په هندوستان کي د پښتنو ځوانانو په مټ یوه کلتوری غونډه جوړه شوه.
59
دهندوستان په جنوبی ایالت کرناټکا په یوه کوچنی ښار کي چی میسور نومیږی د پښتنو ځوانانو په مټ یوه ادبی او کلتوری غونډه جوړه شوه ،په دغه غونډه کښي دپښتنو محصیلونو سربیره، دبهرنیوملکو محصلین او د پوهنتونونو استادان او ریسان هم راغلی وو.په دی غونډه کښی د افغانستان پر تاریخ،اود واقعي افغانستان پیژندنه ټولو خارجیانو ته وښودله شوه.د افغانستان ننې حالات د تصویرونو او ویدیوګانو پواسطه د غونډۍ ګډون کونکو ته وړاندی شو.دهغه څخه وروسته د پښتو ژبی تاریخ او پښتنو شاعرانو او سیاست مدارانو د ژوند لیکونه ولوستل شول.او پر دي سربیره خارجی میلمنو ته د خبروکولو وخت ورکړل شو چی دوی د خپل زړه حالت راسره شریک کړی .بیا د پښتنو ځوانانو پواسطه ښایسته آتڼ وشو.او راغلیو میلمنو ته ډوډوی ورکړل شوه.د پروګرام په دوهمه برخه کښی مشاعره اود پښتنو پر اتحاد او يوالی باندی خبری وشوی.پښتنو ځوانانونو په دی مسافری کښی چی څه په وسه وه هغه یی وکړله او پښتانه يی د ۲۴ملکو خلکو ته ور وپیژندله .الله دی نور هم همت ورکړی.
راپور درلیږونکی:محراب الدین واکمن.