شمالي ټلواله او کرزی دافغانستان څخه څه شي جوړوي

د لراوبر اداره | سپتمبر 19th, 2012


د څه مودی راهسي په افغانستان کي دولسمشرکرزی اودهغه د ملاتړوډلومشرانو شمالي ټلواله،وحدت ګوند، دوستم او ځینونورولخواه پرافغان مظلوم ملت او جنګ ځپلې بیچاره اولس باندی ډول ډول بی حرمتي، بی تفاوتي، بی پروایی او بی شرمانه ناندري روانی او سرته رسیږی.دغه ډلي چي په ټولوګټوکي سره شریکي دي اودخپل ځان اوملګرولپاره هرڅه غواړي.ددوی ملاتړی ددولت په دننه کي دمافیا هغه بدنامي کړې دی چي دتیری دریش کلنی جګړي په درشل کي په بد نامیو کي را ښکیل دی. دوی دکابل او نورو ولایتونو ښائسته ښارونه ویجاړکړه او زرګونو بیګناه انسانان یی ترخاورولاندی کړل . نن دوی دافغانستان ملی حاکمیت، ازادی ،استقلال ، ځمکني حا کمیت اودقانون دتطبیقولولړۍ ته سترګواښونه اوخنډونه منځ ته راوړيدی.

دغه ډله چه ټول شمیریی ترسلوزیات نه دی د ګرده( ۳۰) دیرش میلیونه افغانستان اولس یی دیوه کوچنې قفس په پنجروکي داسي بندی کړیدی، چه د خلاصون اووتلو لاره یی ستونځمنه ښکاري.دوی دحکومت امنیتي ،دفاعي ، پارلمان، قضایی قوی او محلي ارګانونوټولي چاری او اختیارات په خپله قبضه کي نیولی دی. په دولتي چاروکي دکوچني مدیریت نه نیولی بیا د والي، رییس، وزیر، سفیر او مشاورینوسلاکارانو دانتخاب اوټاکلو ټول صلاحیتونه یی ځانته خپل کړیدي.برسیره پردي دوی د قاچاق،اخلاقی فساد، غلا،غصب ،انسان وژنو، ترور او نوروکرغیړنوجنایتونوکي دومره ډوب اوغرق دي چي د انسانی کرامت، انسانی عاطفي ، اسلامیت، وطن پالني اود وروری او دوستي ټول هغه ښکلي احساسات او ښیګني یی ترپښولاندی کړیدي کوم چي موږافغانان ټوله هغه دخپل افغانی غیرت، ملی ناموس ،ننګ، لوړغرور،فخر،لوړهمت ، صداقت اوریښتیني وسیلی او بیلګي بولو.

دغه ما فیایی ډله دپښتون، تاجک، هزاره ، ازبک دډیرولږواقلیتونوڅخه جوړه شویده او ټوله په ګډه د خپلو شخصي ګټو برسیره د خپلو ډلودغړو د ناروا اوغیرقانونی کړونو څخه ملاتړ کوي.ددی بدنامي ډلې ټول غړی زموږاولس ډیرښه پیژني ولي ددوی د ناروا کړونو دمخنیوی لپآره دمخامخ ویلو توان او قدرت نلری. دوی په مډرنوجنګی وسلوباردی او مقابل لوری ته دمرګ یو ستر ګواښ دي.

دوی خپله په خپلو کي مشوری کوی چي څوک د کومو لوړوچوکیولپاره په دنده وګماري. دغه مافیایی ډله په ډیری سپین ستر ګي سره خپل نا اهله بی مسلکه همکاران پرته له دینه چي دکاری دندي تجربه، تحصیلي درجه، اودکاراهلیت او لیاقت ولری دواسطواومشوروله لاری پرلوړو دولتی چوکیواودندوباندی ټاکي .

محترم ولسمشر کرزی ددغي کرغیړني ډلی ټولی ناروا اوغیرقانوني کړونو ته برئت ور کوی اوددوی دهری کوچني سپارښتني وعدی په عملي ډول سره د تکمیل پړاوته رسوی.

یوه ژوندی بیلګه یی لږموده مخکي دافغانستان دامنیتي چارو چارواکي وزیران عبدالرحیم وردګ د ملی دفاع پخوانی وزیر او بسم الله محمدی دکورنیو چارو پخوانی وزیران دی.دوی داولسی جرګي دغړو لخواه جرګی ته دپوښتنو او ځوابونو لپآره را وبلل سول، تر څو دخپلودندو داجرائاتو څخه د جر ګی غړو ته مالومات ورکړی. اولسی جرګی ددوی کړني او وړتیاوی ډیر کمزوري وګڼلی اود ولسی جرګی دغړو لخواه په ډیراکثریت سره د نه باور رایه په اخیستلو سره د خپلو دندو څخه ګوښه شول.

