پوليسو د تعليم او تربيې پوهنتون محصل زخمي کړی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 1st, 2012


پولیسو د تعلیم او تربیې پوهنتون پر محصلینو ډزې کړي، یو زخمي دی

نن مازیګر مهال د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو هڅه وکړه چې د دوی د پوهنتون پر سر نوې نصب شوې لوحه راوغورځوي.

دوی دغه لوحه په ډبرو ویشتلې، او په همدې حال کې پولیسو د پارېدلو محصلینو د تيت او پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي.

د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین له نژدې لسو ورځو څخه د دوی پوهنتون ته د برهان الدین رباني د نوي نوم ورکولو پر سر په غوسه دي او نه غواړي چې د پوهنتون نوم یې بدل شي.

د ولسي جرګې څو استازي حمیدزی لالی، عبیدالله بارکزی او لطیف پدرام د پیښې ځای ته تللي او دوه هغه محصلین چې پولیسو بندیان کړي و را خوشي کړي او د پولیسو او محصلینو تر منځ یې تر دې مهاله ستونزه ارامه کړې.

پولیسو د دې پوهنتون د شپې له خوا یو محصل محمد عوض سخت وهلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

دوی د خپلو لاریونونو په لړ کې د ولسي جرګې دروازې بندې کړې وې چې د هرات یوه وکیل څو محصلین په خپل موټر ووهل.

د تعلیم او تربیې پوهنتون په سلګونو محصلین نجونې او هلکان ګواښ کوي که چیرې د دوی پوهنتون خپل اصلی نوم پاته نه شي په زوره به نوي نصب شوې لوحه راکښته کړي.

خو تر اوسه لا دولت د محصلینو غوښتنو او احتجاجونو ته هیڅ ډول ځواب نه دی ویلی.

Copyright Larawbar 2007-2024