افغان دولت له نړيوال بانک سره د ۱۲۵م.م. ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ
د ريليف ويب د خبر په حواله نن د افغانستان د ماليې وزارت د نړیوال بانک سره د ۱۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون امضاء کړئ. دغه پیسی به د پوهني وزارت له طریقه د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د ښووني د کیفیت د لوړولو او د ښوونکو د روزني په برخه کښي د راتلونکو دوو کالو په موده کښي مصرفیږي.
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال د نړیوال بانک د همیشنیو کومکونو او په خاص ډول د پوهني په برخه کښی د نه هیریدونکو مرستو کولو څخه ستاینه وکړه او دغه مرسته یې په افغانستان کښي د پوهینز بهیر د پیاوړتیا او د ښوونکو د روزني په برخه کښي یو ارزښتناکه قدم وباله.
د یادوني وړ ده چي نړیوال بانک د ۲۰۰۶ کال راهیسي په افغانستان کښي ۱۶۵۲ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړي کړی، ۹۰۰۰۰ ښوونکې او ۱۴۰۰۰ د ښوونځیو مدیران روزلي دي.