوني قرارداد لاسليك
كړي ترڅو په راتلونكي كې ورته ستونزې رامنځ ته نشي.

نوموړي سپارښتنه وكړه چې افغان دولت بايد يواځې وارداتو ته پام ونه کړي،
بلكه د دې بندرنه د صادراتو لپاره هم ګټه پورته كړي.

په همدي حال د سوداګري او صنايعو چاروخونې مرستيال خان جان الكوزي هم ياد
بندر د سوداګرو لپاره يو لويه لاس ته راوړنه بولي.

نوموړي وويل چې د دې بندر په پرانستو سره به ګڼو سوداګرو ته په هر کانټير
مال کې تر زرو ډالرو پورې ګټه ورسېږي.

نوموړي زياته كړه چې د ايران هېواد ياده بندرآزاده اعلان كړى او له
سوداګرونه پكې تكس نه اخيستل كېږي، چې دا يوه د پام وړلاسته راوړنه ده.

نوموړي د ايران دولت له لوري په چابهار بند کې افغان سوداګرو ته د پنځوس
هکتاره ځمکې ورکړه د افغان سوداګرو له پاره لويه اسانتيا رامنځ ته کولو
وبلل، چې په وينا يې سوداګر به له ډېرو سوداګريزو ستونزو پرې خلاص شي.

نوموړي هم مني چې د دې بندر په پرانستلو سره به د پاكستان اقتصادي
فشارونه له منځه لاړې او يا هم كم شي، چې په وينا يې پاكستان هېڅکله هم
دا نه غواړي.

ښاغلي الكوزي زياته كړه چې دمګړۍ پاكستان د افغان سوداګرو نه كلنى يونيم
ميليارده ډالره ګټه اخلي او د چابهار د بندر د په پرانستلو سره به
پاكستان د خپلو سخت شرايط نه د افغان سوداګرو په وړاندې لاس واخلي.

دسياسي چاروشنونكي هم وايي، چې د دې بندر په پرانستلو سره د هند په ګډون
د افغانستان او ايران په اړيكې كې مثبت توپير راځي.

د سياسي چاروشنونكى وحيد مژده لراوبرته په يوځانګړې مركه كې وويل چې دغه
بندر به افغان سوداګرو ته د پام وړهوساينې رامنځ شي.

نوموړي وويل د سوداګرۍ لارې نه په ډېر اساني سره د هېوادونو ترمنځ سالمي
اړيكې تامنيداى شي، چې په ويناي د دغه بندر په پرانست سره به د درې
هيوادونو، افغانستان، ايران او هند تر منځ اړيكې ښه شي.

نوموړي هم وويل چې پاكستان به هم د دې بندر په پرانستلو سره په افغان
سوداګرو له فشار واردولو نه خلاص شي او بيا به دا موقع په لاس نه ورځي.

که څه هم نوموړى وايي، پاکستان به په دې بندر کې د هند له ونډې په
اندېښنه کې شي، او نه غواړي افغانستان او هند سره نېږدې شي خو د
افغانستان لپاره نشي كولاى زيان واړوي.

ښاغلي مژده زياته كړه چي دهند دغه پانګونه د درې هيوادونو لپاره ګټوره
تمام شوه او درې واړو هېوادونو ته به پكي ګټه ورسېده.