دپاکستان توغندیز بریدونه ، دامریکا چوپتیا

د لراوبر اداره | سپتمبر 19th, 2012


د یو کال څخه ډیره موده کیږی چی هره ورځ پاکستان د افغانستان د ختیځو ولایتونو په مظلوم ولس باندی لسګونه توغندی راشړی. نو د امریکا او افغان دولت چوپتیا په څه معنی ده؟ د افغان دولت اقدام په محلی سطحه د کنړونو والی د خبری رسینو سره هره ورځ مرکی کوي چی صرف د توغندو تعداد او د مرګ ژوبلی په هلکه مالومات ورکوی، داسی فکر کیږی چی سیمه کښي یو ازاد خبریال دی نه د یو ولایت والی. ولسمشر کرزی په خپلو مطبوعاتی کنفرانسونو یا خبری غونډو کښی وایی چی مونږ تحقیق کوو او هیڅکله هم متقابل عمل نه کوو، ځکه چی د ډیورند پولی دواړو غاړو ته پښتانه او افغان ولس میشت دی او نه غواړو چی بی ګناه خلک شهیدان کړو. د کابینی وزیران په ځانګړی ډول امینتی چارواکی بیا وایی که چیری مونږ ته د سرعالی قواو قومندان له خوا امر وشی مونږ هر ډول ځوابی برید ته چمتو یو، ځکه چی د اوسنی اساسی قانون د څلورشپیتمی مادی د دریمی، څلورمی او پنځمی فقری(۳-د افغانستان د وسله والو ځواکونو ستر مرشتوب، ۴- د ملی شورا به تایید د جګړی او متارکی علانول او ۵ـ د ځکمنی بشپړتیا او د خپلواکی د ساتنی د دفاع به حالت کی د لازم تصمیم نیول) نو وزیران استدلال کوی چی دوی کوم ځانګړی صلاحیت نلری پدی برخه کښی او ټول واک د ولسمشر او ملی شورا په تایید کیږی. د افغانستان لوی درستیز جنرال کریمی بیا وایی چی یو څه سیاسی هوښیاری پکارده، د نوموړی په وینا د پاکستان استخباراتی ګړی غواړی چي د ډیورند کرښی ته رسمی بڼه ورکړی ترڅو افغان دولت او نړیوال ټولنه یی د نړیوالی رسمی پولی په صفت وپیژنی نه د ډیورند کرښی غیررسمي کرښی په نامه. د بهرنیو چارو وزیر صرف وایی چی ډیپلوماټی هڅی روانی دی خو لاتراوسه یی کومه ښه پیله نلری او لدی حالت څخه مونږ مایوسه شوی هم یو خو بیا هم ښاغلی رسول ډیر جرئت وکړو یوځل یی د پاکستان سفیر احضار کړو. ملی شورا هم ډیر توند غبرګون وښود او دوه وتلی ټیکداران(جنرال وردک او نیکتایی لرونکی مولانا بسم الله خان ) یی سلب صلاحیت کړی، مشر لالا بیا هم خپله زړه لوبه تکرار کړه دا چی دواړه وزیران د ملی خیانت، رشوت، اختلاس او بی کفایتي په تور لوی څارنوالی او محکمی ته معرفی کړی وای، هغه برعکس دواړه بیرته سرپرست وزیران وټاکل. جنرال وردک یوڅه حیاه درلوده چی دوه ورځی وروسته یی خپله استعفاء اعلان کړه خو هغه بل نیکټایی لرونکی مولانا صاحب اوس هم د کورنیو چارو وزارت چوکی ځان پوری تړلی ده. ټولی شمالی ټلوالی ته خدای ووهلی برهان الدین ربانی وصیت کړی چی قدرت او چوکی تر هغی نیټی مه پریږدی ترڅو چی د ربانی په برخلیک اخته شوی نه یاست.

وسلواله اپوزیسیون چي په سر کښی یی یو پخوانی صدراعظم حکمتیار او پخوانی امرالمومینین او د اوسنیو نظامی مقاومت مشر ملا محمد عمر اخوند هم له ډیر مودی وروسته صرف نوموړی توغندیز بریدونه وغندل نور څه اقدام ندی کړی او نه یی کولی شی ځکه چی د هغوی پناګاه او مالی سرچینی خو ټول د پاکستان هیواد له لاری او خوا تمویل کیږی.

