ولس نه د چا خيانت معافوي نه يې پر خدمت سترګي پټوي

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2012


محترم محمد اقبال عزيزي،چي کله د لغمان ولايت د والي په توګه وټاکل شو،نو ددغه ولايت د اوسېدونکو، ځوان افغان قشر او فرهنګيانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او دده په ځوان وجود کې يې په سياسي او پوځي لحاظ ددغه حساس ولايت د ښېرازۍ، پرمختګ او امن خوبونه ولېدل؛ځکه خو ددغه ولايت فرهنګيانو د خپلو خوبونو د تحقق لپاره د ده ملاتړ ته راودانګل.
د يوه لوى فرهنګي بدلانه په هېله يې د افغانستان د لوى انګرېز دښمن مبارز(محمد شاه خان بابکر خېل) په لمانځنه سره د يوه علمي –فرهنګي خوځښت څپه راولاړه کړه؛ دالړۍ يې د استاد محمد آصف صميم ،استاد لعل پاچا آزمون او څېړونکي عبد الغفور لېوال په نمانځنو او مشاعرو سره و غځوله، چي په هره غونډه کي به د افغانستان د بېلابېلو او ليرې سيمو څخه لېکوالو او شاعرانو گډون کاوه؛په دغو ټولو فرهنګي ناستو پاستو کې به د لغمان ځوان والي د غونډو د ګډونوالو په منځ کي دروند ناست و او د هر چا پر ژبه، به دده د فرهنګپالنې صفتونه روان ول.
داسي فکر کېده، چي نوموړى به د افغانستان په ټولو واليانو کې د لوړ فرهنګي نامه ريکارډ ټينګ کړي؛ خو ګوره د والي او فرهنګ تر منځ څنګه توره پيشو تېره شوه، يودم په لغمان کي د فرهنګپالني څپه کېناسته او دغه ډګر کي داسي سکوت واکمن شو چي د هر حساس افغان زړه يې خوږاوه او د ډيرو يې په عواملو سر نه خلاصيده.
بالاخره په دې وروستيو کې د افغانستان او بهر رسنۍ د نوموړي والي پر خلاف پرله پسې خبرونو، تحليلونو او تبصرو پرسر واخيستې او دا سلسله له بده مرغه لا روانه ده، په دې لېکنو کي يو نيم د محترم والي په حمايت هم خپريږي.
ددې لپاره، چي دغه ټولي ليکني مو د درنو لوستونکو د لاښه او بې پرې قضاوت لپاره راټولي او خوندي کړي وي، نو پرېکړه مو وکړه ،يوه گڼه (کاوون) مجله ورته ځانګړې کړو او دا ټولې ليکنې به له کومې لاسوهنې پرته کټ مټ خپرې او د لا ډېرو لوستونکو تر لاسو به يې ور ورسوو.
ددغي موخي لپاره له ټولو هغو کسانو څخه چي له دغي موضوع سره علاقه مندې او مالومات لري هېله کوو، چي خپلې بې طرفانه او د واقعيتونو پر بنسټ استوارې ليکنې راواستوي.
زموږ په نظر ددغه کار يوه ګټه داده چي د بېلا بېلو نظرياتو او شننو په ترڅ کې په واقعيتونه روښانه او د تاريخ دقضاوت لپاره به کافي مواد را يوځاى شي او له بله اړخه به د هر هغه چا لپاره د عبرت سبب وګرځي، چي غواړي د خلګو د سرنوشت په زمينه کي کار وکړي، هغوى به دا درس هم واخلي، چي خلک د خپلو خدمتګارانو او ناخدمتګارانو په باب ډېر ښه قاضيان دي ، هغوى نه دچا خيانت معافوي او نه يې هم پر خدمت سترګي پټوي.
د وطنپرستو، فرهنګ مينو او ملت پروره چارواکو په هيله
د کاوون مجلې مسوول
اسد دانش

Copyright Larawbar 2007-2024