په کندهار کي د ولسي او سياسي ځواک دجوړېدو دبهير راپور

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2012


د پښتنو د ولسي او سیاسي ځواک د جوړېدو په موخه په لوی کندهار کې د پښتنو ستره غونډه.

د لسيزو راهیسې په افغانستان کې جنګي لوبغاړي د یو سپيڅلې ملت په ښکار کولو لګيا دي، وروستي کلونه د افغان ملت دپاره ډیر وژونکي دي، د پخواني شوروي اتحاد د ماتې راهیسې دافغانستان غمیزې ځان خپل اوج ته رسولی، جهادي جګړې، طالبي جګړې، دنړیوالو جګړې، د جنګسالارانو جګړې، د شخصي امنیتي کمپنیو جګړې، د اربکیانو جګړې ملت تباه کړی او افغان ملت يي د اوسني عصر په غلامی کې راټينګ کړی دی.

افغانستان د اصلي او جعلي تروریزم په منځ کې دنړی د معاصر استعمار او استبداد په لومه کې سلګۍ وهي، افغانان په تیره بیا پښتون ملت په سیمه کې د نړۍ وژونکې تجربې تر سره کوي.

دنړیوالو په راتګ سره پښتون له مادي او معنوي پلوه له منځه وړل شوی، دویاړونو ملت، د تاريخونو ملت، د ژوندانه د سترو ارزښتونو څخه برخمن ملت د نړۍ څخه سترګې پټوي.

له یوې خوا د یوویشتمې پېړۍ سیاسي او اقتصادي طاقتونه د افغانستان د اوسنی برخلیک رښتني مسولین دي او له بله پلوه د افغانستان ګاونډيان د افغان ملت په کلې او کور کې د جګړې اور ته پکي وهي.

دجنګسالارانو باداري، د اوسني نظام په اجرأیوي ، قضأ یي اوتقنیني سیستمونو کې دکورنۍ او بهرنۍ مافیا سوداګري او معاملې، د لږه کیوملاتړ، ددې دورند ملت په کلي، کور ، حجره کښې جګړه، په جومات، هدیره او قبرونو کې بمونه، د ډیموکراسۍ بنسټګرو او دافراطیت بادارانو د سپيڅلتیا، غیرت، او انسانیت په وړاندې جګړه ګټلې ده. په افغانستان کې جګړه ختمه نه ده، ځوان نسل او پوه قشر د جګړې د ختمېدو او په سوله کې دژوند په تمه د خپل ملت د بربادۍ او تباهۍ ننداره کوي.

دافغانستان راتلونکي سیاسي بدلونونه باید د نړیوالو، ګاونډیو او جنګسالارانو له ارادو ووزي، ټول رښتنی او مبارز ولس باید د خپلې پوهې ،عقل او تدبير په مټ یوداسې خوځښت پيل کړي چې دیو رښتيني ځواك په جوړولو سره په روانو حالاتو کې د پښتون ژغورنې په موخه مبارزه وکړي، خوځښت باید د پښتونو د ستر ولسیز واک په جوړولو سره د افغانستان دپاره دیو نوي ملي سیاست بنسټ کښيږدي، د خوځښت مبارزه او سیاست باید د پښتون ژغورنې په موخه دپښتون ويښتابه او دپښتون د دښمن سره ستراتيژيکه فکري او روحي جګړه وي.

د پښتونو د دې ستر ځواک د جوړېدو په موخه دنړیوال جال په مټ یو شمېر پښتنو ځوانانو هلې ځلې شروع کړي چې د پښتون خوځښت تر نامه لاندې يې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د سلګونو ځوانانو او قومي مخورو ملاتړ تر لاسه کړی.

ددې هڅو په دوام کې پښتون خوځښت په کندهار کې د یو سترې غونډې د جوړېدو پلان لري، هيله کيږي چې په زرګونه ځوانان، قومي مشران او مخور د خوځښت جوړېدو، د پښتون ژغورنې هڅې او په افغانستان کې د معاصرې غلامۍ د ختمیدا په موخه د پښتون خوځښت ملا وتړي.
د پښتون ژغورنې یوازنۍ هیله د پښتنو د یو ستر ولسي ځواک جوړېدل دي او ددې ستر ولسي ځواک جوړېدل د ټولو پښتنو ځوانانو دنده ده.

موږ د لوی کندهار د ټولو رښتنو پښتنو ځوانانو، عالمانو، قومي مشرانو څخه په درناوي هیله کوو چې زموږ سره پدې ستره غونډه کې برخه واخلي او د پښتون ددې ستر ولسي ځواک په جوړولو کې د پښتنو ځوانانو ملا وتړي.

یادونه: په غونډه کې د ګډون په موخه او یا هر راز مرستې کولو لپاره په لاندې شمېره او برېښنالیک په اړیکه کیدای شۍ.

د خپلواکی په لټه!
پښتانه ځوانان
اړیکه: ۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
برېښنالیک: PashtonKhwazakht@aol.com

Copyright Larawbar 2007-2024