درې امریکایی پوځیان له منځه لاړل
د امریکا د دفاع وزارت په جلا جلا اعلامیو کی خبر ورکړ چی په تیرو درو ورځو کی درې امریکایی پوځیان له منځه تللي دي .
لومړنی د غزنی ولایت په اندړ ولسوالی کی د طالبانو لخوا وویشتل سو ، دوهم یې د کندز په خان آباد کی وویشت ، او درېیم چی یو ۴۹ کلن پوځی قوماندان دی د بحرین هیواد په منامه کی مړ سو چی یونټ یې د افغانستان لپاره اکمالات کوی .
په دې سره د اکتوبر په ۱۵ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات۱۲ ته ورسېدل .