په نوموړی ځل ایساف یا نړیوال سولی ساتونکي ځواک په ډیری سپين سترګی وویل چی مونږ تراوسه نه یو خبر چی ایا ریښتیا پاکستان توغندیز بریدونه کوی که یا؟ پداسی حال کی چی د افغانستان د ځمکی او هوا کنټرول ټول د غربی یرغلګرو قواو پلاس کښی دی خو صرف دا یو ډول بهانه وه. په دوهم ځل یرغلګرو عمومی قومندان په سختو الفاظو د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل او همزمان جنرال الن پاکستان ته سفر وکړه پدی موخه چی د پاکستان له لوی درستیزسره ددی توغندیزو بریدونو په هلکه خبری وکړی، خو ډیر په تاسف چی ترنن ورځ پوری مالومه نشوچی ایا د نوموړو جنرالانو لیدلو مقصد د توغندیزو بریدونه بندول وو که ډیرول؟
پدی اخرو چی د پاکستان پوځی چارواکو هم ومنله چی دا توغندی د پاکستان پوځ لخوا ویشتل کیږی پدی موخه چی د پولی دواړه غاړو ته پټ شوی تروریستان وځپل شی.
خو اصلی لوبه او ډرامه ټوله د امریکا په لارښوونه ترسره کیږی امریکا غواړی چی ټوله سیمه بی ثباته کړی پاکستان صرف د پروژی پلی کوونکی دی.
د دارنګه توغندیزو بریدونو په پیله کښی به د سیمي اوسیدونکی چی نه یی افغان دولت دفاع کولی شی او نه هم خپله هغه مظلوم ولس وس نلری نو مجبور دی چی له سیمي څخه کډه وکړی، نو په هغی صورت کښی به هلته یو لویه خلا رامینځ ته شی، امریکا کولی شی چی لدی لاری نورو شمالی ولایاتو ته د بی ثباتی لړی وغځوی ترڅو په افغانستان کښی سرتاسری جګړه پیل او د امریکا شتون او یرغل ته نوره هم قانونی لاره او زمینه مساعده شی. ددی ترڅنک به منځنی آسیایی هیوادونو ته د بی ثباتی لاره هواره شی چی هلته د تیلو او ګازو ولکه پلاس کښی واخلی چی نن ورځ روسیه (مسکو) اروپایی هیوادونه تل لدی لاری تر فشار لاندی ساتی. روسیه کله کله په داسی سخت ژمی کښی په اروپایی هیوادونو باندی ګاز بند کړی چی بیا اورپایی هیوادونه د مسکو هری مشروع او نامشروع غوښتنی ته مثبت ځواب وایی او منلو ته یی ځان چمتو کوی، همدارنګه هغه مخ پر ودی هیوادونه چی ډیری انرژی ته سخت ضرورت لری. امریکا کولی شي چی د همدی لاری خپلو موخو ته ورسیږی او خپل نړیوال قدرت او طاقت حفظ کړی نو ددی پروژی د پلی کیدو د بریالیتوب لپاره د سیمي بی ثباتی ضروری او حتمي خبره ده.

پاکستان ولی غواړی چی سیمه بی ثباته کړی؟
پاکستان هم د سیمی په بی ثباتی کښي څو مهمی موخی لری.
اول: د پښتنو او بلوڅو ځپل ترڅو په خیبرپښتونخوا او بلوچـــستان صوبو کښي د پنجاپ امپراتوری ته لاره هواره کړی چی د کلنو راهسي پاکستانی پوځ او استخباراتی اداری ددی پروژی لپاره ډیر کار کړی ترڅو په جنوبی اسیا کښي د پنجاپ په نوم امپراتوری جوړه کړی چی هیڅکله به یی هم دا ارمان پوره نشی.
دوهم: ددی پروژی پیلی کیدو له برکته د امریکا او نوری غربی نړی اقتصادی، پوځی او سیاسي مرستي تضمین کول چی تل به همداسي دوام لری.
دریم:
– د ډیورند کرښه د نړیوالی رسمي پولی په توګه پيژندل.
– په افغانستان کښي د هــــــــــند هیواد رول کمول په ځانګړی توګه هغو لویو اقتصادی پروژو کښی چي هــــــــــــــــــــــند غواړی نن پدی برخه کښی په لویه پیمانه پانګونه وکړی.
– په افغانستان کښی د کارخانو او تولید مخیوی چی افغانستان تل د پاکستان د بی کیفیته توکو لپاره بهترین مارکیت او بازار اوسی.
– د تل لپاره ځان د هغه پریمانه اوبو ملک او واکدار ساتل چی نن پاکستان ته روانی دی، چی افغان ولس په شته اوبو کښی ځمکی شاړی او کورونه یی بی بریښنا دی.
– د پاکستان اتومی بم ته متوجي ګواښونه د امریکا په مرسته له منځه وړل.
په کور دننه د ځينو ډلو ګټی د سیمی په بی ثباتی کښي څه دی؟
پخوانی شمالی ټلواله اوسني په دریو ډلو ویشلی جبهي چی اصلآ نه ملی ګټو ته ژمن دی او یو متحد او پرمختللی افغانستان ته صرف د نوموړو ډلو موخي خپل ځان تل په قدرت کښي ساتل، د دولتی او شخصی ځمکو غصبول او خپل ځان د افغانستان په ټول چارو کښی مستحق ګنل. که چیری په سیمه کښي بی ثباتی وی نو دا ډلي بیا کولی شی چي په قدرت پاتی شی نور په هیڅ صورت دوی نشی کولی چی خپل دا نامشروع قدرت حفیظ کړی.

لدی حالت څخه د خلاصون لاری:
اول: د شفافو، عادلانه او سرتاسری ټاکنو له لاری د یو باعزمه، هوښیار، کارپوه، او تجربه لرونکی ملی شخصیت انتخابول د ولسمشر په صفت.
دوهم: د یو ریښتونی، ملی او مسلکی ملی پوځ جوړول، د ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو او ملی امینت عمومی ریاست ټوله رهبری د پوهي او مسلکیتوب له لاری ټاکل.
دریم: د بهرنی پالیسي او په ځانګړی توګه ګاونډیو هیوادونو په هکله ستراتیژی جوړول او د تطبیق لپاره یی عملی او جدی اقدامات کول، ترڅنک یی باتجربه او مسلکی ډیپلوماتان ګمارل ترڅو وشي کولی چی دافغانستان له ګټو بشپړه دفاع وکړي.
څلورم: په ټولو مهمو دولتي ادارو کښی د ملی امینت کارکوونکي ګمارل ترڅو هغه لوړپوړی دولتي چارواکی چی بهرنیو هیوادونو ته جاسوسی کوي ونیسی په سخته سزا یی محکوم کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024