کور / ترخې خبري / افغانستان،دتوکمییز تعصب اوکلتوري یرغل په منګول کې

افغانستان،دتوکمییز تعصب اوکلتوري یرغل په منګول کې

افغانستان،دتوکمییز تعصب اوکلتوري یرغل په منګول کې

واقعیت خو دا دی ؛ چې ټولنیزې ښکارندې په پرله پسې توګه د مثبت بدلون او اوړون په چوکاتټ کې د یوه هیواد د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې نوښت ته اړتیا لری،خو دا نوښت باید د نوموړي هیواد د دیني،فکري او کلتوري ارزښتونو ځخه،کوم چې په نړیواله کچه د یوه هیواد څانګړتیا او هویت تشکیلوي پشه بهر کې نه ږدي او نه هم نوموړي ارزښتونو د پردیو هیوادونو تر کلتوري یرغل لاندې واقع شي، خو له بدمرغه زموږ په هیواد کې هغه کرغیړنې ښکارندې ،چې د یوې انسانې ټولنې د تباهۍ او بدمرغۍ لامل کیږې په پرله پسې توګه پر هیواد باندې د حاکم حالت له کبله د ودې په حال کې دي او زموږ سر لوړی هیواد د ذلت او معنوي خوار ۍ لوري ته وړي.

د نظامی یرغل په وړاندې د افغانانو تاریځ روښانه دی، او پدې هکله ویره اواندیښنه دومره ژوره نه ده ، نظامی یرغل به حتما د افغانستان په تورو غرونو کې سر وخوری، څرنګه ئې چې نښې هم را ښکاره شوې دي، او د لویدیځ خپل مطبوعات هم د شکست خبرداری ورکوی. خو دا ځل په افغانستان کې د اوسني یرغل او اشغال توپیر او ګواښ دا دی، چې لویدیځ د خپل نظامی یرغل تر څنګ په سیمه کې د فکری او کلتوری یرغل لپاره ن لاره هواره کړې ده ، تر څو تر نظامی یرغل لاندې هیوادونه تر فکری او کلتوری یرغل لاندې هم وساتی ، او په دغو هیوادونو کې په فکری او کلتوری لحاظ ژور بدلون رامنځ ته کړی،چې فی الواقع دا ډیره د اندیښنې وړخبره ده، ځکه چې د هر هیواد هویت د هغه هیواد په فکری، عقیدوی او کلتوری ځانګړتیاوو کې نِغښتی وي، که چیرې په اوږده مهال کې په افغانستان کې دا بنسټونه تغیر ومومی او په هغه لوری روان شي چې استعمار ئې غواړی چې روان شي نو د افغانستان د اسلامی ټولنې تباهي او بربادی کره ده ، او شواهد هم داسې دي چې کلتوری یرغل په منظم ډول روان دی او دافغانستان په ټولنه کې ناوړه بدلون را منڅ ته کوي .

د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادی هغه اصل دی چې باید په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي ، خو دا پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملی امنیت خوندي ساتلولپاره د ژورنالزم په وزارتونو کې د کنټرول څانګې لری تر څو هغه مواد وارزوي کوم چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی، د لودیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم، نیوزویک، واشنګټن پوست … مطالب او لیکنې هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی او همدا راز د نړۍ ټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرول څانګې لری، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر، کلچر، عقیده، اخلاق … په هغه چوکاټ کې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره سمون لري .

سربیره په دې د هر هیواد روشنفکره او مثقفه طبقه مسؤلیت لری چې د خپل هیواد وګړو ته هغه فکر، عقیده او فرهنګ وړاندې کړی چې د دوی ملی هویت او دینی ارزښتونه په کې محفوط وي، که چیرې خپل هیواد ته صادق وي او پلورل شوی نه وي .