ولی په دغه بله ورځ محترم کرزی دوی دواړو ته په دنده کی د ښه کاردوړتیا په هکله دامان الله خان غازی نښان اومډال چي د افغانستان ترټولو لوړ مډال دی ددوی په ځګرو باندی ومښلول.او دوی دواړه یی دهغه وزارت د سر پرست وزیر په تو ګه وټاکل. دری هفتي لا تیری نه وی چه ښاغلی بسم الله خان د ملی دفاع د کاندیدوزیرپه تو ګه دنورودرو وزیرانو سره داولسمشر لخواه جرګی ته معرفی سول. اولسی جرګي په ډيری سپین سترګي سره همدغه وزیر چي یوه میاشت مخکي یی له دندی څخه د بی کفایتی له امله ګوښه کړی وو، بیرته دنوی دفاع وزیرپه توګه قبول کړي.ښاغلی بسم الله چي د حربی پوهنځي او مسلکي پوځی لوړۍ زده کړی نلری او یواځی په محلی او چیرکي جنګوکي یی برخه اخیستی ده ،دڅوکالوراهسي کله لوی درستیز ، کله وزیر داخله او اوس بیرته ددفاع وزیرسو.داسی مالومیږی چي زموږدولت ودی چوکی ته بل هيڅوک نلری.اودغه یوبسم الله خان دی چي کله یووزارت اوکله بل وزارت اشغال کړی.

دپاکستان ړانده راکتونه دیوه کال په موده کي زموږپرخاوره او خلکو باندی اوری. ددی راکتونو له امله سلګونه افغانان مړه یا تپیان سول او په زرګونه کورونه ویجاړیا خراب سول، چي د مالي تاوانونواندزه یی زموږدولت ته و میلیونونو ډالروته رسیږی. ددی بریدونود مخنیوی لپاره دولت آرام ناست دی او دملګرو ملتونو اداری ته یو احتجاجیه لیک ونه لیږل سو. عادی خلکو مظاهری وکړی، چیغی یی ووهلي ولی هیچا ورته غوږ ونه نیوی او بریدونه په خرپ سره راروان دی.

دحکومت په اداروکي درشوت اواداری فساد لړۍ دومره چټکه ده چي دا لړۍ تر ولایتونوپوری راورسیده او ځنځیری بڼه یی غوره کړیده.

دځمګوغصب، غلا، مخدره توکي ، قاچاق، اودبانکونوچوراو چپاول نن یوه عادی خبره ده.رشوتخور، قاتل، قاچاقبراو خاینانوته چه زوراو ډالر ولری جزا نشته، ولی کوچني مامورین او بی واسطی خلک تل د جیل سوریو ته استول کیږي. د کابل بانک دغلا مسئله، دکابل ښاراو اطراف د ځمکو غصبګران، دتروریستی حملو او چاودیدنونکو توکو عاملین، دبډواورشوت اخیستلو چارواکي تر اوسه پوری هیچا ونه نیول او د قانون منګولو ته ونه سپارل سول.

په افغانستان کي ټول ملتونه په ځانګړي ډول سره پښتون ملت ډیر ځورول کیږي، کورونه یی ویجاړیږی ،خلک یی په سره اورکي کباب سول، دتعلیم او تربیه نه لیری پاته کیږي.دجګړواوځانمرګیوقربانیږی، دملی اقتصاد اوپرمخ تللي تیکنالوژی څخه محرومه دي.ددولت په چوکاټکی داداری مامورینو په دندو کی نه جذبیږی او دژوندانه سطح یی ترټولو ټیټه ده. دداسي ملت لپاره چي د تاریځ په اوږدوکي دنوروملتونو سره په ګډه د افغانستان د تاریخ جوړونکی دی او خپله پاکه خاوره یی دپردو څخه په میړانه ساتلی ده، ولی نن ډیر د افسوس ځای دی چي دغه پښتون ملت دپردو په لمسون د جګړی په اول سنګرکي د بدبختي او ناوړي جګړی په درشل کي قرار لری. او نور بیا د عیش او حیف په خیالونوکي غرق دی.

پای

Copyright Larawbar 2007-2024