په اسلام اباد کې د افغان سفارت د خپلواکۍ د ٩٣مې کاليزه ونمانځله

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 5th, 2012


اسلام اباد:په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له خوا د خپلواکۍ د ٩٣مې کاليزې د نمانځلو په مراسمو کې چې تېره شپه ترسره شول، د نورو خلکو ترڅنګ د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي هم ګډون درلود.د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې دغه غونډه پرون له ماښام وروسته د اسلام اباد په يوه هوټل کې ترسره شوه.د افغانستان د سفارت د مطبوعاتو مسوول زردشت شمس وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي، د سفارت نورو چارواکو او په پاکستان کې مېشتو يو شمېر افغان مخورو برخه اخيستې وه.هغه زياته کړه، چې د دې ترڅنګ د پاکستان د حکومت د سرحدونو او کورنيو چارو وزيرانو، يو شمېر مشرانو، د بهرنيو چارو وزارت استازو، د پارلمان او د سياسي ګوندونو غړيو هم په دې مراسمو کې ګډون درلود.شمس وايي، چې دغه راز د هېواد د خپلواکۍ په دغو مراسمو کې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي استازو او د دغه ګوند د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير او قطب الدين هلال هم برخه اخيستې وه.د سفارت مطبوعاتي اتشې په دې غونډه کې د حزب اسلامي د استازو د ګډون په اړه وويل، چې دا د افغانستان د خلکو ملي ورځ ده او ټول افغانان حق لري چې په کې ګډون وکړي.هغه زياته کړه:((موږ ټولو افغانانو ته،که هغه مخالف دي او که موافق په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه او د هغوى ګډون ته په مثبت نظر ګورو، دا يو نېک ګام و موږ يې هرکلى کوو.))شمس زياتوي، چې د تېرې شپې په غونډه کې د پاکستان د واکمن پيپل ګوند ترڅنګ، د عوامي نېشنل ګوند، شېرپاو ګوند، مسلم ليګ (ن) او مسلم ليګ (ق)، جماعت اسلامي او د جمعيت علماء اسلام مذهبي ګوندونو استازو هم ګډون درلود.د هغه په وينا، د غونډې په پيل کې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او د غونډې په وروستۍ برخه کې د زيک افريدي په نوم د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي د افغانستان ملي سندرې ګډونوالو ته وړاندې کړې. له انګرېزي ښکېلاکه د افغانستان ملي خپلواکي تر لاسه کولو ۹۳م کالیزه د پاکستاپه پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې له لوري په یوه دستوره کې ولمانځل شوه.په غونډه کې برخوال د پاکستان پيپلز پارټۍ شيرپاؤ ډلې مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ د افغانستان د ملي ورځې په مناسبت سره وويل، چې دا ورځ نه صرف د افغانانو لپاره بلکې د نړي په ګوټ ګوټ کې پرتو پښتنو لپاره ډيره مهمه ده. هغه وویل، ((چې د افغان ولس ستونزې زموږ ستونزې دي او زموږ مسلې د هغوی مسلې دي، نو له دې مشکلاتو د راوتو لپاره دواړو ملکونو ته په ګډه کار کول په کار دی.))د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صدر سېنېټر افراسياب خټک د ملي ورځې په مناسبت سره د افغانستان حکومت، افغان ولس او ټولوپښتنو ته مبارکي ورکړه او ویې ويل:(په افغانستان کې د امن او سوکالۍ خواهشمند يواو الله دي وکړي چې هر کال افغان ولس او پښتانه دا ورځ هم دا شان په ښه توګه ولمانځي)د سيفران وفاقې وزير انجنيئر شوکت الله ددې ورځي په مناسبت سره خپل پيغام کې وويل ،چې ټولو پښتنو او د افغانستان ولس ته دې دا ورځ مبارکه شي او الله دې په دي سيمه کې امن او کراري راوړي.د پروګرام په پای کې په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزئي د راغلو ميلمنو مننه وکړه او ويې وا يل چې د دې ورځې لمانځلو مقصد ه دا دې چې افغان ولس ته دا يادول دي چې) موږ يو آزاد قام يو او دا خپله آزادي به په هر قيمت قایم او دایم ساتو.)په غونډه کې په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزي پشمول د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک، د سيفران وفاقي وزير انحنيئر شوکت الله، د پاکستان پيپلز پارټي شيرپاؤ ډلي مشر افتاب احمد شيرپاؤ، د مسلم ليګ ن سيکرېټري جنرل اقبال ظفر جګړا، د جماعت اسلامي نائب امير سراج الحق، د عوامي نيشنل ګوند سينېټر حاجي عديل، سينټر افراسياب خټک او افضل خان لالا نه علاوه د ملک د نورو سياسي ډلو سره غړیو، د مختلفو ملکونو سفارتکارانو، د ولسي تنظيمونو مشرانو او ګڼ شمير کې خبريالانو ګډون وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024