د امریکا بودجوي کسر تر یو ټریلیون ډالرو واوښت
اسوشیټیډ پریس د امریکا د خزانې د وزارت د تازه راپور په حواله خبر ورکوی چی د امریکا د روان کال بودجوي کسر د څلورم کال لپاره بیا جګ سو او تر یو ټریلیون ډالرو واوښت ، یعنی ۱٫۱ تریلیون ډالرو ته ورسېد .
راپور وایی چی په تاریخ کی دا هیڅ سارﺉ نه لری چی د امریکا بودجوی کسر دې څلور مسلسل کلونه یوـ یو ټریلیون ډالرو ته ورسیږی .
راپور زیاتوی چی د دې ملا ماتونکې کسر اصلی علتونه له حده زیات حکومتی مصارف خصوصأ په نظامی برخه کی ، د مالیو د لږښت ادامه چی جورج بوش راپیل کړی و ، د پیسو انفلاسیون ، او د عراق او افغانستان د جګړو درانه مصارف دي .
د اوباما سیال میټ رومني په دې هکله هغه یو بې کفایته ولسمشر بولی خو بارک اوباما بیا تور لګوی چی دا د جمهوریت غوښتونکې ګوند خصوصأ جورج بوش میراث دی چی ما ته رسېدلی دی .
لاکن اقتصادی کارپوهان وایی چی امریکا به د لس ـ پنځلس کالو ، آن زیاتی مودې لپاره د دې ستر مالی رکود او سقوط څخه راونه وتلای سی .