اوس که دافغانستان حالت وګورو . د لویدیځ د اشغال په سیوره کې زموږ د مطبوعاتو ټول ماشین د ایران او هند په لاس کې دی ، کومې هندی ډرامې چې د افغانستان په مشهورو ټلویزونو نو کې نندارې ته ایښودل کیږی د افغانستان ټولنه د تباهۍ لوري ته بیایی، ځکه چې د فرهنګي پیغام وړاندې پکې دیني پیغام نغښتي دی، که د نوموړو ډرامو مضمون او محتوی وڅیړل شي پرته له دینی پیغامه بل څه پیغام نه لری ، د بوداییزم هغه دیني فلسفه چې د یوه سړی روح په اوو مختلفو کالبدونو کې د اوه ځله لپاره ژوندۍ کیږی ، او یو انسان اوه ځله په مختلفو څیرو کې ژوندی کیږی، پکې تمثیلیږي ، د کلتوری پیغام تر څڼګ د هرې ډرامې مرکزی پیغام دا دي چې د یوه انسان روح په مختلفو جسمونو کې ننوځي او ژوند وربښي . که د یوې افغانۍ کورنۍ یو لس کلن زلمی له خپل پلار نه دا پوښتنه وکړی چې پلاره ! نو موږ به بیا هم ژوندی کیږو لکه (سندرا ) لدې څخه موږ کولای شو د دې ډرامو اغیزه په خپلو هغو کورنیو کې انځور کړو چې اکثریت ئې سواد نه لری او دینی پوه ئې ډیره کمه ده، او د دې ډرامو د لیدلو شرایط د بې وزلی سره سره ورته مهیا شوی دي. دا چې په لباس، خوراک څښاک کې د دې ډرامو تر اغیز لاندې راشو دا خو حتمی ده، زه په ټول باور ویلی شم ،چې زموږ په افغانی ټولنه کې به د سندرا ، دلهن ، ساغر … او داسې نور نومونه پیدا شوی وي، هندي لباس خو په پراخه کچه رواج او د افغاني ټولنې دفیشن او سینګار اړینه برخه ګرځیدلی، د هندوانو په څیر پر ټنده دخالونو ایښودل خو زموږ په اصیله ټولنه کې دهر چا تر سترګو کیږي.

دا خو پردی فرهنګ او دود دی چې زموږ ټولنې ته یې لاره موندلې ده ، تر دې هخوا هځې روانې دي تر ځو زموږ اصیل دیني ارزښتونه تر پوښتنې لاندې را شي او د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې شي ، د بیلګې په توګه د روژې په مبارکه میاشت کې موږ ټول د هغه سپیځلي او ویاړلي اسلامې تاریخ د شخصیتونو د تجسید له مسالې سره مخ شوو ، چې د فقهي اړخه جواز نه لري، خو کومې ډرامې چې په ډیر فخر او ویاړ د افغاني ټلویزنونو له لوری لیدونکو ته په روژه کې وړاندې شوې، هغه اسلامی ارزښت یې چې د ځورلسو پیړیو را هیسې په خپل حال پاتې وو د ناوړه بدلون په لور په حرکت کې کړ یعني د اسلامي شخصیتونو تجسید او تصویر .

زموږ په ذهنونو کې د پیغمبرانو او د صحابه وو کرام د سپڅلېو څیرو بدیلې ځیرې مجسمې شوې کومې چې د اسلامي حکمت پر بنسټ باید همدا راز پټې پاتې وی، تر ځو یې دعظمت او لویوالی تابتیا زموږ په ذهنونو کې محفوظهه پاتې وي، او له دې لارې مود الله تعالی عظمت او لویي درک کړې وی. په اسلام کې اصل دا دی چې ارزښت تر شخص وړاندې دی له همدې کبله په اسلام کې تر شخص وړاندې ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي ،د بیلګې په توګه کوم مهال چې عمر رضی الله تعالی عنه د اسلام تاریخ وټاکه هغه یې د رسول الله ضلی الله علیه وسلم له وفات ځخه نه بلکې د هغه د هجرت ځخه وتاکه، تر ځو د ارزښت درناوی شوی وي ،نه هم د شخص.

د تصویر او تجسید په مساله کې د اسلام دریڅ روښانه اوڅرګند دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د تصویر څخه منعه کړی او فرمایلی یې دي : إن أشد الناس عذابا عند الله يوم القيامة: المصورون” (رواه البخاري)،

وقد قال الرسول صلى الله عليه وسلم أيضا “لا تدخل الملائكة بيتا فيه كلب ولا تصاوير” (رواه البخاري).

