کور / شعر / زما مشر د ویشتو دی که ماشوم ؟

زما مشر د ویشتو دی که ماشوم ؟

زه له خپل ملکه پردی شوم که وطن می د پردو شو
زما مشر د ویشتو دی که ماشوم می د ویشتو شو
زما مرګ پسی راغلی ګونده کیش مرمی توپک کې
دا منم چی ما به مړ کړي خو دښمن هم په ګوندو شو
مجنون پټ ګرځی له شرمه چاته مخ ښودلی نه شي
چی قاتل مظلومان وژني لاس یی پاک په لیونو شو
چی می اور ته تودیدلی ګاونډیه اوس یی ګوره!
زما کور د ایرو څلی خو ستا هم په سوزیدو شو
د دجال څلویښت رنګونه د څلویښت ملکو حمله ده
علامی د قیامت ښکاري لمر له غربه په ختو شو
هیڅ تڼۍ را پاته نه شوه په ګرداب د حادثو کی
چی زما ګریوان ته راغی وحشت خپله په توبو شو
اختر رمز د خوشحالیو خو زما په ویر ژړلی
زما غم پټ وي خوښی کی که بمبارد په خوشالو شو
چی وطن ارامه نه وي د اعصابو سکون چرته!!
شپه کی شل ځله ویښیږم خوب می هم په تیندکو شو