وسله وال طالبان خلک کوکنارو کرلو ته هڅوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2012


د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالي حمدالله نازک هم رسنيو ته وويل چي يو شمېر پاکستاني ملايان په کندهار کي خلک د دولت پر ضد جګړې او کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅوي .
دا خبره نن د کندهار ولايت په امنيتي جلسه کي هم ياده سوه .
د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبين وايي چي د وسلوالو مخالفينو ډلي چي د کويټې شورا په دستور دې ولايت ته راغلي خلک د کوکنارو کرلو ته هڅوي.په ننۍ امنيتي جلسه کي د ياد رياست مرستيال وويل چي د کوېټې شورا ځانګړي ډلي جوړي کړي چي د کندهار ولايتي ځينو ولسواليو ته راغلي او دلته بزګران او مځکه وال تشويقوي چي په خپلو مځکو کي کوکنار وکري.
کوکنار چي د وسلوالو مخالفينو د عوايدو او مصارفو لپاره يوه تر ټولو لويه او بډايه منبع ده کښت، تجارت او استعمال يې غير قانوني اعلان سوي چي ورسره د هيواد په ټولو برخو کي په کلکه مبارزه دوام لري.
ننۍ امنيتي جلسه چي ماپښين مهال د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي له مودې وروسته امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي اردو د لواء ګانو قومندانانو، د يوناما رئيس، د ايساف قومندانانو، نظامي څارنوالانو او د کندهار محبس مدير برخه اخستې وه.
کندهار والي د غونډي په پيل کي امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان ته ښه راغلاست ووايه او د هغه شتون يې د ولايت د امنيتي حالت په سمون کي اساسي او کليدي وباله.
نوموړي زياته کړه چي په عمومي توګه د ولايت په ټولو برخو کي امنيتي حالت ورځ تر بلي پر ښه کېدو دى او هغه ستونزي چي پرتې وې، هغه هم اوس په تدريجي توګه سره حليږي.
کندهار والي په ننۍ جلسه کي د امنيتي ارګانونو مشرانو د خپلو سفرونو معلومات هم ورکړل او زياته يې کړه چي اوس نړيوال هم په دې قانع سوې چي د افغانستان په دې مهم ولايت او حوزه کي حالات ډېر سم سوي او د پرمختيا لپاره ډېر ګامونه اخستل سوي دي.
نوموړي په ننۍ جلسه کي يو ځل بيا د امنيتي ارګانونو ترمنځ پر همږغۍ او ګډ کار باندي ټنګار وکړى او زياته يې کړه چي بايد د ټولو ادارو ترمنځ سته امکانات له يو بل سره شريک او د مخالفينو د کارونو او فعاليتونو مخه ونيوله سي.
د ملي امنيت رياست لومړي مرستيال وويل چي په تېره اوونۍ کي د عملياتو پرمهال ١٦ تنه وسلوال مخالفين وژلي او يو لوى تعداد سلاوي او ماينونه يې تر لاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي په تېره اوونۍ کي د ايساف په هوايي او مځکني بريدونو کي چي د افغان ځواکونو سره په ګډه سوي هم ٣٧ تنه نور وسلوال مخالفين وژل سوي چي له ډلي يې پنځه تنه ګروپي قومندانان دي.
د سرحدي پوليسو د دريم زون استازي په ننۍ جلسه کي وويل چي ځواکونو يې د کندهار په شپږو سرحدي ولسواليو کي د عملياتو او پلټنو پرمهال له چاودېدونکو توکو ډک دوه ټراکټورونه او يوه عراده مازدا موټر نيولي چي په زرګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، اسلحې، مخابرې، لاسي بمونه او ډېر نور سامانونه تر لاسه سوي دي.
په ننۍ امنيتي جلسه کي د کوکنارو کښت پر محوې او ددې بوټي د کرلو څخه د بزګرانو او مځکه والو پر راګرځولو هم بحث وسو او اړوندو ادارو ته وظيفه وسپارله سوه چي په اړه يې لازم اقدامات وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024