په كوټه كې پنځو تنو تنه مرګ ژوبله واوښته.

حبيب تاثير - کوټه | اکتوبر 15th, 2012


تېر ماښام په كوټه كې يو ځل بيا په يوه تازه بريد كې ناڅرګنده وسله والو كسانو پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله، پېښه د كوټي د ښار په زړه عبدالستار واټ باندې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چې وسله والو په يو سوزيوكۍ موټر باندې وسله وال بريد وكړ او د يوې كورنۍ دوه تنه يې ووژل او درې نور هغه يې ټپيان كړل.

محمداسحاق د هغه ورور اسماعيل دوه زامن سلمان، نسيم او يو لاروى هغه وخت د ګوليو ښكار سول كله چې يې د جيولري يا د سروزرو پلورلو دوكان بند كړ او د كور په لورې د روانېدو په حال كې وو، چې ورباندې ناببره بريد وسو.

د كوټي په ملكي روغتون كې د جعفر په نوم يو ډاكټر خبريال پاڼې ته وويل: په دغه پېښه كې يو تن وژل سوى او څلور نور ټپيان دي، د ده په خبره: په ټپيانو كې هم د دوو تنو حالت مرګونى بلل كېږي، ډاكټر زياته كړه: وژل سوي او ټپيان ټول هزاره ګان دى.

كه ډاكټر وژل سوى تن يو ښيي خو ويل كېږي يوه تن په روغتون كې ساه وركړې ده.

كه څه هم تر اوسه پورې چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې، خو ډېرى وخت په كوټه كې د دا ډول پېښو پړه تندلارې ډله لښكر جنګوي العالمي او يا هم نورې ډلې پر عاړه اخلي.

بايد ووايم چې په پاكستان په ځانګړې توګه په كوټه، ګلګت بلتستان او كراچۍ كې د شعيه مذهب خلګ وخت په وخت د ناڅرګندو كسانو له لورې وژل سوي، چې د شعيه ګوندونو مشران او ځيني سياسي ګوندونه د دغه پېښو پړه د پاكستان په استخباراتي ادارو وراچوي.

Copyright Larawbar 2007-2024