دکابل بانک داداري فساد،غلا اودرغلیوڅیړني رواني دي.
59
په کابل بانک کي دفساد،غلااودرغليوستونځمنې لانجي دپوره تحقیق اوڅیړني لپاره دولسمشردځانګړي حکم په اساس دیوي ځانګړي محکمي دجوړیدوپه هکله حکم صادرسویدی، ترڅونوموړۍځانګړۍ محکمه دکابل بانک دسپما، امانت اوورکوپیسوپلټنه وکړي .ددی ځانګړۍ محکمې رئیس شاغلي شمس الدین شمس ګومارل سویدي.
دځانګړی محکمي رئیس ښاغلې شمس وایی چي دکابل د نوی بانک رئیس اوغړی یی زمونږسره پوره همکاری نه کوي. دغه مطلب هغه دکابل دلمرتلویزیون په ننې راپورکي بیان کړی دي هغه وایی ،چي دکابل دنوی بانک رئیس اوغړي یی د ځانګړي محکمي سره دنه همکاری په اړه د لوی څارنوالې داداری فساد سره دمبارزی اداري ته معرفی کړیدي. ښاغلې شمس وایی چي محمود کرزی دولسمشر حامدکرزی وروراوحسین فهیم دولسمشردلمړی مرستیال مارشال قسیم فهیم ورورتراوسه پوری خپل هغه پورونه چي دکابل بانک دپخوانیورئیسانوڅخه یی اخیستی وو، نه دي تحویل کړي. ددي محکمې رییس وایی چي دکابل دنوی بانک رییس زموږسره دپلټنواوڅیړڼوپه درشل کي هم هیڅ کومک نه کوي. دئ وایی چي کابل بانک ته دمالي وزارت څخه د ۸۲۵ میلیونوډالروبیړني پور چي دبانک دبرخوالوپه نامه ددی وزارت لخوا ورکړل سویدی لادرکه ښکاري اوڅرګنده نه ده چه دغه پیسي څه شوي او ددغو پیسوڅخه څومره نوری پاتي دي.
دځانګړي محکمي رئیس وایی :موږدڅوارګانونولخواه دکابل دنوی بانک رييس څخه همکاروغوښته ولي بد بختانه هغه زموږسره همکاري ته تیارنه دئ، نوځکه موږ نن دنوی کابل بانک رییس څارنوالې ته معرفی کړي. بل لوري دنوی کابل بانک رییس بیا وا یی چي موږهغه ټول مالومات چي په سیستم کي درلودل، وځانګړي محکمي ته سپارلې دي. دهغه په وینا دکابل بانک ۴۵۰ میلیونه ډالره نغدی پیسي موجودی درلودي او ۱،۳میلیارده ډالره د خلکو امانتي پیسي مي بیرته خلکو ته ورکړیدي.
بل لوري دځانګړی محکمي رئیس وایی چي د کابل بانک شخصي جایدادونه د لیلام په بڼه ایښودل سویدی ولي څوک یی دویری نه نه رانیسي. هغه وایی باید دولت دغه جایدادونه پخپله رانیسي ،ځګه دولت له چا نه ویره نلری.دئ زیاتوي چي عبدالغفارداوی هم داریا ناشرکت په نامه ۲۷ میلیونه ډالره د کابل بانک پوروړی دي. د ښاغلي شمس په وینا محمودکرزی ۹ میلیونه ډالره اوحسین فهیم دری میلیونه ډالره دکابل بانک پوروړی دي چي تراوسه پوري یی دغه پیسي بانک ته نه دی ورکړي. د شمس په قول ۱۲۹ میلیونه ډالره دکابل بانک شخصي جایدادونود پلورلوله لاري نغدی لاسته راغلی دي.
دکابل بانک هغه وخت په درغلي کي ښکیل راغي چه ددغه بانک پخوانې چارواکي شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزی دبانک څخه ناوړي ګټی پورته کړی چي له وجه یی دخلکواودولت په میلیونونه ډالرورک سول او د بانک رواني ټولی چاری په ټپه ودریدی او د سقوط سره مخامخ سوی.