ژباړه : د قیامت په ورڅ د الله په وړاندې تر ټولو سخت عذاب لیدونکي انڅورګر دي .

ملایکې نه ننوڅي هغه کور ته چې پکښې وي سپی او انڅورونه .

له همدې کبله مسلمانانو په خپلو کورنو او جوماتونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه د اصحابوو بتونه او انڅورونه کې نه ښودل.

دا هغه اصل او ارزښت دی چې د څورلسو پیړیو په اوږدو کې په خپل حال پاتې ؤ او اوس د بدلون په حال کې دی ، دیادونې وړ ده چې ډیری د دغو تاریخي ډرامو چې پکښې د پیغمبرانو او صحابه وو کرامو شخصیتونه تجسید شوي دي د ایران داسلامي جمهوریت له لوري تمویلېږي .

دا شرایط څوک برابروی ؟ دا د یو منظم پلان په پایله کې د ایران او هند له لوری په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د غربي اشغال په موجودیت کې برابریږی، د مختلفو مصلحتونو په پایله کې لویدیځ د افغانستان کلتوری فضا ایران او هند ته سپارلی ده، او د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت په مشرۍ دا پلان په وړاندې روان دی ، دا وزارت پر ځای د دې چې ټولنه له پردی یرغل و ژغوری په خپله ټولنه د بربادۍ او تباهۍ کندې ته راکاږي، داسې انګېرل کېږي چې زموږ د دولت څلورم ځواک د ایران او هند په واک کې وي .

بل لوری ته که د توکمیز تعصب ښکارنده په افغانستان کې وڅیړو، په زغرده ویلای شو، چې زموږ د هیواد په سیاسی ، ټولنیز او اقتصادي بې ثباتۍ کې پریکنده اغیزه لري، داسې انګیرل کیږي چې د یوه منظم پلان له لوری په افغانستان کې متفاوت سیاسي ځواکونه د مختلفو بهرنیو هیوادونو د استخبارتي کړیو له لوري ګمارل شوي وي تر څو د افغانستان د مختلفو ولسونو او قومونو تر منځ د توکمیز تعصب اور له هم لمبه ور کړي او په لمبو کې یې د افغانستان عزت ، وقار او ویاړ وسیزي .

د ختیځ او لویدیځ د استعماري بلاکونو په مشرۍ په افغانستان کې توکمیز تعصب ته لمن وهل شوي ، او ځینې سیاسي ډلې او ټپلې خو د افغانستان سیاسي برخلیک ته د رسیدو لپاره خپل ټوکمونه د قومیت پر بنسټ په ځان پسې ولاړ کړي دي .

د توکمیز تعصب جرړې په افغانستان کې ډیرې ژورې شوې، آن تر دې چې د افغانستان په سیاسي پریکړو کې خپل اغیز په ډاګه کوي .

بل لوری ته ځني افغانانو چې د لویدیځ په مادي عیش او عشرت کې اوسیږی او ځان ته دې روشنفکرانو او فیلسوفانو خطاب کوی او د رسنیو له لاره زموږ کړیدلی ټولنه ته د اسلام ضد افکار وړاندې کوی ، او کله نا کله هم په خپل افغانی هویت شرمیږی، او د دې لپاره چې د لویدیځ له فساده ډکه لمن نوره هم ټینګه ونیسي او په غلامۍ کې ئې یو ګام نور هم وړاندې شي، د افغانانو له تخلف او بې همتۍ نه خبره کوی ،حال دا چې د همدغه افغانی هویت په نامه ځان خلکو ته ورپیژني .

په پای کې د پام وړ خبره دا ده چې د نظامی یرغل چاره خو به وشي،خوپکار ده چې موږ فکری، عقیدوی او کلتوری یرغل ته څیر شوو، ځکه چې په اوږده مهال کې به زموږ دې ټولنې په جوړښت کې ډیرې ناوړې پایلې ولری.