بمي چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

34 | اپریل 19th, 2008


دغه بمي چاودنه دزابل ولايت په شاجوى ولسوالي کې شوې ده . دشاجوى ولسوال قيوم خان وايي چې په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او يوبل ټپي شوى دى . ده وويل چې دملکي وګړو موټر له شاجوى ولسوالي څخه دنوبهار ولسوالي ته پر لاري وو چې دپېښي سره مخامخ شو نوموړي په دغه پېښه وسله وال طالبان تورن کړل او ويه ويل چې پر ولسي وګړو بريدونه ترهه ګري ده .

Copyright Larawbar 2007-2024